سکاټلېنډ انګلستان ته په ماتې ورکولو پاکستان ته د خطر زنګ وواهه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د سکاټلېنډ کرېکټ لوبډلې په یو ورځنۍ سیالۍ کې تکړه لوبډلې انګلستان ته د شپږو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه سکاټلېنډ لوبډلې وکړه چې په ۵۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو په حیرانونکي ډول ۳۷۱ منډې جوړې کړې او مقابل لورې ته یې ستر هدف وټاکه.
په ځواب کې انګلستان لوبډلې هم ښه پېل وکړ خو وروسته سکاټلېنډ لوبډلې ښه توپ اچونه وکړه او په پای کې یې ټول لوبغاړي په ۳۶۵ منډو جوړولو وسوځېدل.
سکاټلېنډ لوبډلې چې تر اوسه یې د کرېکټ نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب هم نه دی ترلاسه کړی، پاکستان لوبډلې ته د خطر زنګ وواهه.
که څه هم پاکستان اوسمهال په لوبډله کې غوره توپ اچونکي لري خو د انګلستان د غوره توپ اچونکو په شتون دوی ته ستر هدف ټاکل پاکستاني لوبغاړي له ډار سره مخ کړل.
پاکستان لوبډله د سکاټلېنډ پر وړاندې دوه شل اوریزې سیالۍ لري چې د روانې جون ماشتې په ۱۲مه او ۱۳مه نېټه ترسره کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د