اسلام د سولې دين دى، جنګ يې هم د ښوموخو او د جنګ د مخنيوي لپاره وي

عبدالمالک همت

دا تر لمر روښانه ده چي له لويه سره د اسلام مبارک دين د روغي جوړي دين دى. انسانان سولي ته هڅوي او له جګړې څخه کرکه کوي. او جګړه يې هم ښو او انساني موخو ته د رسېدو او د تېري، ورانۍ، ظلمونو، فتنو او نارواوو پر ضد وي.

لکه چي پوهيږو اسلام او د عربي ژبي ” سلام“ يا” سلم“ (سلامتيا، مسالمت او سوله) له لغوي پلوه له يوې مادې څخه اخيستل سوي دي. لوى څښتن فرمايي:

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ﴾ [البقرة: 208]

ژباړه: اى هغو کسانو چي پر الله مو د خپل پروردګار، پر محمد مو د پيغمبر او پر اسلام مو د دين په توګه ايمان راوړى دى! په اسلام په بشپړه توګه ننوزئ (اسلام په بشپړه توګه ومنئ، ټول شرايع يې پر ځانو پلي کړئ او په ګردو احکامو يې عمل وکړئ او هيڅ شى مه ځني پرېږدئ او يو د بله روغه جوړه وکړي) او د شيطان د پلونو متابعت مه کوئ (د شيطان پر جوړه کړې لار چي ګنهونو ته مو بولي، مه ځئ او سوداوي[وسوسې او اندېښنې]يې زړه ته مه اچوئ). باور وکړئ چي هغه ستاسي ښکاره دښمن دى.

د مفسرينو لخوا په دغه آيت کي د ” السِّلْمِ “ کلمه پر اسلام سربېره په سوله او مسالمت هم تفسير سوې ده.
طنطاوی په خپل الوسيط تفسير کې د دغه آيت په اړه ليکي:

السِّلْمِ- بكسر السين وفتحها مع إسكان اللام- بمعنى واحد، ويطلقان على الإسلام وعلى المسالمة. وبعضهم فرق بين اللفظين فجعل «السلّم» بكسر السين- للإسلام، و «السلّم» – بفتحها- للمسالمة، وأنكر المبرد هذه التفرقة.

قال الفخر الرازي: وأصل هذه الكلمة من الانقياد. قال- تعالى-: إِذْ قالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعالَمِينَ.

والإسلام إنما سمى إسلاما لهذا المعنى. وغلب اسم السلّم على الصلح وترك الحرب، وهذا أيضا راجع إلى هذا المعنى. لأن عند الصلح ينقاد كل واحد إلى صاحبه».

د پورته عبارتونو لنډ مطلب: د السِّلْمِ اطلاق پر اسلام او سوله دواړو کېږي او زياتره سولي او د جګړې پرېښودو ته ويل کېږي.

په المنتخب تفسيرکې يې د دغه آيت تفسير داسې کړی دی:

يا أيها الذين آمنوا كونوا جميعاً مسالمين فيما بينكم، ولا تثيروا العصبيات الجاهلية وغيرها من أسباب النزاع والخلاف، ولا تسيروا فى طريق الشيطان الذى يدفعكم إلى الشقاق فإنه لكم عدو مبين.

ژباړه: ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی ! ټول په خپلو منځو کې په سوله او روغه جوړه کې واوسئ او جاهلي تعصبونه او د نزاع او مخالفت نور لاملونه مه را پاڅوئ او د شيطان پر لار مه درومئ کوم چې تاسي په بدمرغي او يو له بل سره په بې اتفاقي اخته کوي، ځکه هغه ستاسي ښکاره دښکم دی.

سلام په اسلام کي يو بل ته د ښه راغلي کلمه ده . دغه راز سلام د لوى څښتن له ښکلو نومونو(اسماء الحسنى) څخه دى. همدا شان مسلمان ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم لخوا لارښوونه سوې ده چي د جګړې او د دښمن سره د مخامخ کېدو هيله ونه کړي او نور هم ورته ونه هڅوي، بلکي د عافيت هيله او دعا وکړي، خو کله چي د لوى څښتن په لار کي جګړه پر فرض سي ، نو په زړه ورتيا، غښتلتيا او صبر دي ور ودانګي او په دې باور دي وي چي يابه برى ورپه برخه کيږي يا د شهادت لوى وياړ او شرف. دغه راز قرآن کريم د حديبيې سوله فتح مبين بللې ده.

د اسلام د سولي غوښتني ثبوتونه:

دا چي موږ وايو چي اسلام د سولي دين دى دا د اسلام په تاريخ کي له پيله تر اوسه ډېر ثبوتونه لري. څنګه چي دلته پر ګردو باندي خبري نه سي کېداى نو پر يو څو بېلګو يې ږغيږو.

١. د مدينې تړون: کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ او لوى څښتن هلته د لومړي ځل لپاره د اسلام د لومړني دولت د بنسټ ايښوولو زمينه ورته مساعده کړه، نو هغه تر ټولو د مخه د مکې د مهاجرو او د مدينې د انصارو تر منځ د ورورګلوۍ (مواخات) تړون رامنځته کړ او ورسره سم يې د هغه ځاى د مسلمانانو او يهودو د اړيکو د تنظيم او د ټول انسانيت د امن او سم سمکي په موخه د هغه ځاى د مسلمانانو او يهودو ترمنځ تړون لاسليک کړ.

٢. د حديبيې سوله: دا د اسلام په تاريخ کي تر ټولو مشهوره سوله ده چي حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم د هجرت په شپږم کال په حديبيه نومي ځاى کي د مکې د قريشو سره د لسو کالو لپاره وکړه. چي دا سوله د مسلمانانو په ګټه تمامه سوه او د هغې په موده کي غټ غټ خلک په اسلام مشرف سول.

٣. د خيبر سوله: کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم خيبر فتح کړ د واک او قدرت له موضع څخه يې د خيبر د يهودو سره د هغو د مځکو د حاصلاتو پر نيمه برخه اخيستلو باندي سوله وکړه.

٤. د دومة الجندل د واکمن سره د سولي تړون: کله چي د موته تر جګړې وروسته لوى څښتن د عيسويانو په زړونو کي د مسلمانانو بېره واچول، نو د روم د ټولواکمنۍ ځينو عربو لاس کښېنولو واکمنو پر دغي ټولواکمنۍ باور له لاسه ورکړ ، يو په بل پسې رسولصلى الله عليه وسلم ته د جزيې او ډول ډول جنګي سامان آلاتو او نورو په ورکولو سره يې د هغه سره سولي ته ور ودانګل. لکه چي د دومة الجندل د عرب نصراني واکمن اکيدر نومي سره رسول الله صلى الله عليه وسلم له هغه څخه دجزيې پر اخيستلو سوله وکړه.

٥. د نجران سوله: رسول الله صلى الله عليه وسلم د نجران د نصاراوو سره له هغو څخه د جزيې پر اخيستلو سوله وکړه.

٦. د بني ضمره وو سوله: دغه راز رسول الله صلى الله عليه وسلم د هجرت په دوهم کال(په ٦٢٣ع.کال) د بني ضمره وو سره تحالف او ملګرتيا ته ورته د دايمي سولي تړون لاسليک کړ.

۷. همدغسي حضرت عمر رضي الله عنه د واک او قدرت له موضع څخه د بيت المقدس د نصاراوو سره سوله وکړه. همدا راز د مسلمانانو ځينو مشرانو د روميانو(اروپايانو) او نورو سره سوله کړې ده.

بيا په راوروسته وختونو کي د اسلام ډېرو لارښوونکو د نامسلمانو وګړو سره د سولي ډول ډول تړونونه لاسليک کړي دي. لنډه دا چي د اسلام په وياړلي تاريخ کي د اسلام د سولي غوښتني همدغسي بېګې خورا ډېري دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

هموطنان عزیز، کسیکه به ناموس افغان به دین افغان و وطن تان تجاوز کرده جهاد فرض عین شده چرا اکثریت افغانهای تحصیلکرده وطن ما بیغرت شده اند؟وقتیکه کفار بر سرزمین مسلمانان حمله کند بر مسلمانان همان سرزمین جهاد فرض عین میگردد، و مکلف اند که قبل از هرکاری باید در مقابل کفار بجنگند. اگر مسلمانان مذکور کافی نبودند بر مسلمانان نزدیک شان فرض میگردد که از آنها دفاع کنند و اگر آنها نیز کافی نبودند، به دیگر مسلمانان سرایت نموده تا شرق و غرب می رسد. هنگامی که کفار در یکی از سرزمینهای اسلامی داخل شدند و کسیکه حکم الله… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

افرین او سل افرین مهمند صیب الهي د نور توفیق درکړي ژوندی او صحتمند اوسې !!

zadran
میلمه
zadran

محترم عبدالقدیر مهمند صاحب.(بیانزی صاحب)هر چه زود تر از غرب که مر کز شیاطین است ،به افغانستان تشریف اورده واین جنګ را که تو جهاد می ګویی،اشتراک نموده به طور سرعی به قافله شهدا خود را وصل کن.در غیر از ان از قلب شیطن(لندن)فتوا های کشتن ،وجنګ،را صادر نه نموده،بګذار ملت افغانستان خودشان تصمیم بګیرد.افغان های که در داخل افغانستان استند ،انها بهتر از خودت می داند.همچنان فساد های زیا از غرب به افغانستان صادر ګردیده ،و خودت از صدور فساد .شیطانت ،خود دارای نموده.افغان ها را ممنون سازید،

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، د لیکنی په محتویاتو سربیره خپله د لیکنی عنوان [اسلام د سولې دين دى، جنګ يې هم د ښوموخو او د جنګ د مخنيوي لپاره وي ] د الهی نظام هدف او ماهیت په ډاګه کوی . اسلام یوه جامع کلیمه ده تر ټولو لمړی هدف پکی د الله ج د توحید او عبادت یاد شوی او ورپسی سوله او سیاست په الهی نظام ( اسلام ) کی نغښتل شوی . سوله او سیاست ( حکومت ) یو له بله سره لازمیت او ملزومیت لری . چه همت صاحب د مدینی او… نور لوستل »