د سولي او اوربند شرعي حیثیت

عزام حقاني

د اسلام او سولي لومړنی تړاو د نامه تړاو دی ، اسلام او سلام یا سوله له یوې مادې جوړ شوي دي.

د مسلمانانو آمیر او همدارنګه ذې رایه مسلمانانو که له کافرو سره سوله کولو کې د اسلام او مسلمانانو نفع او مصلحت لیده نو سوله کول جائز دی ، دغه شان سوله کول معنیً جهاد دی ځکه مقصود په جهاد سره کفر او د کفر پلویانو لري کول دي. چې په اسلام کې ددې وړ سولي زیاتې بیلګي لرو چې تر ټولو مشهوره یې د حدیبې سوله او معاهده ده.

دا چې نن ورځ افغانستان د کافرو تر مستقیم یرغل او واک لاندې دی ، په مسلمانانو باندې خلاصول د خاورې او شړل د کفارو فرض عین دی چې کفارو سره به تر هغې جنګیږي څو پوري اشغال ختم شوی نه وي ، یعنی ویلای شو چې دلته به تر هغې پوري جهاد روان وي څو اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.

د درې ګونو مذاهبو د امامانو فتوی ده چي کله نفیر عام وشي یعني دمسلمانانو خلیفه جهاد ته دوتلو اعلان وکړي، او یا کفار دمسلمانانو په ځمکه حمله راوړي نو جهاد او لمانځه هیڅ فرق نشته لکه څنګه چي لمونځ فرض عین ده همداسي جهاد هم دی، آن شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله وایې کله چي یو کافر د مسلمانانو په ښار باندي حمله وکړي نو په دي وخت کي وروسته له ایمانه بل ضروري واجب نشته مګر دفاع اوشړل ددي دشمن دا تر ایمان یعني کلیمې وروسته لمړی مسؤلیت دمؤمنانو ده. او همدارنګه په فتاوی عالمګیریه کي علماؤ فتوی ورکړې چي کله په مشرق کي یوه مسلمانه ښځه دکفارو سره بندي شي دمغرب په مسلمانانو جهاد فرض عین دی تر څو چي مسلمانه بندي ښځه یې خلاصه کړې نه وي. نن ورځ پورتني ټول شرایط مهیا دي.

راځم خپلې خبرې ته: دکابل ادارې مشر ډاکتر غني په یو ناڅاپي اعلان کې د روژې له ۲۷ څخه د اختر تر ۵ ورځې پوري له طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان وکړ ، طالبانو د افغان ولس د غوښتنو او دهغوی د زړونو د اطمنان په خاطر نه داچې د ډاکټر غني د اوربند په غبرګون کې خپلو کسانو ته اعلان وکړ چې د اختر په اوله ، دویمه او دریمه ورځ کې دي په اصطلاح افغان امنیتي ځواکونو باندي تعرضي حملې نه کوي ، خو اشغالګر ترې مستثنی دي.

یعني له دې خبرې څخه دا په ډاګه کیږي چې د اشغالګرو په وړاندي به تر هغې پوري جهاد روان وي ترڅو یا وتلي نه وي او یایې نړیوال مؤثق ضمانت نه وي ورکړی.

اوس سوال دلته ده چې ایا دا وړ اوربند جائز دی او د اسلام په تاریخ کې یې نمونې شته دي ؟

څو ځوابونه یې زه کوم: لومړی دا چې آمیر او امام لپاره دا جائزه ده چې د ځینو دښمنانو سره معاهده او تړون وکړي او له ځینو سره د جهاد اعلان، بیلګه یې د رسول الله مبارک تړون د یهودي قبائلو سره.

او بل ځواب یې دادی چې دکابل له ادارې سره د جنګ بندۍ لویه او ستره ګټه هغه سیاسي مصلحت دی ، طالبانو په خپل اعلان سره افغان امنیتي ځواکونو ته دا وښودله چې تاسو زموږ هدف نه یاست بلکې تاسو د پردۍ جګړې پردیو اهدافو او د اسلام او مسلمانانو ضد جنګ قرباني یاست ، تاسو یاست چې د ظالم ملاتړ کوئ او ظالم ته مو دومره وخت ورکړ چې اولس کاله یې په افغانانو باندې ډول ډول ظلمونه وکړل ، تاسو هم خپلې کورنۍ په غم کوئ او هم خسرالدنیا والاخره یاست ، دا چې تاسو دا داعیه لرئ چې موږ له وطن څخه دفاع کوو ، دا څنګه دفاع ده چې د وطن ټول واک او اختیار د یرغلګرو په لاس کې ، ټولې وړې او لویې چارې د امریکا لخوا ترسره کیږي، اخیر به تر کومه د کفري او شیطاني اهدافو لپاره خپل هیواد او کور ورانوئ؟!

او بل په دې اعلان او جنګ بندۍ سره طالبانو د کابل ادارې عسکر خپل اصلیت ته متوجه کړل یو ډول تذکیر او یادونه یې ورته وکړه چې ستاسو ژوند او هدف له اسلام او اسلامي شعائرو څخه دفاع ده نه د مسلمانانو په ضد دکفر ملګرتیا دا ستاسو لپاره یو چانس دی چې خپل دښمن د دین او وطن دښمن وپیژنئ چې دا یولوی سیاسي او دیني مصلحت دی باید افغان امنیتي ځواکونه ترې ګټه پورته کړې. د دې اوربند یا جنګ بندئ بیلګې داسلام په تاریخ کې زیاتې لرو خاصتاً د سلطان صلاح الدین آیوبي او سلطان محمود غزنوي رحمهماالله په وخت کې.

چاته دې شک نه ورلویږي چې طالب ولې د کابل ادارې سره اوربند وکړ ، نو دې اعلان او جنګ بندي دا وښودله چې د طالب دښمني له افغان عسکرو سره نه ده بلکې دلته جګړه داسلام او کفر تر منځ روانه ده.

ځیني مغرض خلک دلته له موقعې استفاده کوې او په دې هڅه کې چې روان مشروع او مقدس جهاد په نامشروع او خپلمنځي جګرو تعبیر کړي ، او هم دا وایې چې طالب جګړه مار دی سوله نه غواړي ، هغو ته باید ووایو چې دلته جهاد د اشغالګرو امریکایانو د ناروا تیري او یرغل په مقابل کې پیل شوې او تر هغې به روان وي څو یرغل ته دپای ټکی ایښودل شوی نه وي.

دا چې تاسو وایاست طالب جګړه مار دی سوله نه خوښوي ، یوه پوښتنه باید وکړو ایا طالب د چا په کور ، هیواد او وطن یرغل او حمله کړې که بل چا یې په کور او هیواد له زرونو کیلومیتره لیري ځایه څخه هجوم او حمله راوړې ده او په خپل کور او هیواد کې په ارامه شپه نشي تیرولی ، د حکومت کولو واک ترې اخستل شوی ، مشروع شرعي نظام یې په ظلم او ستم سره نړول شوی دی ، نو اوس تاسو قضاوت وکړئ طالب جګړه مار دی که امریکا او متحدین یې ، باید حقائق ووایاست تر څو به دافغانانو په سترګو کې خاورې شیندئ.

طالبان وایې سوله زموږ شعار او غوښتنه ده ، سوله له موږ ، زموږ له هیواد او هیوادوالو اخستل شوې اوغصب شوې ده ، موږ د خپل حق لپاره مشروع او جائزه مبارزه کوو څو خپل غصب شوی حق تر لاسه کړو ، او داسې سوله غواړو چې په هغه کې زموږ او زموږ دهیواد استقلالیت خوندي وي ، دا وړ سولي ته موږ هر وخت تیار او اماده یو.

ځکه جنګ زموږ انتخاب او غوښتنه نه ده او نه وه ، جنګ پر موږ تحمیل شوی او تپل شوی دی او اوس زموږ مجبوریت دی، موږ

ته اسلامي او وضعي ټولو قوانینو د دفاع ، دخپلو حقه حقوقو د اعادې او تر لاسه کول حق راکړی دی.

او بل زموږ جنګ بین الافغاني یا ذات البیني نه ده لکه څنګه چې ویل کیږي ، زموږ جنګ د اشغال د ختمولو او د اسلامې او ملي ارزښتونو څخه په دفاع کې ده ، دا چې مخې ته مو افغان په نوم امنیتي ځواکونه راځي دا دهغوی ناپوهي ، ستره اشتباه او غلطي ده چې د څو پیسو په خاطر د امریکایي ګټو دتحقق لپاره ځان قربانوي ، له همدې امله موږ بار بار ورڅخه غوښتنه کړې ده چې د امریکایانو له مخي ایسته شئ او دادی دا ځل مو درې ورځې دافغان ولس په غوښتنه جنګ بندي ور سره وکړه او وخت مو ورکړ چې له دې صف څخه جلاشئ ، دوست او دښمن وپیژنئ ، که بیا هم نه لیري کیږي موږ یې اسلامي او شرعي ارزښتونو ته د بر رسیدګي او تر لاسه کولو لپاره مجبورا په نښه کوو.

د یو اسلامي خپلواک افغانستان په اميد

۱۳۹۷/۳/۲۱

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د