د طالبانو اوربند او څو خبرې

میوند سادات

دډيرې خوښۍ ځای دی چې طالبانو او مخالفې ټلوالې یې داوربند اعلان وکړ، په څلویښت کلن جنګ کې دا لومړی ځل دی چې په ګران هیواد کې سرتاسري ډزبندي اعلانیږي. الله تعالی دي زموږ له هیواده د یرغل ،جګړې، فساد او ټولو ناخوالو ویړ ټغر ټول کړي.امین

دطالبانو او حکومت په اوربند کې ډير توپیر شته، دبېلګې په توګه دطالبانو داوربند ډيره لویه ځانګړتیا داده چې دجګړې ابتکار له طالبانو سره دی، یعني که طالبان وغواړي دحکومت ترواک لاندي سیمو آن کابل کې هم په دیرو حساسو ځایونو کې دقیق بریدونه کولای شي. نو په دومره قوي موقف کې د ډز بندۍ اعلان سولې ته دطالبانو ژمنتیا په اثبات رسوي. برعکس دطالبانو د مخالفې ټلوالې اوربند سولې ته ژمنتیا نه په ګوته کوي،ځکه ورځ تربلې یې دواک ساحه محدودیږي. په پوځي او رواني لحاظ دتهاجمي عملیاتو توان نه لري، په دفاعي حالت کې راګیر دي، نو اور بندیې چندان اغیز او اهمیت نشي درلودلای . لکه څنګه چې د جګړې نوښت له طالبانو سره دی، داوربند ابتکار هم دطالبانو په برخه شو.

یرغلګرو او دکابل حکومت دخپلو ناکامیو، ظلم، هراړخیز فساد او خالص جګړییز سیاست دپټولو په موخه له بیلابیلو لارو، دسیسو او دوکو څخه کار اخیستی او لا هم پر همدې سیاست ټینګار کوي. دوی ریښتنې سوله نه غواړي، د سولې له نامه څخه دځان په درنه او دطالب په سپکه ابزاري استفاده کوي. دغني داوربند اعلان د سولې لپاره نه ، بلکي دطالبانو پر ضد دمنفي ذهنیت د رامنځته کولو په موخه یو تکتیک دی،خو دطالبانو مدبر او پر ولس مین مشرتابه دډز بندۍ په اعلان سره یو داچې سولې ته وفاداري په ډاګه کړه او بله داچې دمخالف اړخ له لوري دخلګو دتېر ایستلو دسیسه یې شنډه کړه.

طالبانو دحکومت برعکس دډز بندۍ له اعلان سره دا هم ویلي چې:

د یرغلګرو پر ضد به جهادي ګوزارونه روان ساتي.

هغه جنګي اسیران به چې بیا ددوی پر ضد وسله نه پورته کوي خوشي کوي.

جنایې او جنګي بندیانو ته به سهولتونه برابروي.

خپلو جنګیالیو ته یې سپارښتنه کړې چې دولسي مرګ ژوبلي دمخنیوي په خاطر له ولسي تجمعاتو څخه داحتمالي بمبار له امله لیري واوسي.

اوداچې دحکومت غیر مسلح کسان کولای شي دطالبانو دواک سیمو ته سفر وکړي.

له حکومت څخه دخلګو هیلې:

د یرغلګرو او حکومت په زندانونو کې زیاتره بندیان ولسي وګړي دي، دوی یوازي په دې تور چې طالبانو ته یې ډوډۍ ورکړې او یاله طالبانو سره د خپلوۍ اړیکي لري، نیول شوي او په کلونو کلونو بې محاکمې دتورو تمبو شاته ساتل شوي دي.همدا کسان ژر ترژره باید خوشي شي چې دخپلو بچیانو او والدینو سره داختر خوښۍ ولمانځي.

طالبان چې کوم بندیان خوشي کوي هغوی دحکومت عسکر وو، نو حکومت هم باید دولسي زندانیانو دخوشي کولو سر بیره هغه بندیان هم زاد کړي چې واقعا طالبان دي او طالبانو په لیکو کې جنګیدلي دي. په دې سره به طالبانو اعتماد نور هم زیات شي.

لکه څنګه چې طالبان اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو ته ژمن دي، رښتنې سوله او دمظلوم ولس سوکالي یې لوی ارمان دی.حکومت هم باید سولې ته ژمنتیا ثابته کړي، د سولې څخه ابزاري استفاده ونه کړي، رښتنې سولې ته ژمن شي،په عمل کې داسي ګامونه واخلي چې سولې ته رسیدل پرې ممکن وي. درښتنې سولې ارمان مو هله پوره کیدای شي چې هیواد کې مو پردۍ لښکرې نه وي، مځکه او فضاء مو په خپل اختیار کې وي.

که اشرف غني رښتیا سولې ته لیوال وي، نو باید تر هرڅه وړاندي دیرغلګرو سره امنیتي تړون لغوه کړي او اشغالګرو ته ووایې چې زموږ له پاکې خاورې ووځئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د