غزل – خالق یار احمدزی

لکه ښکار چې په لینده کې شي رابند.
سوی زړه مې نن سینه کې شي رابند

نن مو کړی یو اوربند دی وه جانانه
راشه وخت که مو خواله کې شي رابند

زه به درشمه جانانه ستادیدن ته
که نظر مې ستا لیمه کې شي رابند

دغه خوب دې هر پردی اوبو ته وایی
چې افغان به یې پنجه کې شي رابند

چې آهونه د مظلوم افغان دې یو وړل
ژر به هره وسیله کې شې رابند

د داعش په نوم قصابه ښه یې واوره
نور به هره دسیسه کې شې رابند

طالب جانه اتلوال د دې ملت شوې
لکه ګل چې په شمله کې شي را بند

که دستورو ځلا بیا را غلله چم ته
څراغونه به په شپه کې شي را بند

خالق یاره په هرڅه کې جلا کیف دی
زمونږ ژوند په افسانه کې شي رابند

خالق یار احمدزی

څه هیلې ټوکیدلې امیدونه پیدا شوي
تر منځ د افغانانو باورونه پیدا شوي

غلیم ځکه ځوریږي چې افغان کړی اور بند دی
پر وچه شاړه ځمکه سره ګلونه پیدا شوي

کابله اوس پرې خوښ شه ستا بچي په یو ټغر شو
د مینې فضا جوړه ده ،سپین زړونه پیدا شوي

نن اوښکې د غم نه دي،له خوښیو نه ژړیږو
افق کې د ستاینې آذانونه پیدا شوي

راځئ لپې کړو غبرګې یوه دعا له هسکه غواړو
خپلواک افغانستان ته آرمانونه پیدا شوي

اشغال به بړستن ټوله کړي حشر کړی ملت دی
سپین غر او هندوکش کې پاڅونونه پیدا شوي

د سپین بیرغ څښتنه د زرغون بیرغ سالاره
اشغال ته متحد شئ، تورتمونه پیدا شوي

بیا لیکم خالقیاره د هیواد په ننګه توري
د امن په قلم کې غزلونه پیدا شوي

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د