د شوال شپږ روژې

محمد نذیر (ذبیح)

پداسې حال کې چې په دنیا کې ډېر خلک داسې دي چې رمضان او روژه نه پېژنې او ډېر داسې خلک دي چې پېژني یې خو په اهمیت یې نه پوهیږې ، او ډېر خلک داسې دي چې رمضان او روژه پېژني په فرضیت یې هم خبر دي او له فضیلت یې هم خبر دي خو روژه پکې نه نیسي نو د الله (جل جلاله) لک لک شکر چې مونږ ته یې هدایت کړی دی او د رمضان د مبارکې ، فرضي روژې د نیولو توفیق یې راپه برخه کړو الله تعالی د د ټولو مسلمانانو عبادتونه قبول کړي .

د رمضان د فرضي روژې نه وروسته د شوال (وړوکی اختر) په میاشت کې شپږ نورې روژې نیول سنت دي ، غوره عبادت دی او د ټول عمر د روژې ثواب لري حضرت ابو ايوب انصاري رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل :

(ترجمه یې ده) چا چې د رمضان روژه ونيوله او بيا يې شپږ ورځې نورې د شوال ورپسې کړې دا داسې ده لکه ده چې ټول عمر روژه نيولې وي . صحیح مسلم

په يو بل حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې وضاحت کوي چې په شوال کې دا شپږ روژې د ټول عمر د روژو سره ولې برابرې دي فرمايي :

(ترجمه) الله (جل جلاله) يوه نيکي په لس چنده قبلوي (په لس چنده ثواب يې ورکوي) نو يوه مياشت لس مياشتې شوې (يعني الله جل جلاله د دریو ورځو روژې ثواب د یوې میاشتې د روژې په اندازه ورکوي) نو چې ورپسې شپږ ورځې نورې هم ونيول شي نو دا دولس مياشتې شوې (او ١٢ مياشتې پوره کال وي) . سنن ابن ماجه

نو معنی دا چې ټول کال یې روژه ونیوله داسې چې کوم بختور هر کال تر وړوکي اختر وروسته په ټوله میاشت کې شپږ ورځې روژه ونیسي نو داسې شي لکه ټول عمر یې چې روژه نیولې وي .

فایدې:

لوی عالم امام ابن رجب رحمه الله ددې شپږو روژو فایدې داسې را ټولې کړي دي :

(۱) دا شپږ روژې نیول د ټول عمر د روژې برابر ثواب لري (حدیث یې پورته تېر شو) .

(۲) د شوال شپږ روژې داسې دي لکه د فرض مانخه نه وروسته سنت نو که په تېر فرضي عبادت کې څه کمی راغلی وي وروستنی سنت عبادت یې پوره کوي .

(۳) چاته چې الله جل جلاله د شوال د شپږو روژو د نیولو توفیق ورکړي ددې یوه نښه ده چې د رمضان روژې یې قبولې شوې دي ځکه چې د کوم بنده نېک عمل قبول شي الله جل جلاله ورته د بل عبادت توفیق ورکوي .

(۴) هغه کسان چې د رمضان روژه په سمه توګه ونیسي الله جل جلاله ورته د ا ختر په ورځ بښنه کوي او د اختر په ورځ د ټولو عبادتونو ثوابونه ورکوي نو د اختر نه وروسته بیا ددې شپږو روژو نیول د بښنې او ثوابونو د لویو نعمتونو شکر دی .

مسئلې :

١. کله چې ا خترتېر شي چې څه مشکل نه وي نو دا روژې زر ورپسې نيول مستحب دي ځکه الله جل جلاله فرمايي چې د نيکي په کار کې جلدي کوئ الله جل جلاله فرمايي :

ترجمه : او په چټکۍ سره لاړ شى (لوري د) مغفرت ته له رب ستاسې نه او جنت ته چې د هغې فراخوالى لکه د اسمانونو او زمکې دومره دى تيار کړل شوى دى د متقيانو لپاره . سورة آل عمران

٢. د روژې نيوونکي خوښه ده که يې په يو ځاى نيسي او که د شوال په مياشت کې يې بيلې بيلې پوره کوي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم صرف ويلي دي چې چا د رمضان روژې ونيولې او بيا يې د شوال په مياشت کې هم شپږ روژې ورپسې ونيولې نو دا د اسې ده لکه د ټول عمر روژه او رسول الله صلی الله علیه وسلم دا نه دي ويلي چې دا روژې بايد سره بيلې بيلې وي او که په يو ځاى وي .

٣. هغه څوک چې په يو کال کې دا روژې ونيسي په هغه باندې لازمه نه ده چې بايد په بل کال کې يې هم ونيسي لکن مستحب ده چې هر کال یې ونیسي .

٤. که چا پدې شپږو روژو کې يو څو ونيولې او نورې يې بيا نشواى نيولى نو څه زور ورباندې نشته ا و نه ورباندې څه ګناه شته چې ده شپږ روژې ولې پوره نه کړي !

لکن د ټول عمر د روژې ثواب په هغه صورت کې دی چې انسان شپږ روژې پوره کړي .

البته چې په کومه ورځ کې په روژه کې شروع وشي او بیا یې خوښه شوه چې ماته یې کړي او یاورته څه عذر شو ماته یې کړه ددې ورځې روژه په ده باندې شوه قضایی به یې را ګرځوي په نفلي عبادت کې چې شروع وشي ددې مکمل کول لازمیږي .

٥. په چا باندې چې د رمضان د روژي څه قضايي پاتې وي نو غوره خبره ده چې اول هغه پوره کړي ځکه هغه په ده فرض دي او دا شپږ روژې دده لپاره نفل دي لکن که بیا هم دا شپږ روژې نیسي او نفلي وروسته کوي نو روا ده .

دا چې مونږ د رمضان روژې ونیولی شوای نو هېڅ مشکله نه ده چې تر اختر وروسته د وړوکی اختر په میاشت یعنی شوال کې شپږ نورې روژې هم ونیسو د ټول عمر د روژې ثواب لري الله جل جلاله د ماته او زما لوستونکي ته توفیق ورکړي چې دا ثواب مو په برخه شي او له اوس نه دا نېک کار ته ذهناً تیار اوسو .

ټولو لوستونکو ، دوستانو او ملګرو ته او په ټول هیواد بیا په ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته د یوه ښکلی او د خوشحالیو نه د ډک اختر په هیله .

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د