افغانستان

سبا د حکومت اعلان شوی اوربند پیلېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): سبا سه شنبه چې د روژې اوویشتمه او د غبرګولي د میاشتې دوه ویشتمه نېټه ده د افغان حکومت له اړخه اعلان شوی اوربند پیلېږي.

څو ورځې وړاندې محمد اشرف غني اعلان وکړ، چې د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې به د طالبانو پر ضد جګړه ودروي، چې دا دریځ وروسته د حکومت بل شریک عبدالله عبدالله هم تایید کړ.

نن چې لاهم اوربند ته څو ساعته پاتې دي، د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د قول اردوګانو مسؤلینو د لسګونو طالبانو د وژلو او ټپي کولو خبرونه ورکړي دي.

طالبانو هم د ولس د غوښتنې په ځواب کې د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی خو ويلي يې دي چې بهرني ځواکونه له دې اعلانه مستثنی دي.

سبا ورځ چې د حکومتي اوربند لومړۍ ورځ ده، د بهرنیانو له لوري د بریدونو او بمبار اندېښنه لا پر ځای پاتې ده.

د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن د تېرې جمعې په ورځ بروکسل کې وویل، د دې اوربند په موده کې به خپل پام د داعش ځپلو ته واړوي.

افغان ولس د محمد اشرف غني او طالب مشر د دې اقداماتو هرکلی کړی او هیله يې ښوودلې چې د دایمي سولې لپاره دا اوربند نور هم وغځول شي، دوی پر دواړو لوریو ټینګار کوي چې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر او طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف پخپله یوه مرکه کې ويلي دا امکان لري چې اوربند دریو میاشتو ته اوږد شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close