غزل ـــ اختر سوله او جانان‎

ابراهیم صیاد

خدای دې اوږده کړي دا د امن سې روزه جانانه
جګړې نیولې ده یو درې ورځې رژه جانانه

لکه د سولې نوم خوږه یې سړی څه ووایي
په اننګو کې به دې څومره وي مزه جانانه

لکه بسمل غوندې ملا یمه تحفه څه کوم
یوه مچو دې که بیا راکړه شکرانه جانانه

په دې اختر کې به څوک نه وایي چې تا شو صوفي
ګرځه کابل کې او بریتونه تاووه جانانه

دغه مزې به مو وطن کې بیا په هر اختر وي
که د اشغال مو په اوږو کړه جنازه جانانه

ستا په لاسو کې به وي تور او سره زرغون رنګونه
زما په لاسو کې به وي سپینه کلیمه جانانه

بیا به صیاد په غزلونو کې ښکلاوې ستایي
بیا به یې نه وي په غزل کې هدیره جانانه

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د