د قدر شپه !!

ثاقب خپلواک

د رڼاوو کرشمه ده ، ښایسته ډکه له نُوره
د فطرت د نور جلوه ده ، ده ډیوه د رڼا حُوره

له نغمو د تلاوت یې ، داؤدي ترنم اوري
سندریزه نغمه وتې ده ، له پاڼو د زبُوره

زمزمې د الاهو وي ، کائنات ټول پر رکوع وو
پرشتې پر سجده وي ، بیا د مینې له سُرُوره

په دنیا کې د جنت ونه طوبی راته ښکارېږي
یوه د مینې معجزه ده ، حجابونو کې مستُوره

چې یې زور د مینې چُور کړ، چې یې رام د عشق غرور کړ
یوه رنګینه فلسفه ده ، په ښایست باندې مغرُوره

چې د زېړې زرغونې، سرې زرغونې غوندي ښکارېږي
پر نرۍ ملا را کږه ده ، لکه ښکلې سپینه تُوره

د ښایست رنګ یې زه اورمه له څانګو د ګلونو
چې د مینې یې ښکالو راتله ، د حُسن له غروره

زیې رنګینو انځورګرو نرګسي سترګو رنځور کړم
د ښکلاوو یو سیمبول ده ، زموږ ښکلا یې کړه رنځُوره

د موسی په څېر ثاقبه ! که یې غیږه کې دېره شوې
خو هغه د قدر شپه به کمه نه وي ، بیا له طُوره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د