fbpx
د طالبانو پخوانی مشران: ملا محمد عمر مجاهد، ملا اختر محمد منصور

ځیني دسولي قرباني سوو، نورو بیا سوله دهوسونو قرباني کړه

لیکنه : بخت الرحمن شرافت

کچیري مونږ دافغانستان اوسني معاصر تاریخ ته متوجې سو ډیر څه به زده کړو او ډیرڅه به و پیژنو، دافغانستان معاصر تاریخ عجیب تاریخ دئ، یواځي تاریخ نه بلکې دعلومو او تجربو یوه جامعه ده، کچیري مونږ په غور دا تاریخ مطالعه کړو ډیر پټ به را وسپیړو، که کوم کس وغواړي، په سیاسي، تاریخي، ټولنیزو ، اقتصادي او ( حربي) علومو کی ډیر څه زده کړي، دافغانستان تیر څلویښت کلن تاریخ دي ولولي.

رښتیا درته وایم کچیري‌ دکوم هیواد دپوهنې او روزنې اداره کې مسؤل وای،‌ هلته به مي ورته دا رایه ورکړې وای چې د هیواد په ټولو علمي ادارو کې دافغانستان دتیر څلویښت کلن تاریخ یو کتاب د ښوونې او روزنې په نصاب کې شامل کړۍ‍.

که څوک دافغانستان د تیرو څلویښتو کلونو واقعات او پیښې ولولي هغه به نه یواځي داچې دافغانستان په اړه ډیر څه زده کړي بلکي د نوري نړۍ به اړه به هم ډیر پت ورته ښکاره سي،،،،‌ ځکه په تیرو څلویښتو کلونو کې دلته دنړۍ ټولو قوتونو ډغري سره وهلې، ډیرو دلته شیطانتونه کړي دډیرو دپیړیو پیړیو پټ‌ شیطانتونه او شیطاني څیرې دلته بربنډي‌ سوې.

او په خاصه توګه هغه افغانان کوم چې غواړي دافغانستان په چاروکې څه وکړي دافغانستان په داخلي سیاست کې ځان مطرح کړي، دغه کسان کچیري‌ دافغانستان تیر څلویښت کلن تاریخ مطالعه نکړي او دې دریاب ته ورګډ سې داسي‌ یې وبوله چې ځان یې دنهنګ په خوله کې ورکړ،،،،،‌ باید ضرور تیر څلویښت کلن تاریخ مطالعه کړي اوبیا کوم تاریخ پوه کس ته امتحان هم ورکړي.

دافغانستان لنډ تاریخ مونږ ته په ډیره واضح او څرګنده توګه راښيې چې دلته د رښتني او تل پاتي سولي لپاره قربانۍ چا ورکړې دسولي په هیله او دسولي دستر مقصد په لاره کې وینې چا تویې کړې ددغه ستر هدف لپاره له هرڅه څخه څوک تیر شوي، مهاجرت، جلا وطنۍ، زحمتونه،‌ کړاوونه،‌ زندان، شکنجې او خوراۍ چا تیري‌ کړې،،، او بالاخیر ددغو ټولو قربانيو په بدل کي ترلاسه شوې سوله چا دخپل شخصي هوس قرباني‌ کړې.

افغانانو خبریاست چې دسترې او دائمي سوله لپاره څلویښت ملیونو افغانانو قرباني‌ ورکړې، چا زوي،‌ چا پلار،‌ چا ورور،‌چا خور، چا میرمن،‌ چا خاوند او نورو ډیرو بیا کورونه ورته وران کړی،‌ خو په دومره لوي قیمت باندي راتلونکې او راغلې سوله بیا فقط او فقط څلویښتو نفرو د خپل هوس قرباني کړې،،،‌ نو کچیري دافغانستان نوی نسل تیر څلویښت کلن تاریخ ولولي ورته به جوته شي چې دغه کم او زیات څلويښت نفره څوک وه او څنګه یې زمونږ دڅلويښت ملیونو وګړو په وینو ګټلې سوله دخپل هوس ښکار کړه.

له نن څخه څلویښت کاله وړاندي روسانو افغانستان باندي یرغل وکړ،‌ سرې لښکرې افغانستان ته راننوتې دافغانستان تیره پنځه څلویښت کلنه سوله یې په جنګ بدله کړه،‌ هیواد مو دنړیوالو سیالیو او زور ازموینو په ډګر بدل سو،‌ کوم چا چې هم ددغه ناروا یرغل په خلاف غږ پورته کاوو د هغو ژبي نه بلکې سرونه یې په څټ کې ځني پرې کول.

‌خو افغانان چې همیشه یې دبهرني یرغل په وړاندي ټینګه مبارزه او ډبرین مقاومت کړی دلته یې هم له یوه مخې ددې ناروا جنګ او جګړې په خلاف توري ته لاس کړ،،، دپنځه څلویښت کلن امن دبیرته راتګ او هیواد کې اسلامي‌ نظام دقیام لپاره یی یونیم ملیون شهیدان ورکړو.

پوره لس کاله دغې مبارزې،‌ دسولي او ازادۍ جنګ دوام وموند، اخیر کې دسولي‍، ازادۍ او خپلواکي په لاره کي دقرباني شویو شهیدانو وینو رنګ راوړ، روسان وواتو کمونیستي نظام نسکور سو،، کابل کې دفتحې،‌ سولي او ازادۍ نغارې وډنګول سوې،،،،

خو متآسفانه چې دغه حساسه او نازنګه مرحله کې ځیني خود خوا او خود غرضه مشرانو دیونیم ملیون شهیدانو او پنځه ملیونو مهاجرو دتیرو لسو کلونو ارمانونه ډیر ارزانه خرڅ کړو، په دریابونو دریابونو وینو تویولو سره ګټل شوې سوله یې دخپلو شخصي غوښتونو او هوسونو څخه قربان کړه،،،،‌نور ددغو کسانو تفصیل پسې نه ځم چې داڅوک وه، اوس چیري دي او څه کوي اخیرکې‌ په څومره شي‌ باندي راضي سوو،‌څلویښت کلنه مبارزه یې او مقابله یې په څومره قیمت خرڅه کړه پرچایې خرڅه کړه،،، ددې لپاره چې دا کسان وپیژ‌نۍ تاسو او دافغانستان څلویښت کلن تاریخ سره پریږدم ویې ولولۍ او دغه شرمیدلې کسان وپیژنې ترڅو زمونږ په وینو ګټونکې راتلونکي سوله یو ځل بیا دخپلو هوسونو ښکار نه کړي.

که زه خپله لیکنه کې ځیني هغو کسانو ته اشاره ونه کړم چاچې په رښتیا دسولي لپاره وینه تویه کړې کیدای شي دا زما بې انصافي وي‌ او زه هم د محشر په ورځ دهغو کسانو په ډله کې راپورته شم چاچې سوله دخپل هوس قرباني کړې…

افغانانو قسم در کوم دروسانو دیر غل په مقابل کې دچا دمشرانو دبدن پر اعضاوو باندي دسولي لپاره د ورکړل شویو قربانیو نښانونه لیدل کیږي، کومو مشرانو په رښتني توګه دسولي او ازادۍ په لاره کې قرباني ورکړې او له لس کلن جهاد څخه وروسته چې کله سوله راغله بیا دغه کسان څه سوو څه یې کول او سوله چا وپلورله او په کوم قیمت یې وپلورله، زما پاریس پاریس کابل چا په کنډوالو بدل کړ او دڅه لپاره یې بدل کړ…‌نور څه نه لیکم،‌ زما دهیواد دسولي تیږو ځوانانو دروانې څلویښت کلنې دورې تاریخ ولولۍ ترڅو اتلان او بوتلان سره جلا کړۍ.

دامارت اسلامي‌ وفات شوي مشر دهیواد د ازادئ او تل پاتي سوله په لاره کې خپله سترګه قربان کړه چې کله دښمن په ګونډو سوو کابل کې دسولي او خوشحالۍ نغارې په ږغیدو سوې، زما زخمي قائد ټوپک دلاندي‌ په لم غوړ کړ دتل لپاره یې دکور په بیخ کې خښ کړ،،،‌ نوریې ازادي‌ او خپلواکی دهیواوالو په غیږکې ور واچوله او خپله دزمري په څیر بیرته دخپل ټاټوبي خواته لاړ،، ددغه قائد دلاري داکثرو ملګرو پر بدن باندي‌ دازادۍ اوتل پاتې سولي لپاره دقربانیو نښانونه موجود وه،‌ دچا پښه نه وه ،‌دچا لاس او دچا بیا سترګه.

چې کله د ازادۍ دښمنانو دشهوتونو او هوسونو غلامانو ګټلې ازادي او او دسولي تیاره ناوې‌ له خپلو هوسونو څخه قربان کړه هیواد مو کور په کور دکورني جنګ او شخړو په میدان بدل سو، نه دچا ځان محفوظ وه، نه مال او نه عرض دلته یو ځل بیا دازادۍ د اصلي بچیانو دصبر کاسه ډکه سوه، ‌نور یې دڅو خودغرضو او خودخوا کسانو له لاسه هیواد والو باندي‌ روان تورتم نشو زغملی،،،‌راپورته شوو دمظلومیت چیغه یې پورته کړه،،،‌ داسي چیغه یې له خولې څخه ووته چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې دخلګو په زړونو کې ننوته،،،‌ ولس ورته لبیک ووایه،،،‌ هاغه وه دهیواد دسولي،‌ ثبات دښمنان یې یو په بل پسې ورټول کړل،،، دسولي دناوې د ‌‌‌‌‌‌ډولۍ لپاره یې یو ځل بیا ډیري ستري ککرۍ خاوري کړې،،،، دهیواد په لویدیځ کې الحاج ملامحمد اخوند دسولي ناوي ته خپله وینه پیاله کښي ورکړه،،،‌دکابل یوه دروازه کې ملامشر اخوند اوبله کې بیا ستر ملابور جان ورته دوینو جام وړاندي کړ،،،‌او شمال کې بیا زما خوښ ژبي او خوش رنګه قائد احسان الله احسان خپله روح ترینه جار کړه، چې ایله مو دسولي او حیا ناوکۍ یو ځل بیا ترکابله راورسوله.

دسولي ناوکۍ لا میلمنه وه چې دشهوتونو او هوس غلامانو یو‍ ځل بیا دسولي ددې سترې ناوکې دحیا او عزت پړونی لرې کړ،،،، چې دایې ولي لري کړ،،‌ ولي یې زما درنه ناوکۍ دنړیوالو په وړاندي بربنډه کړه،،،‌ دلته بیا زه نور څه نه لیکم ورسۍ دروان څلویښت کلن دوران تاریخ ولولۍ هرڅه به درته ښکاره سۍ چې دا ټول چا وکړو، ولي یې وکړو دچا لپاره او چا په اشاره یې وکړو او اوس دغه خلګ چیري دي، په څه اخته دي او اولادونه یې څه کوي.

نو راځۍ افغانانو دسولي داتلانو او دسولي دسوداګرانو ترمنځ توپیر ولټوو، ‌دسولې داتلانو ملا وتړو، ورسره مل سو غږ یې بدرګه کړو،، دایثار او قربانیو احترام یې وکړو، دسولې دښمنان او دهوس غلامان پرینږدو چې زما دسولي د اتلانو په قربانیو باندي راغلې سوله یوځل بیا تر خپل هوس قربان کړي او یوځل مو بیا د اوږد ناورین اوتورتم کندوته ورټیل وهي.
او دځینو مکاره او شیطان خصلته اشخاصو په تشو نارو او سولیزو اشعارو باندي غلط نسو،،،،‌ ترڅو چې رښتني سوله نه وي قائمه سوې سرتاسري ازادي‌ مو نه وي اخیستې دسولي ښائسته او نازنینه ناوي بیا دسولي دښمنانو او دهوس غلامانو ته خوشي نه کړو.

چې دسولي اتلان اوس چیري دي دسولي ناوې یې ترکومه ځایه رارسولې او افغانانوته به یې کله سپاري او دسولي دښمنانو بیا چیري ورته کمین نیولی ،،،،‌راتلونکې لیکنه کې یې ولولۍ.

والسلام

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zadran
میلمه
zadran

محترم شرافت صاحب.د ستا خبره می ومنله .د افغانستان څلویښت کلن تاریخ می دقیق ولوست،د سولی راوړونکی او سوله ته کاروکونکی می هیڅ په کی تر سترګو نه شول،دوهم ځل لپاره می په دوربین و رپسی وا چوه ،بیا می هم ونه لیدل.دریم ځل می زره بین ورپسی واچواه.د سولی کارکوونکی راوړونکی هیڅ درک نه وه.خو تاجران لکه د خاوری خرڅونکی،انسانانو خر څوونکی .حتی په اسلام باندی تاجران می هم په کی ولیدل.دڅلویښتو کالو را پدیخوا سوله په افغانستان کی د انځرګل دی.چه نه چالیدلی او نه چا دا انځر ګل راوړی.د افغانستان څلویښت کالن تاریخ د هیڅ مشر شیګړه… نور لوستل »

عبدالولی(فهیم)
میلمه
عبدالولی(فهیم)

د افغانستان اسلامی امارت د هیواد په تاریخ کی یوه زرینه دوره وه او تاریخ به یی په زرینو کرښوهرومرو لیکی . هاغه سپیڅلی مجاهدین چی د هیواد په آزادی کی یی برخه اخیستی وه اوهیواد یی د شروفساد د ظلم او وحشت څخه خلاص کړ هغه د آزادی د لاری اتلان بلل کیږی او تل تر تله به یی نوم په خورا درنښت یادیږی او الله تعالی دی د جنتونو سرداران کړی. او الله تعالی دی هغه کسان چی د غلوسره یی د بوجی خوله ونیوله او افغانستان یی د امریکا اشغال لپاره تیار کړی هلاک او تباه کړی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ! ستاسی لویه ستونزه دا ده او یا دا مو لاسته راوړنه ده چه وچ او لامده سره یوځآی کړی ، داسی یی وځلوۍ جه زمونږ د ګران په اخری نیمه پیړی کی ټول بد خلک وو یو د حق او بل د باطل اړخ نه وو او که ښه خلک پکی وو هغه پرونی امین او نجیب او یا نننی کرزی او امین دی. ځدران صاحب ! دا جه څوک چیری او څوک چیری او یا څوک څه رنګ او په کومه ژبه خبری کوی مهمه نه ده، مهمه دا ده چه څوک متجاوزین، فاسدین، ظالمین او… نور لوستل »