افغانستان

مطمئن: که طالبانو ته رسنیزه ازادي ورکړل شي، تفاهم لا ښه کېدلی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند په تړاو سیاسي شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن وايي که طالبانو ته رسنیزه ازادي ورکړل شي، لا ښه پرمختګ کېدلی شي.

هغه له خورشید تلویزون سره په خبرو کې وویل، رسنیو او افغان حکومت ته وړاندیز کوم که کومه ستونزه نه لري، طالبانو ته دا اجازه ورکړل شي چې له رسنیو سره غږ شریک کړي.

هغه وویل: «زه دا وړاندیز کوم، حکومت هم طالب ته وايي، ته مې ورور يې، منم دي من حیث افغان، اوربند درسره کوم، طالب هم وايي اوربند کوم، نو زه له رسنیو او افغان حکومت نه هیله کوم، که ستونزه نه لري دوی ته له رسنیو سره د خبرو حق ورکړي.»

مطمئن دا هم وویل چې طالبانو د اوربند اعلان د ولسي غوښتنې په ځواب کې کړی، کنه تر دې وړاندې امریکا او افغان حکومت څو ځلې ځينې غبرګونونه ښوودلي خو طالبانو څه نه دي ویلي.

د هغه په نظر د اوربند په اړه باید مثبت نظر ولرو او د حکومت او طالبانو دا اقدامات وستایل شي، نه باید چې پکې نقطه چيني وکړو.

هغه د کوربه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځينې رسنۍ د طالبانو له لوري نظامي اهداف اعلان شوي، څنګه به حاضر شي چې د هغوی غږ خپور کړي وویل، فکر کوم د طالبانو دا اهداف موقت و، کنه د طلوع تلویزون چې نظامي هدف اعلان شو، خبریال يې له کمرو سره د کندوز دشت ارچي ته تلی راتلی شي او راپورونه برابروي.

مطمئن د دایمي سولې پر وړاندې د بهرنیانو پوځي حضور یوازینی خنډ یاد کړ او ويې ویل چې د سولې لپاره باید د دوی د وتلو مهالوېش وټاکل شي.

د اختر په ورځو کې د جګړې د افغان لوریو تر منځ د اوربند تود هرکلی شوی، چې ولس يې د دوام غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

شاغلی مطمئن اداره دست نشانده خوکی های کابل حکومت نیست حاکم شان صلیبی هامی باشد که راجع به مذاکره از من پرسیدن که آیا دفتر قطر صلاحیت دارد و من برایشان گفتم بلی دارند و این آتش بس قدم اول برای مذاکرات مستقیم صلیبی ها و شیردلان طالبان است !!

zadran

عبدالقدیر مهمنمد (بیانزی صاحب)انجینر صاحب مطمین از شما بهتر میداند.که امریکایی ها و دولت افغانستان در چه موقف.و همراه با کی و در کجا برای مذاکرات در تماس شوند،فکر نمی کنم که دولت افغانستان و سی ای ای از خودت مشوره اخذ نمایید.در تبصره فوق مبالغه فوقالعاده نموده اید.باز هم تشکر که مایان را خیلی خنده دادید.

غوربندي

هلكه ځدران صاحب

روژه کې لکه چې بزرګ شوی یې غیب ویلو ته مو بډې وهلې دي.

مهمند صاحب او بیانزی صاحب دوه بیل کسان دي.

الحاج استاذ بیانزی

ما ویل دا مغز پریمنځل به څه ته وایی ؟ اوس مو د شرق او غرب مغز پریمنځل شوی په عملی بڼه کی ولیدل نومونه یی نه یادوم ، هر یوه ته یی ځانکړی جملی او خبری ور په خوله کړی چه دا به وایی ، د هغوی مغزونه پریمنځل شوی هماغه وایی چه ورته ویل شوی . د دی په ځای چه په اصل موضع بلټڼی څیړنی او ارزونی وکړی د خلکو په نومو، کلی کور ، رنګ ، کوم هیواد کی هستوګنه لری په اړه خبری کوی ، دا ځکه چه دوی د نورو څه ویلو د پاره… نور لوستل »

روح الله روحمل

دسولی پروړاندی یواځینی خنډ د امریکا او ناټو شتون په افغانستان او سیمه کی دی امریکا او ناټو که له افغانستان ووځی بیا هم په سیمه کی جګړه شته ځکه امریکا په پاکستان کی فوځی اډه لری(شمسی اډه) چی له هغی اډی هم کولای شی خپلو موخوته د رسیدو لپاره کار واخلی لکه څنګه چی یی د افغانسان اسلامی امارت له هماغه ځایه هدف وګرځاوه او بالاخره یی افغانستان هم د پاکستان په شان اشغال کړ نو دسیمی هیوادونه باید د امریکا اوناټو خروج ته له سیمی نه فکر وکړی د افغانسان مجاهد ولس خو ان شاء الله تر دی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x