د پاچا نقاشی (انځور)

ژباړه: فضل ربانی قاضی زی

په یوه زمانه کې، یوه پادشاهی وو. هغه یواځی یوه پښه او یوه سترګه درلوده، خو ډیر با استعداده او حلیم سړی وو. د ده په پاچاهۍ کې ټولو خوشحاله او سوکاله ژوند درلود هغه ځکه چې دوي ده غوندې پاچا درلود. یوه ورځ پاچا د قصر تر څیرمه قدم وهلو او سترګه یې د خپلو پلرونو په انځورونو ولګیده. له ځان سره یې دا فکر کاوه چې یوه ورځ به زما ماشومان هم په همدې لاره قدم وهی او ټول پلرونه او نیکونه به مې له همدې انځورونو پیژني.

خو، د ظاهری معلولیتونو له وجې، پاچا خپل کوم نقاشی شوی انځور نه درلود، هغه نا هیلی وو چې د ده انځور به څنګه ښکاری. هغه د خپل دربار او نورو پادشاهیو ډیرو مشهورو نقاشانو (انځورګرو) ته بلنه ورکړه. ورورسته پاچا اعلان وکړ چې خپل یو ښایسته انځور غواړي تر څو په محل کې ځای پر ځای شي. هر هغه انځور ګر چې دا استعداد لری راوړاندې د شي. د هغه انځور ته په کتو به هغه ته انعام ورکړل شي.

ټول انځور ګر په دې فکر کې شول چې پاچا خو یواځی یوه پښه او یوه سترګه لري. څنګه به یې انځور ښکلی راشي؟ دا ممکنه نده او که چیرې انځور ښایسته رانه شي نو پاچا به غوسه شي او دوی ته به جزا ورکړي. نو یو یو په بښنې پیل وکړ او په ډیر ادب یې ځانونه د پاچا د انځور له ایستلو ویستل.

خو ناڅاپه یو انځور ګر خپل لاس پورته کړ او وویل زه به ستاسو یو ښایسته انځور وکاږم چې ستاسو به هرومرو خوښ شي. پاچا د دې خبرې په اوریدو خوشحاله شو او نور انځور ګر هک پک پاتی شول. پاچا د انځور اجازت ورکړه او انځور ګر د انځور په کاږلو پیل وکړ. وروسته یې بیا رنګ آمیزی کړ. په پاي کې، وروسته له ډیر وخته، ده وویل چې انځور اماده دی.

ټول داوران، نور انځور ګر کنجکاو او په سوچ کې وو، چې څنګه انځور ګر د پاچا ښکلی انځور ایستلی دا پدې چې پاچا خو ظاهری معلولیتونو لري؟ که چیرې پاچا انځور خوښ نکړي او په قهر شي بیا؟ اما کله چې انځور ګر انځور وړاندې کړ، نو ټولو داوران د پاچا په شمول هیران شول.

انځور ګر انځور داسې ایستلی چې پاچا په آس باندې ناست دی، د پښې د یو اړخ له لوري، په لاس کې یې کمان نیولي او د تیر هدف لپاره یې یوه سترګه پټه راغلې. پاچا ډیر زیاد خوشحاله شو د دې په لیدو چې انځور ګر په ډیر مهارت او زیرکۍ د ظاهری معلولیتونو پټولو سره د پاچا ښکلی انځور ایستلی. پاچا هغه ته لوی انعام ورکړ.

پند: موږ تل باید د نورو په اړه مثبت فکر وکړو او د هغوی نیمګړتیاوې په نظر کې ونه نیسو. موږ باید زدکړو چې په ښه څیزونو تمرکز وکړو د دې پر ځای چې د ضعف ټکې پټ کړو. که چیرې موږ فکر وکړو او مثبته تګلاره وټاکو که څه هم په منفی حالاتو کې یو، نو موږ به توانیدلی یو تر څو خپلې ستونزې په موثره توګه حل کړو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د