اوربند؛ د ازمايښت موده!

دادمحمد ناوک

د حکومت له خوا د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې او د طالبانو له لوري د اختر په دریو ورځو کې مؤقت اوربند، سره له دې چې د ټوپک د شپېلیو د سړېدو او د بمبار او چاودنو له کرېږو د غوږونو د ارامېدو فرصت دی، په خواله رسنیو کې د فعالانو د اخلاقو ازمايښت هم دی؛ ځينې د ورکړل شویو پروژو له مخې مجبور دي چې مخالفت وکړي که يې ونه کړي، روزې يې پرې کېږي، ځینې نور بیا دا د یوې دایمې سولې لپاره مقدماتي هڅه بولي او دوی له سولې ډارېږي، ځکه ګڼې ګټې يې له ګوتو وځي، ځکه يې مخالفت کوي، خو ځينې نور بیا د خپلو خارښتي خولو د کنټرول واک نه لري او په لوی لاس د دې عظیم نعمت کفران کوي.

د دې پر ځای چې دا اوربند یوې خواته په زور منسوب کړل شي، د اوربند اغېز په لوی لاس داسې ثابت شي چې ګواکې جګړه ټوله دا ایو اړخ کوي دا بل پرې تل د ګلونو وارونه کړي، زموږ اخلاقي ضعف ثابتوي، راځئ په دې څو ورځو کې مثبته ذهن سازي وکړو، که په اوربند کې باور موجود نه وي دواړه خواوې ځينو ضمانتونو ته اړ کړو، یا هم د همدې اوربند په موقع درېيمګړي خیرخواهان دا هڅې ګړندۍ کړي چې اوربند وغځول شي او د دایمي سولې لپاره د خبرو اترو لړۍ پیل شي.

د اوربند د کم ارزښت ښوودلو لپاره ښايي هڅې وشي، مثلاً نېکولسن ویلي چې په دې موقع کې به دوی د داعش پر ضد جګړه ګرمه کړي، یعنې دا اوربند مطلق د جګړې د بندېدو په مانا نه دی، اشغال چې دلته وي زموږ واک به تر سوال لاندې وي، دوی که چېرته ملکي وګړي بمبار کړل، یا يې هم د طالبانو پر لیکو بریدونه وکړل، د رسنیو زور له دوی سره دي، دستي يې توجیه کولی شي چې دلته د اوربند مقابل اړخ نه و، بلکې نور وسله وال و.

په ورته توګه د طالب پر جدیت د هغوی دښمن هم قانع دی او دا مني چې د طالبانو یو شفاهي امر له سره تر اخري طالبه جدي منل کېږي، لارویان يې اصلاً مخالفت نه کوي، خو د اوربند په موده کې یوه اندېښنه چې له مخربو کړیو سره ده داده، چې که په دې ورځو کې که طالب جګړه ونه کړي، نو غیر مستقیم به يې دښمن هم دا ومني چې طالب یو بشپړ خپلواک اړخ دی او دا خپلواکي دې مخربو کړیو ته د منلو نه ده، ځکه خو به دوی هڅه کوي چې د اوربند په موده کې هم چاودنې وکړي، نښتې وکړي او ګوته يې طالب اړخ ته ونیسي.

ځکه خو که طالب د اوربند ژمنه کړې باید ثابته يې کړي چې تر واک لاندې ساحو کې يې ان له نومه هم څوک غلطه استفاده نشي کولی، که حکومت د اوربند ژمنه کړې بایدثابته يې کړې چې ان نېکولسن به هم د بمبار په توکمه ګوته نه شي ښوودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د