علي احمد عثماني: زما د دندې په اړه د اجراییه ریاست اعلاميې ځواب ویلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د اوبو او برېښنا وزير وايي، د ګلخانې ماڼۍ له لوري د ده له دندې شړل او د سپېدار له لوري بېرته پر چوکۍ کېنولو، پوښتنې را ولاړې کړې خو په وینا يې اجراییه ریاست يې ځواب ویلی دی.

علي احمد عثماني چې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله کس بلل کېږي، له څه مودې راهیسې د محمد اشرف غني له لوري له کابل ښار څخه ممنوع الخروج اعلان شوی و، چې دوه ورځې وړاندې يې له دندې د لرې کېدو خبر هم ورکړل شو.

د محمد اشرف غني له لوري په یوه حکم کې هغه له دندې لرې شو، خو عبدالله عبدالله وویل د وزیرانو لرې کول او مقررول باید د ګډ حکومت د قرارداد موافق وشي.

عثماني چې د اشرف غني له لوري له دندې لرې کړل شوی اعلان شو، پرون یکشنبه د ۱۳ میلیونه ډالرو پر ارزښت د دایکندې ولایت لپاره د برېښنا یو قرارد لاسلیک کړ.

اجراییه رییس وايي دی مني، چې د وزیرانو لرې کول د محمد اشرف غني قانوني حق دی، خو دا لرې کول باید د قانوني استدلال پر بنسټ وي؛ نه د شخصي سلیقې له مخې.

عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډه کې وویل، د اصولو پر اساس د کار خلک باید وستایل شي، نه دا چې سپک او له دندو لرې کړل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت د شریکانو تر منځ دا ډول ناندرۍ را ولاړېږي، بلکې د ګډ حکومت نږدې ټول تېر کلونه د داسې پرلپسې جنجالونو شاهد و.

یوازينۍ ملي مسئله چې د حکومت دواړه شریکان سره پکې یوه خوله دي، د اختر په ورځو کې داوربند موضوع ده، دغه اوربند سبا پیلېږي چې د اختر تر پنځمې به دوام وکړي.

تبصرې (2)

  • If a government official is not able to work or doesn't want to work then that person shall resign or get fired.

    • IF THERE IS GOVT. WE HAVE AN APPOINTED OCCUPIERS ADMISISTRATION APPOINTED BY JOHN KERRY.