سوله او اوربند

حقمل ساپي

اي خدايه څومره خـوند کوي دا سوله او اوربند

اي ربـه تې مدام کـړې دغه سـوله او اوربند

دا خـلک څومره وږي ؤ دا خلک څومره تږي

په څـومرخوښۍ لمانځي دغه سوله او اوربند

اختر له خلکو هير دی په اختر کې اختر راغلی

دوي ولمانځي اختر که دغـه سوله او اوربند

تاريخه دا له ځان سره ياداشـت کړه ياد يې ساته

چې مـينه وه درې ورځـې او وه سوله او اوربند

بلـبلې په نغمو شوی او مرغانو چغار جوړ کړ

هغوي هم په دې پوه شول چې شوه سوله او اوربند

نـړۍ ته مو دا وښوده، نړۍ ته مو دا زده کړل

مونږ يَو يُـو مونږ کـوو خپلو کې سوله او اوربند

اي خـلکه نو اختر ته کالي مه کړئ دا مو بس دی

چي تيري کړو درې ورځي مونږ په سوله او اوربند

حقمل له خوښۍ اوښکي تويوي او رب ته وايې

آآه ربـه څومره خوند کـوي دا سوله او اوربند

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د