د ریښتنې سولې تږې!!‎

شعر: منیب احساس

وګورئ خوښې لمانځې هر ځوان ډک له ښکلاده
اولـس مو د ریښتنې سولې تګۍ په ریښتیـا ده

خدایـه پسې اوګـد کړې اوربند له دریو ورځو
چې تنده یې شې مـاته د ملت ارمـان همدا ده

دردمن زړونه انتظار مو د دې ورځې په راتلو وو
اوس نو ګورئ دوطن نښتر چینار مو په نڅا ده

شنـو سترګـو راپیـرزو پر مونـږه نه ده سوکـالې
دا مو ورښکاره کړه چې اولس ستا نه ده زما ده

نور پوهـه هیوادوال دې نه غولیږې ستـا پر مکر
کا وکړې ډیر چلونه خو شکست په برخه ستا ده

یو هدف ته راسیدلی درته وایمه منیب احساس
ځـان باسې بهـانې ګورې کـا خدای کول رسوا ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د