لیکوال: عبدالمالک همت

طالبان دي هم سولي ته تمايل وښيي / عبدالمالک همت

څنګه چې امريکې او پلويانو يې سولي ته تمايل ښوولی دی، نو طالبان دي هم سولي ته تمايل وښيي

عبدالمالک همت

د کابل د ادارې او د طالبانو د لنډ مهالي اوربند تر اعلانولو وروسته سمدستي سپينې ماڼۍ د دغي ماڼۍ د يوې لوړپوړي چارواکي لیزا کورتس په خوله وويل چې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو اترو کې د ګډون لپاره تیار دي.

ډاکټر اشرف غني، د کابل د ادارې نورو ډېرو لوړپوړو چارواکو، ناټو او یو شمېر ګاونډیو هیوادونو او د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش هم د طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې له دې موقع په استفادې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پیل کړي. هغه پر دې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه په دې مهمه چاره کې د افغانستان د ولس او حکومت ملاتړ ته ژمن دي.

په خپله افغانانو په بېلا بېلو لارو(په ډول ډول ليکنو، خبرو اترو او بېلو بېلو تحرکاتو او احساساتو) د دواړو خواوو پردې خبره زښته زياته خوشالي څرګنده کړې ده او د دې اوربند د اوږدولو غوښتني يې کړي دي او هيله يې څرګنده کړې ده چې د سولي خبري دي پيل سي.

په ظاهره خو د سپیني ماڼۍ، ناټو، ملګرو ملتونو او اشرف غني له دغو څرګندونو څخه د طالبانو سره سولي کولو ته ميلان او هڅه ښکاري.

دا چې د دوی په زړونو کې څه دي نو اوس خدای په خبر دی، ځکه د زړونو مالک همدغه لوی څښتن سبحانه دی. که دوی کوم چل ولري کېدای سي د دوی سره د خبرو په بهير کې معلوم سي، هلته بيا هغه ساعت، هغه مصلحت اوس څه پر ويل تر وخت دمخه خبره ده.

اوس په دې صورتحال کې موږ ته قرآن کريم لارښوونه کوي چې موږ هم سولي ته تمايل وښيو او ور ودانګو.

قرآن کريم مسلمانانو ته امر کوي چي کله دښمن سولي ته ميلان وښيي د هغو غوښتنه ومني، که څه هم د جګړې د اور تر بلېدو وروسته وي. لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ﴾ [الأنفال:62،61].

ژباړه: او (اى نبي ! صلی الله عليه وسلم) که دوى (دښمنان) سولي (او د جګړې پرېښوولو، مسالمت او روغي جوړي) ته هڅه (ميلان) وښيي، نو ته هم دې سولي ته تمايل وښيه (او دا خبره يې ومنه. ځکه ستا خو جګړه غرض او موخه نه ده، بلکي په جګړه سره ستا موخه د دوى د خطر او تېري دفع ده او ته تر دوى د سولي ډېر پلوى يې، خو هله چي په دې مسئله کي مصلحت وي). او پر الله باندي توکل (اعتماد) وکړه (خپله چاره لوى څښتن ته وسپاره او د دوى له چل وله مه وېرېږه). يقين دى چي هغه (د دوى) هره خبره اوري او په هر څه (د هغو په نيتونو او هر ډول چلونويې) پوه دى. او که هغوى (هغه کسان چي ستا سره د سولي تړون لاسليکوي په سوله سره) ستا د تېر ايستلو نيت او اراده ولري ، نو ستا لپاره الله بسنه کوي (لوى څښتن به د دوى د مکر او غولوني په وړاندي ستا بسنه وکړي). الله هغه ذات دى چي په خپله مرسته او مومنانو (مهاجرو او انصارو) سره يې ستا ملاتړ وکړ.

ځينې وايي چې دغه آيت د توبې د سورې په آيت منسوخ سوی دی، خو دا خبره هيڅ اصل نه لري. په دې اړه د امام المفسرين محمد بن جرير أبو جعفر الطبري (په 310هـ کې وفات سوی) د تفسير دې کرښو ته پام وکړئ:

فأما ما قاله قتادة ومن قال مثل قوله، من أن هذه الآية منسوخة، فقولٌ لا دلالة عليه من كتاب ولا سنة ولا فطرة عقل.

وقد دللنا في غير موضع من كتابنا هذا وغيره على أن الناسخ لا يكون إلا ما نفى حكم المنسوخ من كل وجه. فأما ما كان بخلاف ذلك، فغير كائنٍ ناسخا.

وقول الله في براءة: (فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ) ، غير نافٍ حكمُه حكمَ قوله. (وإن جنحوا للسلم فاجنح لها) ، لأن قوله: (وإن جنحوا للسلم) ، إنما عني به بنو قريظة، وكانوا يهودًا أهلَ كتاب، وقد أذن الله جل ثناؤه للمؤمنين بصلح أهل الكتاب ومتاركتهم الحربَ على أخذ الجزية منهم.

وأما قوله: (فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ) فإنما عُني به مشركو العرب من عبدة الأوثان، الذين لا يجوز قبول الجزية منهم. فليس في إحدى الآيتين نفي حكم الأخرى، بل كل واحدة منهما محكمة فيما أنزلت فيه.

د دغو عبارتونو خلص ژباړه داده : څوک چې وايي دغه آيت منسوخ سوی دی، پر دې باندې له قرآن، سنتو او د عقل د فطرت کوم دليل نسته. او د توبې په سوره کې دغه آيت: (فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ) (مشرکين چي هر ځاى پيدا کړئ، ويې وژنئ ) د پورتني آيت حکم نه نفي کوي. بلکي دغه دواړه آيتونه محکم دي او يو لا هم نه دی منسوخ.

او دا هم يو منلی حقيقت دی او په دې اوس ټول پوهېږي چې د دې جګړې لوی او نه جبيره کېدونکې تاوانونه په نهايت کې زموږ ګران هيواد او افغانانو ته رسېږي. په دې جګړو کې امريکايان او غټان نه، بلکې زياتره عسکر او ملکي وکړي وژل کېږي.

نو اوسنيو احوالو ته په کتو زما هيله (چې د تقريباً ټولو افغانانو هيله ده) په ډېر درناوي له اوليای امور څخه داده چې په دې رامنځ ته سوي فرصت کې په ښه غور، مشوره او تدبير د الله په توکل د بل لوري د دغو تمايلونو په مقابل کې سولي ته تمايل وښيي. که د مذاکراتو په بهير کې جوته سوه چي مقابل لوری (امريکه او د کابل اداره) بل ناسم نیت لري او امريکا خپل پوځيان زموږ له هيواده نه په شاکوي، په هغه صورت کې به ټول خلک د دوی په شومو نيتونو پوه سي. پر مخونو به يې ور تو کړي او له طالبانو به دا تور ليري سي چې دوی سوله نه کوي.

والسلام.

avatar
6 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خواتی
میلمه
خواتی

درنو دوستانو! محترم لیکوال ښه ټکې ته ګوته نیولې ده اوهغه داچې دطالبانو مشرانوته ښايي چې دکومې اعلامیې په صادرولو سره څرګنده کړي چې دوی پدې شرط دکابل دبیواکه ادارې سره هم دسولې خبروته چمتودي چې امریکایان اودهغه ناټویي متحدین دخپلولښکرودوتلومهالویش اعلان کړي.پدې صورت کې دحکومت اودامریکایانو نیت معلومیږي چې په رښتیا سره دوی سوله غواړي که نه ؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب ! ستاسی ټولی لیکنی د کاڼی کرښی دی ستاینه او مننه یی کوم. مګر په دی لیکنه کی ستاسی د لیکنی دعنوان سره چه طالبان هم باید د سولی د پاره تمایل وښیوی لږ څه ملاحظات لرم خواتی صاحب هم ورته لږ څه اشاره کړی هغه ملاحظات دادی : طالبانو له لمړی ورځ د سولی د تمایل همدا وړاندیز په کراتو کراتو کړی او کوی وایی چه مونږ د هغه چا سره د سولی مذاکراتو ته اماده ګی لرو چه زمونږ سره د جنګ مخالف اړخ تشکیلوی د جنګ دستور او قومانده یی په واک او لاس کی… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه

محترم همت صاحب د اشغال خاتمه په خپله سوله ده دغه د ټول افغان ولس شریکه عوښتنه ده باید په هر قیمت ومنل شی که د چا ډالری معاش پکی سر خوری یا مقام چوکی یی له لاسه اووزی. د سولی په نوم سر ټیټول یا بل نوی جنګ ته داخلیدل به نوره مساله هم پیچلی کړی او بیا به یی د حل لاره ورکه شی. زما د خبرو خلاصه تر ټولو باید اولیت د اشغال خاتمی ته وکړل شی ځکه د ټولو مصیبتونو، ظلمونو او د افغان ولس وژنی بنیاد همدی اشغال ایښی دی. له اشغال وړاندی همدا ځمکه… نور لوستل »

ابودجانه افغان
میلمه

د سولی خبری باید داسی وشی چی تر ټولو اول د اشغالګرو وتلو مهالویش تضمین سره جوړ او معلوم شی. لدی علاوه د سولی په نوم د وخت ضایع کول او د افغان ولس د وژنی څحه بل کوم مقصد نلری.

عبدالمالک همت
میلمه

ګران ورور ابودجانه صاحب ! ما په خپله ليکنه کې د دښمن د دې وروستيو څرګندونو له مخې سولې ته د هغو د تمايل په اړه د قرآن کريم د انفال د سورې د ۶۱ او ۶۲ آيتونو د څرګندي لارښووني په رڼا کې څرګندونې کړې دي. ماد خپلې ليکنې په پای کې داسې ليکلي دي:(نو اوسنيو احوالو ته په کتو زما هيله (چې د تقريباً ټولو افغانانو هيله ده) په ډېر درناوي له اوليای امور څخه داده چې په دې رامنځ ته سوي فرصت کې په ښه غور، مشوره او تدبير د الله په توکل د بل لوري د… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

محترم مولوی صاحب همت سلامونه او نیکی هیلی.لیکنه مو ډیره ښکلی،او نظر مو ډیر معقول دی،دا چه ته په داخل د افغانستان کی استوګنه لری د ټولو حالاتو معلومات درته کیږی.او د حالاتو په کتلو سره باید کړه وړه وشی،کوم کسان چه منفی او بی ځایه تبصری او تنقیدونه کوی هغوی ټول په غرب کی (شیطان په زړه کی)اوسیږی،اوپه جاری جنګ کی خپلی ګټی لری،او دوی په غرب کی هیڅ کوم مشکل نه لری.او افغانان چه په دا سره اور کی سوازی دا دوی نه وینی،زما په فکر هغه څوک چه (تاسو)په داخل د افغانستان کی اوسیږی مسولیت لری چه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه

محترم ورور ځدران صاحب ! سلامونو ته دي وعليکم السلام وايم او د دې او هغي دنيا د سرلوړۍ دعا درته کوم . رښتيا هم ځمکه هغه سوځي چې اور پر بلېږي. موږ به تر وسه وسه کوښښ کوو چې الله خوښ او د الله مخلوق له دې کړاوونو په خير او عافيت خلاص سي. که د دې هيواد اصلي وارثين او د دې ځپلو ځيځېرلو خلکو غمخور مشران تفاهم ته سره ورسېږي او د خلکو د اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړي ان شاء الله هم به زموږ خارجي دښمنان له ګران هيواده په ماته کډه وکړي او هم… نور لوستل »

اجمل پښتین
میلمه
اجمل پښتین

ډېره مننه ، طالبانو خو د ادی عملا سولي ته امادګي ښودلي چې په اختر کې یې په ډېرو سیمو کې بندیان خوشي کړي دي ، خو د دوه سري ادارې له لوري که په رښتیا هم دوی خپلواک وي باید تر ټولو لمړی بندیان خوشي کړی شي ، د بندیانو خوشي کیدل له دواړو طرفونو څخه به داڅرګنده کړي چې دواړه سولي ته ريښتیني ژمن دي