د دولت او طالبانو تر منځ اعلان شوی اوربند څه ډول باید عملي شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د روژې د مبارکې میاشتې په وروستۍ عشره (لسیزه) کې لومړی د ولسمشر غني او وروسته د طالبانو لخوا د اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان وشو.

که څه هم د امریکايي اشغال د اوولس کلنې جګړې په اوږده موده کې یوه اوونۍ او یا هم دری ورځنې اوربند ډیر کم وخت دی ، خو د زماني او مکاني اهمیت له مخې هم دا کم وخت ډیر مهم ، حساس او داسې قیمتي وخت دی چې هره ثانیه او دقیقې یې د حساب وړ او باید ترې مثبته استفاده وشي .

باید د اوربند طرفین دا ثابته کړي چې دا اوربند ریښتیا هم د افغان ولس د احساساتو د درناوي او د هغوي د غوښتنو په خاطر یو سوچه افغاني نوښت دی.

باید طالبان او دولت دواړه خپل نهايي کوښښ په کار واچوي تر څو مغرضې او شریرې کړۍ د اوربند د تنفیذ په مهال داسې حرکات و نه کړي چې د اوربند په طرفینو باندې د ولس دا راغلی اعتماد له منځه یوسي چې هغوی دواړه ( طالبان – دولت) د اوربند په تنفیذ کې مؤثریت نه لري او د جګړې اصلي قومنده له دوي ور پرته له بل چا سره ده.

په دې باره کې ډیر مسؤلیت دولتي اړخ ته راجع دی ځکه چې خپلسري امریکایان که دا موضوع درک کړي چې افغانان په خپل منځ کې د تقارُب او تفاهم خوا ته نیږدي کیږي ښايي په عمدي او سازشي ډول په مختلفو پلمو د اوربند د ماتولو هڅه وکړي.

همدا راز طالب لوری باید خپل طرف ته د اوربند رعایتولو ډیر خیال وساتي او د ملت د هغه اعتماد اوباور درناوی وکړي چې پر دوي یې لرلی او د دوی په دری ورځني اوربند پوري یې ډیرې هیلې تړلې دي.

د اوربند د تنفیذ په جریان کې باید په ټول هیواد کې په عملي ډول د طرفینو لخوا داسې تعامل وکړای شي چې نور هم دا کار د ولس د اعتماد وړ موجب وګرځي.

دغه اوربند یو طلايي چانس دي چې د افغانې غمیزې د هواري لپاره ښکیلو اړخونو ته په لاس ورغلی ، که د دې فرصت په سم کارولو کې هر لوری پاتې راځي او یا د هغه له لورې دا فرصت (اوربند) هم تخریب کیږي نو بیا به کله هم ولس پر هغه لوري اعتماد نه وکړي او یا به د هیواد د علیا مصالحو د تحقق په لاره کې څه هیله تري وکړي.

د افغانستان څلویښت کلنه پیچلې لانجه چې پر افغان ولس سر بیره یې ټوله نړۍ هم په حل او هواری ستړۍ او ناکامه شوې ، ښايي د دغه غیر متوقع اوربند په وسیله د تل لپاره حل او افغانان او ټوله نړۍ نور له دغې لا نهایه ستړیا څخه خلاص شي.

د دغسي یوه تاریخي او کارنامه جوړوونکي کار د تر سره کولو لپاره د طرفینو ډیر دقت ، اخلاص، فداکاري او صداقت ته اړتیا لیدل کیږي.

الله تعالی دي وکړې طرفین د ولس د اعتماد تر لاسه کولو له دغې نهايي حساسې او نازکې مرحلې څخه په بریالیتوب راووځي او د بعدي سوله ييزو ګامونو د اخیستلو لپاره په مثبتو او مؤثرو پلانونو غور وکړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د