نظــر

د سولې او اوربند په خوږو خبرو کې د سالم بحثونو اړتیا

جلال امرخېل

د سولې او اوربند خبرې خوږې دي، خو اوږدې هم دي، په دې خوږو لحظو کې د سولې او اوربند د دوام لپاره سالم بحثونه ګټور دي، له دوستانو هیله ده چې د اوربند له خوندورې فضا په استفادې د اوربند او سولې د پایدارۍ لپاره ګټور بحثونه رامنځ ته کړي.

د 2016 کال د مارچ د میاشتې په 22 نیټه د بلجیم پلازمینه بروسلز ښار د ترهګریزو بریدونو شاهده وه، په دې بریدونو کې 35 تنه مړه او 370 زخمیان شول، له دې پیښې پس تر یو څو ورځو په ټوله کې له مهاجرینو او په ځانګړې توګه له مسلمانانو سره یو ډول بدل چلند شروع شو، خو د بلجیم هیواد تهینک ټینکرانو یا فکر خورونکو سرچینو ډیر ژر دا حالت درک کړ او په مقابل کې یې د اقداماتو لپاره په لارو چارو غور پیل کړ.

ما چې همدغه مهال د سنت نیکلاس د ښاروالۍ په انګړ کې تازه تازه دنده پیل کړې وه، له نږدې د ځینو بحثونو او مطالعاتو شاهد وم، ما په انفرادي توګه د دوی د فکر خورونکو سرچینو او د ټولنې د بدلیدونکي ذهنیت څارنه کوله، زما په شمول ډیر بلجیم میشتي دوستان چې د دندو په جریان کې یا په یو او بل شکل له دولتي ادارو سره په اړیکو کې دي د دې شاهدان دي، چې د مهاجرینو په اړه د ټولنې او دولتي ادارو دې بدل چلند ډیر دوام و نه موند او په ډیر لږ وخت کې دا رویه له پیښې د تیر وخت په پرتله هم بهتره شوه.

د دوی د ځینو متفکرینو تاکید په دې و، چې د مهاجرینو ایزولیشن نه دی په کار، که چیرې په ټولنه او دولتي ادارو کې له مهاجرینو سره دا اوسنی حالت دوام ومومي، موږ به په ډیر لږ وخت کې په غیر مستقیمه توګه په هر کور کې یو – یو صلاح عبدالسلام روزلی وي، چې ټولنیز امنیت ته به لوی سرخوږی وي، همدا وه چې په بدیلو لارو یې کار وکړ، د مهاجرینو د ادغام په پروسه یې پانګونه زیاته کړه، مهاجرینو ته په ټولنه کې د نسبي رشد او لارموندنې په برخه کې یې ورکشاپونه او کورسونه زیات کړل، د مدغم کیدو په تکل یې ډول ډول ټولنیز فعالیتونه پر لاره واچول، تقریبا په ټولو مهاجر کمپونو کې یې له روحي ستونزو سره د مقابلې او مبارزې د لارو چارو د موندلو ګټور کورسونه دایر کړل، د نشه يي توکیو له استعماله د خلاصون کورسونه دایر شول، له ګڼو مسجدونو، فرهنګي او کلتوري ټولنو سره اړیکې د تیر په پرتله فعالې شوې، د مسجدونو له امامانو سره خبرې اترې پیل شوې، آن دوی ته روزنیز ورکشاپونه ورکړل شو چې خپلو مقتدیانو ته باید څه ووايي څه و نه وايي. بلاخره په دې ډول د دواړو طرفونو ترمنځ د نفرتونو د لا خوریدو مخنیوی وشو.

دا مشاهده مې په دې خاطر ولیکله چې واضحه کړم، سوله کوم د هما مارغه نه دی بلکې سوله زموږ پر ذهنونو، فکرونو او روح و روان کې له پیښو سره د برخورد او سلوک د لارو چارو دویم نوم دی، په تیره د جګړې په روانو حالاتو د اهل نظر او او اهل فکر وګړو د اخلاقو او چلند عکس دی. چې بدبختانه په تیرو اولسو کلونو کې زموږ ډیرو دوستانو په دې برخه کې نه یوازې دا، چې دا رسالت او مسولیت یې نه دی ادا کړی بلکې لا یې په نفرتونو خورولو کې ونډه اخستې.

زموږ نابغه قلموالو په خپلو لیکنو او تبلیغاتو کې د ړوند ملا عمر، ټالب، د هیرا منډيي پاتې شوني، پنجابسپي، د بې نظیرې زامن او دې ته ورته په زرګونو نور تحقیرامیزه الفاظ تخلیق کړل، چې د سولې پر لور یې مزل یو څو ګامه نور هم اوږدوه، که چیرته په غزني کې له کومې میرمنې په کورنیو شخړو کې پوزه پرې شوې وه په غربي رسنیو کې مو ښه په درځ تبلیغ کړه چې طالبانو له یوې ښځې پوزه پرې کړې ده، که چیرته په کویټه کې له یوه هلکه یې پلار او ورونو د خپلې خوښې د واده غوښتلو په جرم سترګې ویستې وې په امریکا غږ کې مو راپورونه ورکړل چې د یو هلک طالبانو ورونو او طالب پلار ورنه سترګې وویستې، دا خو یې په خپل ځای پریږده چې له هر علته یورپ او نورو لویدیځو هیوادونو ته د ژوند په موخه راغلو او دلته مو د ملا محمد عمر په نوم ځانونو ته په خپله د مرګ ګواښونه ولیکل، د ملا عمر امضا او ټاپه مو هم خپله ورباندې ولګوله، که په علي وزیر په وزیریستان کې د امن کمیټې په نوم پاکستاني طالبانو برید وکړ چې د پاکستان حکومت یې په ګوډ طالبان پیژني، دلته مو د منظور پشتین ” د زمانې د حسین ” لارویانو او مینه والو ته تبلیغ کړه چې هلته ګوډ طالبان افغان طالبانو ته ویل کیږي او ګویا افغان طالبانو په علي وزیر برید کړی دی، بې له دې چې دا حقیقت په پام کې ونیسو، چې د افغانستان د طالبانو هیڅ کوم رسمي ارګان له پیله تر ننه د پاکستاني طالبانو ګروپونه خپلې ډلې نه دي بللي، که څه هم هغوی ډیر وخت ځانونه له دوی سره یو بللي دي.

زما موخه اوس هم د ملامت او سلامت په ګوته کول نه دي، نه هم دومره سپین سترګی یم چې د طالبانو په لیکو کې د ځینو وحشي پیښو له منلو انکار وکړم، دا هم وینم چې طالبانو هم د افغان دولت د کارګرو اړوند له ورته تبلیغاتو خپرولو هیڅکله دریغ نه دی کړی، خو موخه مې دا ده چې د ولس له منځه سولې ته تږي او هیله من وګړي په تیره اهل نظر، اهل فکر او اهل قلم دوستان دې دا درک کړي چې په یو چا د یو جرم لپاره سل نور جرمونه تاوانول او تپل د سلو نورو جرمونو د رامنځته کیدو سبب ګرځي، چې ناست د سولې په شوری کې یوو، دنده او مسولیت مو د سولې راوستل وي خو له سهاره تر بیګا طالب ته د هیرامنډيي د حرموني او په سلو، زرو نورو تحقیرونکو الفاظو مخاطب کیږو ، دا د سولې مزلونه اوږدولی شي، لنډولی یې نه شي.

ما تیره ورځ هم یوه خبره لیکلې وه، کله چې د حامد کرزي د پاچاهۍ په وخت کې د پخواني پاچا سردار محمد داوود خان د جسد له موندلو پس د کرزي حکومت د مرحوم شهید داود خان د تدفین مراسم ونیول، طالبانو د یوې ورځې لپاره د هماغه سړي د تدفین د مراسمو په احترام اوربند اعلان کړ چې په هیواد کې د پنجاب ضد فکر بنسټګر دی، ما هماغه وخت هم داسې وانګیرله چې دلته لا هم ځینې مشترکات شته چې دا دواړه قطبونه ( افغان دولت او طالبان ) ورباندې یوه خوله کیدی شي، کله مې چې تیره ورځ له یوه دوسته واوریدل، ذبیح الله مجاهد عمر خطاب ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: د منظور پشتین په نوم د پښتون ژغورنې د غورځنګ غوښتنې انساني او صحیح دي، باید ومنل شي، لا مې یقین شو چې دلته اوس هم ځینې مشترکات وجود لري چې بحث ورباندې کیدی شي، دا مشترکات شاید لا نور ډیر او هیښوونکي وي خو پلټل او رابرسیره کول یې په کار دي.

سوله یو د بل په ایزولیټ کولو یا نظر انداز کولو نه راځي، مخکې مې وویل سوله په اصل کې د پيښو په مقابل کې او د جګړې په روانو حالاتو کې زموږ د چلندونو او کړو وړو عکس دی، د متفاوتو نظرونو دفع کول، ترورول او تورنول یې معقوله لاره نه ده، دا مناسبه نه ګڼم چې په هیواد کې د باندنیو ځواکونو د حضور غیر وسله وال مخالفین هم د اروپايي، کابلي او امریکايي طالب په نوم ورټل شي، حتا پیغورونه ورکړل شي، چې د دې مخالفت لپاره ولې د جګړو لیکو ته نه ځي؟ دا خو په ښکاره جاره د جګړې د دوام غوښتل دي، په لوی لاس وګړي عقدو ته پارول دي.

د سولې لپاره تر ټولو مهم د سولې ډیالوګ دی او تر دې مهمه هم د سولې د ډیالوګ اخلاقیات دي، موږ ته د خپل هیواد د نیمې پیړۍ المیه راترغاړې ده، له دې المیې سره سرسري چلند نه دی په کار، نه هم د بازار په چغو کې ورکیدل په کار دي، که د ځینو دوستانو د فیسبوکونو پوسټونو ته سرونه ورښکاره کړو او هلته یو او بل طرف ته د زرګونو ناموسي ښکنځلو ریکارډ وګورو، دا مزل ډیر لرې او اوږد بریښي، بلکې په لوی لاس مو اوږد کړی دی، خو اوس هم سر وخت دی، موږ اوس هم کولی شوو چې له همدې مرګونو، قربانیو او در په دریو سره سره له پوره زغمه کار واخلو او د سولې د سپیڅلې نوم لپاره، له نفرت زیاتوونکو نظریاتو، تحقیر امیزه الفاظو او د جنګ د هغو ښکیلو غاړو چې اخر او اول به مو ورسره ژوند وي، له رټلو او سپکولو صرف نظر وکړو، د نفرتونو د خورولو پرځای په مشترکاتو پسې وګرځو او د سولې لپاره د یو سالم ډیالوګ په رامنځته کولو ابتدايي قدمونه واخلو.
د ادغام په پروسه کې د متفاوتو نظرونو اوریدل تر ټولو مهم شرط دی، منل او نه منل یې بیا وروستۍ خبره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

امرخېل صاحب

تاسو ډېرې مهمې موضوع ته اشاره کړې، د منازعې یا کانفلیکټ د حل په پروسه کې ستاسو یاد کړل شوې موضوع ته سولییز ژورنالیزم وایي، په دې مانا چې د جګړې اطراف به یو بل په رټونکو القابو سره نه یادوي، بلکه پر ځای به یې د درنښت او نرمۍ نه ډک مصطلحات کاروي.

کاش په دې برخه کې د کابل حکومت کوټلي ګامونه واخلي او د تاندوالو او سرخطیانو په ګډون خپل ټول ښکاره او پټ مامورین تنبیه او د لوړو اخلاقو زده کړې او کارولو ته وهڅوي.

انجینر ظفرخان

جناب امر خیل صاحب!رښتیا هم په داسی حساسو شیبو کی چی طرفینو په لنډ مهالی اوربند موافقه کړی سالم بحثونه کولی شی دښه تفاهم او اعتماد سازۍ لپاره زمینه برابره کړی او د مغرضو کړیو مخه ونیسی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x