افغانستان

غزني: امنیتي چارواکي د «شریعت غږ راډیو» د له منځه وړلو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي هوايي برید کې يې د طالبانو له لوري فعاله شوې راډيو له منځه وړې ده.

د غزني د امنیه قومندانۍ د امنیت امر رمضان محسني دعوه کوي، چې پرون مازیګر يې د زنخان ولسوالۍ په لوله کلي کې «شریعت غږ راډيو» په نښه کړې ده.

هغه وايي په دې هوايي برید کې يې شپږ طالبان هم وژلي او درې نور ټپيان کړي دي.

نږدې میاشت وړاندې طالبانو په غزني کې د اف ام په ۹۹،۲۰ څپو شریعت غږ راډيو پیل کړه، چې نشرات يې د غزني په ټول ولایت او شاوخوا ولایتونو کې شفاف اورېدل کېدل.

دغې راډيو د سهار او ماښام له لوري دوه دوه ساعته خپرونې لرلې، چې پر دیني مسائلو سربېره يې د طالبانو تبلیغاتي خبرونه هم درلودل.

د طالبانو يوې سرچينې نن ټکی اسیا ته ويلي، چې د دوی راډیو لا هم فعاله ده او سرتېروته يې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د چارو شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن پرون له یوه خصوصي تلویزون سره په خبرو کې وویل، چې که طالبانو ته رسنیزه ازادي ورکړل شي نو د سولې لپاره تفاهم لا ښه کېدلی شي.

حکومت ویلي سره له سبا د اختر تر پنځمې د دوی له لوري ډزبندیز دی، چې طالبانو هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی او ولس يې بې درېغه هرکلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x