د حکومت مشران؛ د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر له لوري تر توافق وروسته

اجراييه رييس: ولسمشر د اوبو او انرژۍ وزير له دندې نه شي ګوښه کولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله د ولسمشر اشرف غني هغه فرمان رد کړی، چې له مخې يې د ‏اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړی دی.‏

له علي احمد عثماني سره د ولسمشر غني اړيکې له تېرې اوږدې مودې راهيسې خړې پړې وې او تېره ورځ يې د يوه فرمان له مخې نوموړی له دندې ‏ګوښه کړی او د هغه مرستيال انجينر محمد ګل خلمي يې د دغه وزارت نوماند او چارسمبالی ټاکلی دی.‏

د ولسمشر له لوري د ښاغلي عثماني د ګوښه کولو لامل «د اوبو مديريت او بندونو په جوړولو کې پڅوالی» بلل شوی دی.‏

د اجراييه رياست له رسنيز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو او انرژۍ وزير دې خپلې دندې ته دوام ورکړي او په دې اړه به وروستۍ ‏پرېکړه هغه مهال وشي، چې ولسمشر د چين له سفره راوګرځي.‏

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو او انرژۍ وزير بايد «د اوبو د ښه مديري او لاسته راوړنو» له امله بايد خپلې دندې ته دوام ورکړي او په دې اړه بايد ‏د ملي يووالي حکومت د هوکړې له مخې پرېکړه وشي.‏

د ګډ حکومت په هوکړه‌ليک کې راغلي، چې ولسمشر او اجراييه رييس د وزيرانو په ګډون د لوړپوړو چارواکو په ګومارلو او ګوښه کولو کې يو شان ونډه ‏لري، خو ولسمشر د اساسي قانون د ورکړل شوي واک له مخې ډېری وخت ګومارنې او د چارواکو ګوښه کول خپل صلاحيت بولي.‏

د ولسمشر غني او د اوبو او انرژۍ د وزير علي احمدي عثماني ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا خبر هغه مهال رسنيو ته راووت، چې په هرات کې د ټاپي ‏پروژې د کار پرانستې پر مهال ولسمشر ښاغلی عثماني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې له ګډونه منعه کړی و او تېره اونۍ يې په بلخ کې د ولسمشر ‏له لوري د برېښنا د سب سټيشن پرانيست غونډه کې هم ښاغلی عثماني له ګډونه منعه شوی و.‏

د عثماني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي و، چې نوموړی د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د چارواکو له لوري بلخ ته له سفره راګرځول شوی ‏و.‏

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

د رولا میړه ته: سره کش کی وطنوالو. ته د یوه بیکیفایته وزیر، والی, قومندان او داسی نور مامورین چه قانونی ستا مادونان یا ستا تر لاس لاندی کسان دی، د منفکیدو صلاحت او توان نه لری او ستا اوآمیر په زباله دانی کی آرشیف کیږی نو د طالبانو سره د مذاکراتو صلاحت بیا تا د کمه خایه کی. دا به د ګل ببو ډرنامه دوهمه برخه وی. داغیرقانونی اجرایه ریس به یی نه منی. مه په ځان ملنډی وهی مه په خوار ملت.ولاړ سی لمړی د بادار په سفارت کی یوی فیصلی ته ورسیږی او بیا خبر خپور کی… نور لوستل »