افغانستان

ننګرهار: امریکايي او حکومتي الوتکو د داعش پرضد جنګیدونکي طالبان بمبار کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې امریکايي او حکومتي ځواکونو د داعش پرضد د طالبانو جنګي خط بمبار کړی.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې بمبار ټوله شپه په درز کې روان و او له چورلکو، جیټ الوتکو او بې پیلوټه الوتکو څخه په کې استفاده کېده.

څو ورځې مخکې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د اوربند په اعلان کې ویلي و چې په اوربند کې به د داعش پر ضد جګړه ګرمه کړي، خو تېره شپه یې د نهو بجو څخه تر دریوو بجو پورې هغه طالبان بمبار کړل چې په نږدې راتلونکي يې د داعش د بشپړې بیخکنۍ تابیا نیولې وه.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې طالبانو د داعش جنګیالي د بشپړې محوې تر مورګو رسولي وو، خو د امریکايي او حکومتي هوايي ځواکونو په مداخلې طالبان شاتګ ته اړ شوي او داعش جنګیالیو ته یو ځل بیا د ساه اخیستو چانس ورکړل شوی.

د داعش پرضد د طالبانو همدا جنګي خط د تېرې اپریل په میاشت کې هم ګډو ځواکونو تر هوايي بریدونو لاندې ونیوه، چې ورسره جوخت داعش جنګیالیو په طالبانو ځمکني بریدونه هم پیل کړل او طالبان څو شپې پرلپسې له داعشي او دولتي ځواکونو سره وجنګیدل.

پر طالبانو سربېره، په همدې سیمه کې د تیرې فبروري په میاشت کې هغه ولسي خلک هم بمبار شوي وو چې د یو ولسي قیام په شکل یې د داعش پرضد وسله اخیستې وه. هغه مهال امریکايي او حکومتي ځواکونو د قومي مشر (ملک ایوب) په ګډون ګڼ ولسي خلک ووژل او هغه افغانان یې له کورونو څخه بوتلل چې د داعش پرضد یې وسلې اخیستو ته زړه ښه کړی و.

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دا ځل طالبانو پلان درلود چې د اختر په درې ورځني اوربند کې له سیمې څخه د داعش جرړې وباسي او د همدې پلان د تطبیق لپاره د یو لوی برید په چمتووالي بوخت وو.

خو دا چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره اختریز اوربند اعلان کړی و، نو مخکې له دې چې د حکومتي ځواکونو پښه په اختریز اوربند کې رابنده شي، تر اختر وړاندې يې داعش جنګیالي د طالبانو د بریدونو له خطره وژِغورل.

طالبانو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو ځايي خلک وايي چې په پیښه کې تر لسو زیات طالبان وژل شوي، ګڼ نور ټپیان دي او همداراز ملکي وګړي هم له مرګ ژوبلې خوندي نه دي پاتې شوي.

عیني شاهدان وايي چې لومړی امریکايي الوتکو بمبار وکړ او بیا افغاني کمانډویان راغلل او د بمبار له تلفاتو سره یې خپل انځورونه واخیستل او د عملیاتو کریډیټ دوی ته راجع شو.

وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له تهران راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې هر کله دوی د داعش پرضد عملیاتو لاس پورې کړی او د محوې حد ته یې رسولي، د بهرنیانو الوتکې ډیر په سرعت راغلي او داعش ته یې یوځل بیا د پښو ټینګولو موقع ورکړې. د نوموړي په باور، که امریکايي ځواکونه نه وي د داعش تصفیه کول د طالبانو لپاره د یوې ورځې خواري هم نه ده.

د داعش په اړه له پیله داسې باورونه موجود دي چې د امریکا او افغان حکومت مشترکه پروژه او د اربکیانو د سیکې دوهم مخ دی، چې د طالبانو د تضعیفولو د هدف سربېره، د اړتیا پر وخت د یوشمیر چاودنو او بریدونو د مسئولیت په تپ کولو کې ترې استفاده کیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

شیطانه امریکا نه غواړی چی افغانستان کرار شی د داعش پروژه افغانستان کی همدا بیناموسه امریکایان پرمخ بیایی .د داعش اصلی موخه عراق او شام ملکونه دی چی د اشغال نه باید خلاص شی هغوی هیڅ داسی کوم هدف نلری چی خپل ځواکونه افغانستان ته راواسته یی او نه افغانستان د هغوی په پلان کی دی افغانستان کی داعش همدی بیناموسی امریکاپه دی هدف جوړ کړی چی له یوی خوا ورباندی خپل شوم اهداف سرته ورسوی او له بله خوا اسلام ورباندی بدنام کړی د عراق او شام د ژغورلو په هدف اسلامی دولت یعنی داعش جوړ شوی وه تر… نور لوستل »

pattang

نو دا خو واضح خبره او سبوت دی چې داعش دامریکې پروژه او لښکر دی خو داسلام په نوم !!

غلام حضرت

که دا خبر رشتیا وی نو زموږ هغه روشنفکران!!! چه د امریکائي لیبرالیزم بُت ته پر سجود پراته دی باید پر خپل احمقانه سجود له سره غوَر او تجدید نظر وکی.

فریدون

فکر نه کوم چی دولت الاسلام د د امریکایانو خلک وی جکه خپله امریکایان وایی چی مونژ به د اختر په ورجو کی داعش ضعیف کرو.
دا نن تکی آسیا خو اوس تول خبرونه د داعش په ضد جوروی او بدون له دی چی د دوی نظر وگوری.

داعش او د طالب مشکل داسی دی لکه د معاویه او علی په مابین کی مشکل.

الحاج استاذ بیانزی

فریدون صاحب ! زه ستاسی د نظریاتو درناوی لرم مګر دا له اوله په ډاګه وه چه یهودی او صلیبی استعمار زمونږ هیواد په ناروا اشغال او ناوړه او فاسده اداره یی په زوره په مونږ وتپله، هم مو خپله او هم مو په هغو غلامانو وژنی. کوم څه چه لږ کمرنګه او نه ښکاریدل هغه هم د ۱۷ کلو په اوږدو کی ښکاره شول چه څوک څوک، د چا له خوا رامنځته شوی او د چا د پاره کار کوی، داعش په منځڼی ختیز کی د بلیک واتر دنده تر سره کړه او له هغه ځآیه زمونږ ګران هیواد… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x