اصغر ستانکزی: پر هند لوبډله مو سترګې سرې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي د هندي سپورتي رسنۍ «Cricinfo» سره په مرکه کې د هند لوبډلې ته په خبرداري ویلي چې دوی پوره چمتو والي سره راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو دوه کلونو کې يې ښه لوبه ترسره کړې، او کوښښ یې دا وي چې د افغانستان د بریا لپاره لوبه ترسره کړي نه د ځان لپاره، هغه وویل: «مونږ د افغانستان لپاره بریا ترلاسه کول غواړو، تاسې ګورئ چې توپوهونکي او توپ اچونکي لوبې ته ښه چمتو دي».

اصغر ستانکزی چې له ډېرې مودې راهیسې یې په توپوهنه کې کوم ځانګړی رول نه دی لوبولای، پخپل ځان اعتماد لري او وایي چې د هند پر وړاندې به ښه توپوهنه ترسره کړي.

د ملي لوبډلې مشر پر لوبغاړو او په ځانګړي ډول په سوکه توپ اچونکو هم اعتماد لري، او وایي چې د هند پر وړاندې د ټیسټ لوبې لپاره یې ښه چمتو والی نیولی او حوصلې يې لوړې دي.

نوموړی وایي چې «زما په نظر مونږ له هند لوبډلې څخه غوره سوکه توپ اچونکي لرو، ټوله نړۍ پوهیږي مونږ د راشد خان، مجیب الرحمن، محمد نبي او ظاهر خان په څیر تکړه توپ اچونکي لرو».

دا مهال د هند ملي لوبډله د ټيسټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی مقام لري، او د افغانستان پر وړاندې یې هم تکړه لوبډله اعلان کړې، د اومیش یادو، اشانت شرما او محمد شامي په څیر تکړه چټک توپ اچونکي او په سوکه توپ اچونکو کې د ټیسټ نړیوالې درجه بندۍ څلورم او پنځم نمبر مقام لرونکي  رویندرا جدیجا او روي چندرن اشوین شامل دي.

له بل اړخه راشد خان د شل اوریزو او یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې لومړی او دویم مقام لري خو نوموړی په څلور ورځنۍ لوبو کې که څه هم کمې سیالۍ ترسره کړي خو ښه ثابت شوی دی.

اصغر ستانکزی په داسې حال کې دا خبرې کوي چې څو ورځې وړاندې يې د بنګلدیش لوبډلې ته په شل اوریزو سیالیو کې په درې صفر ماتې ورکړه، خو خپله نوموړي په دغو سیالیو کې یوازې ۵۶ منډې جوړې کړې.

همدا ډول د ملي لوبډلې مشر روزونکي، محمد نبي او محمد شهزاد هم د افغانستان سوکه توپ اچونکي په ځانګړي ډول راشد خان وستایه چې د هند لوبډلې لپاره به یې لوبول ستونزمن وي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ملي لوبډله به د هند ملي لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ د هند په بنګلور ښار چیناسوامي لوبغالي کې د روانې جون میاشتې په څوارلسمه نېټه پېل کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د