پېښور: ناټو ته تېل وړونکي شپږ ټانکران نور سوځیدلي

Nato_oil_tanker_peshawer

نن ټکی آسیا: په پېښور کې د ناټو شپږ نور تیل وړونکي ټانکران هغه مهال په اور کې لو لپه سوله کله چې د تیري ورځي د اور ایري یو وار بیا تازه سوې او زوره ور اور یې واخیست.

د تفصیلاتو سره سم پرون ورځ نامعلوم وسلوال د ناټو ته د تیل وړونکو ټانکرانو پر اډې باندي برید وکړ، او شپاړس ټانکرانو ته یې بمونه کښېښول،

چې بیا یې وروسته پټاو کړه، په پایله کې 15 ټانکرانو اور اخیستی او زیانمن شوي وه، او لږ تر لږه څلور کسه د وسلوالو سره د مقاومت له وجې ويشتل شوي وه.

د اډې د کار کوونکو په خوله نن بیا د هغې ورځي ایري یو وار بیا تازه شولې او لږ تر لږه یې 6 ټانکران په اور کې اخیستي.

د سیمي امنیتي چارواکو هم پېښه تصدیق کړې او ویلي چې دا اور د کوم برید له امله نه بلکي یو حادثاتي پېښه ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.