په روژه کې د ښې روغتیا لرلو لپاره دغه لارښوونې عملي کړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): لکه څنګه چې د روژې په راتلو سره د خلکو د خوړو وختونه هم تغیر خوري، نو په دې سره د بدن روغتیايي سیستم تغیر خوري چې په کوچنۍ غلطۍ انسان د ناروغۍ ښکار کیږي.

ویل کیږي چې د خوړو وختونو بدلیدلو سره په میتابولزم کې تغیر راځي، چې له کبله یې اکثره صحتمند کسان ناروغه کیږي، او له روژې څخه معنوي او مادي خوند نه شي پورته کولای.

که غواړئ په روژه کې صحتمند اووسئ او روغتیا مو ښه وي، نو په لاندینیو لارښوونو عمل وکړئ چې هم به مو ورسره روغتیا ښه وي او هم به مو د بدن انرژي پوره وي.

  1. په روژه کې د تندې مخنیوي لپاره په پشلمي کې لومړی اوبه څښل ضرور دي، ددې سره په خوړو کې مستې ورزیاتې کړئ، او ددې برسېره د هیل یا لایچي دانې استعمال وکړئ، په دې سره هم د ورځې په اوږدو کې د تندې مخه نېولی شئ.
  2. روژه کې د ماسپښین نه وروسته لږه اندازه ارام وکړئ، ځکه چې د ماسپښین خوب له بدن نه ستړیا ختموي، همدا ډول کوښښ وکړئ چې زیات وخت ګرمئ ته تېر نه کړئ.
  3. که غواړئ روژه کې هم چست او چالاکه اووسئ، نو پروتین خوړو ته توجو ورکړئ، په پشلمي او روژه ماتي کې د پروتینو څخه ډک خوراک وکړئ او له غوړو خوراکونو ځان وژغورئ.
  4. روژه کې د ترخو خوراکونو څخه ځان وساتئ، ترخه خوراکونه معده کې تیزابیت او سوزش رامنځته کوي، د روژه ماتي پر وخت مو معده بلکل خالي وي او په تشه معده ترخه خواړه خوړل معده له منځه وړي، پکار ده چې د روژه ماتي پر وخت له ترخو خوړو څخه ډډه وکړئ.
  5. د خرما استعمال د پشلمي او روژه ماتي پر وخت ستاسې بدن ته پوره او سمدلاسه انرژي ورکوي.
  6. هیڅکله هم له پشلمي پرته د روژې نیولو کوښښ مه کوئ، په پشلمي نه کولو سره مو د بدن دفاعي سیستم کمزوری کیږي او د کوچنۍ ناروغۍ مخه هم نشي نیولای.
  7. د روژه ماتي پر وخت لږ خوراک وکړئ، روژه په خرما یا اوبو ماته کړئ، او نور خواړه له مونځ کولو وروسته وکړئ، ځکه چې ټوله ورځ له تشې معدې سمدلاسه وروسته ډېر خوراک کول هم د ناروغۍ لامل کیږي.
  8. که مو بوزه کې د ورزش کولو عادت وي، نو په روژه کې هم دغه عادت جاري ساتئ، که چیرې د ورزش وخت نه وي نو لس یا پنځلس دقیقې چټک قدم اخلئ.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د