د کوچنی اختر سوله مو نیکمرغه

عمار یاسر

د کابل حکومت او طالبانو د راروان کوچنی اختر د خوښیو په مناسبت لنډ مهاله بین الافغانی اوربند ته غاړه کیښوده او د جګړې پدې تاوده موسم کې د دواړو لوریو لخوا نرم او مثبت پیغامونه خپاره شول دا نهایت مثبت او د سولې په لور یو بې ساری اقدام دی ، ټولو هیواد والو ته دې مبارک وی ، الله تعالی دې زمونږ د هیواد دغه د کوچنی اختر سوله د دایمی صلحې په اختر بدله کړی .

امریکایان او نور خارجی اشغالګر چې د تیرو ۱۷ کلونو راهیسې زمونږ په هیواد خپل ظالمانه اشغال ته دوام ورکړی او هر ورځ زمونږ بې ګناه ښځې ، ماشومان اوځوانان وژنی ، کورونه مو بمباروی ، دوي هیڅکله د اوربند او سولې مستحق ندی مګر دا چې د خپل اشغال څخه پښیمانه شی ، دوي زمونږ د ولس خوشحالۍ په وینو لړلی ، زمونږ اخترونه یی په غم کړی او تر ټولو لویه دا چې دلته یی جنګ راوړی او هره ورځ لسګونه افغانان ددې جنګ قربانی کیږي .

د حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند دغه حسن نیتی اقدام کولی شی په هیواد کې د دایمي او سرتاسری سولې لپاره پیلامه شی ، اګر که په هیواد کې د روانې جګړې قربانیان تر ډیره افغانان دی خو د جګړې اصلی ماهیت بین الافغانی ندی بلکه جګړه د خارجی اشغالګرو په مقابل کې ده نو ځکه دا امکان شته چې د افغانانو ترمنځ دغه درې ورځنی سوله او اوربند نور هم وغځیږی او د سولې په لور لا زیات فرصتونه پیدا شی .

زمونږ په هیواد کې جګړه د څلویښت کالو راهیسې دوام لری ، دا ټول کلونه مو یا د اشغالګرو په مقابل کې جګړه کړې او یا مو د خارجی دسیسو په نتیجه یو بل وهلی په دواړو حالتو کې ولس زوریدلی ، هیواد مو وران شوی، د جګړو په نتیجه کې مو د مهاجرینو دریم نسل په نورو هیوادونو کې لوییږی او لا هم په خپل هیواد کې ورته د مطمین ژوند تیرولو فرصت ندی برابر شوی ، مخکینی جګړی او د هغې عوامل که هر څه وو خو د روانی جګړې او د هیواد روان وضعیت مسؤلین هغه خلک دی چې د امریکایانو او نورو اشغالګرو په پاتی کیدو باندې ټینګار کوی .

راځئ ټول افغانان د همدې فرصت څخه په استفادې په امریکایانو او ملګرو یی غږ وکړو چې زمونږ د اوربند او سولې په لار کې لوی خنډ تاسې یاست ، که تاسې واقعی د افغانانو ترمنځ سوله غواړئ او مرسته ورسره کوئ نو د خپلو ټولو عسکرو د وتلو لنډ مهال ویش وټاکی او اشغال مو پای ته ورسوی .

۲۷ د روژې مبارکې ۱۴۳۹هـ

دوحه – قطر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د