fbpx

سوله او اوربند فرق لري

م، نجم الرحمن (فضلي)

له سبا ورځې د ګډ حکومت يا په اصطلاح د کابل ادارې لخوا د طالبانو په مقابل کې شوی اوربند پيليږي، او د اختر له اولې ورځې تر دريمې ورځې د طالبانو لخوا د کابل ادارې په مقابل کې شوې سوله پيليږي.

په دې کې شک نشته چې د دواړو جانبينو دې عمل ته هيواد وال ډير زيات خوشحال او هيله مند دي، د همدې خوشحالی ترڅنګ هيواد له طالبانو څخه د خپلې سولې د مودې غځولو غوښتنه هم کوي.

سوله چې وغځول شي ډيره ښه ده، خو دا چې طالبان به يې وغځوي که نه؟ زه فکر نکوم چې طالبان به دې خبرې ته کوم مثبت ځواب ووايي، هغه هم په داسې صورت کې چې په هيواد کې د اسلام او مسلمانانو سخترين دښمن يهود او نصاری شتون لري، او هيواد لا په بشپړ ډول د دوی په واک او اشغال کې دی.

زما په فکر طالبان به دغه کار ځکه ونکړی شي د دوی لخوا چې د اشغالګرو په مقابل کې کومه مقابله پيل شوې دا جګړه نه بلکې يو مقدس جهاد دی، برعکس د کابل ادارې لخوا د طالبانو په مقابل کې کيدونکې مقابله له شک پرته جګړه بلل کيدی شي.

هر کله چې د طالبانو مقابله جهاد او د کابل ادارې مقابله جګړه وبلل شي نو اوس د کابل ادارې لخوا د خپلې جګړې دريدو لپاره د اوربند کليمه استعمالول مناسب او د طالبانو لخوا د خپل جهاد دريدو لپاره د سولې لفظ استعمالول مناسب دي.

ځکه جګړې په اوربند پای ته رسيږي، او جهادي حکم د سولې له مخې يا پای مومي يا د تير په څير جريان پيدا کوي، که په جهادي دوران کې د سولې له لارې دښمن تسليم شي يا له مسلمانانو سره کومې بلې هوکړې ته ورسيږي نو د همدې دښمن په مقابل کې روان جهادي بهير دريدلی شي، او که چيرته دښمن له خپلو کړنو او اعمالو ونګرځي د محمدي شريعت له مخې بيرته د هغوی په مقابل کې جهادي بهير ته اجازه ورکول کيږي.

الله تعالی جل جلاله فرمايي (تاسو کفار ووژنئ تر هغه چې فتنه ختمه شي) لهذا هر کله چې په هيواد کې د اسلام او مسلمانانو سخترين دښمن يهود او نصاری شتون ولري او له دوی سره لازم او ملزوم فتنې هم شتون ولري نو د طالبانو جهادي بهير به په کوم دليل ودرول شي.

په قرآن او احاديثو کې نور ډير حکمونه شته دي چې له مخې يې مجاهدين د شرعي حکم له مخې د کفارو په مقابل کې دوامداره سوله نشي کولی، ښه به دا وي چې د طالبانو لخوا د همدې شوې سولې په موده کې د کابل اداره يرغلګرو ته ووايي چې نور له هيواد څخه د وتلو مهال ويش وټاکي، که چيرته همداسې وشي کيدی شي د طالبانو لخوا هم د خپلې سوله موده وغځول شي او هم تلپاتې سوله راشي.

مګر د يرغلګرو په شتون کې لکه مخکې مو چې وويل طالبان د محمدي شريعت له مخې مجبور او مکلف بلل شوي چې د دښمن د شتون په صورت کې بيرته خپل جهادي بهير ته ور وګرځي، ځکه په هيڅ صورت کې جهاد د اشغال او د اشغالګر په شتون کې متوقف کيدلی نشي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

نجم الدين فضلي وروره د هيواد او خلکو د ژوند او تاريخ په دې حساسو شېبو کې دغسې ناسم تعبيرونه او نااړينې خبري مه کوه. خدای ته وګوره د دې بې چاره ولس څه حال دی او ته په کومو فکرونو کي يې. اوس خو دښمن، د هغه ګوډاګيان، طالبان، زموږ خلک او نړۍ وال ټول د اور بند او سولي لور ته متمايل سوي دي نو هوښياران او د مسلمانانو په غم غمجن خلک بايد اوربند او سولي ته د لا نژدې کېدو لپاره هڅي وکړي نه دا چې خلک جګړې ته ور ودانګي او د سولي پرلور يوڅه… نور لوستل »

عبدالسمیع
میلمه
عبدالسمیع

تاسو سمه خبره کړې.تر څو چې اشغالګر وي زمونږ سکون او ارام نشته الله ج دې د دې مبارکې میاشتې له کبله دوی تباه کړي.