د ټاکنو کمیسیون: ښارونو کې د نوم لیکنې لړۍ سبا پای ته رسېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي سبا په ټول هېواد کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لړۍ په ښارونو کې پای ته رسېږي.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې دا اعلان کوي چې په ځينو سیمو کې لا هم د نوم لیکنې لړۍ پيل شوې نه ده، چې د غزني ولایت د نمونې په توګه یادېږي.

د ټاکنو کمیسیون یو کمیشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي د نوم لیکنې لپاره لومړی او دویم پړاو سبا د غبرګولي په ۲۲مه پای ته رسېږي.

هغه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، که څه هم له دوی نه څو ځلې د تمدید غوښتنه شوې، خو په وينا يې اوږدول به يې پر ټاکنیز تقسیم اوقات بده اغېزه ولري.

هاشمي وویل چې په ولسوالیو او کلیو کې د نوم لیکنې لړۍ تېره شنبه پیل شوې، چې د چنګاښ تر ۱۵مې به دوام ولري.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې د نوم لیکنې په لومړي او دویم پړاو کې ټول ۷۳۵۳ مرکزونه په پلان کې و، چې له ډلې يې ۱۴۴۸ مرکزون تړلي پاتې دي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا؛ وايي د ټاکنو کمیسیون باید په دې تړاو اساسي فکر وکړي، ځکه چې د ټاکنو مهالوېش په ټول هېواد کې نه دی تطبیق شوی.

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید وايي، ځینو مرکزونو ته اصلاً مواد نه دي رسېدلي، ځینو ته ناوخته رسېدلي او د غزني په څېر ځینو ځایونو کې اصلاً نوم لیکنه نه ده شوې.

د ټاکنو کمیسیو وايي تر اوسه تر شپږ میلیونه ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده، که څه هم فیفا د نوم لیکنې د شمېر په اړه هم اندېښنه ښيي او وايي د ټاکنو کیمسیون داسې دقیق مېکانیزم نه لري چې د نوم لیکنې دقیق شمېر په ډاګه کړي.

په ورته وخت کې د چارو څارونکو او د ملي شورا غړو هم د نوم لیکنې پروسه له درغلیو ډکه یاده کړې ده.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ دوه ورځې وړاندې وویل چې ان د مړیو په تذکرو هم سټېکرونه لګول شوي دي.