د سولې نوې هیلې؛ افغان لوري څه کولای شي؟

ذاکر جلالي

د جون پر اوومه د ولسمشر اشرف غني له خوا له طالبانو سره د یو اړخیز اوربند د اعلان په تعقیب طالبانو هم د جون پر نهمه د اوربند اعلان وکړ. د افغان حکومت اوربند د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې دوام کوي. د طالبانو اوربند بیا یوازې د اختر درې ورځې دي؛ خو طالبانو بیا د اوربند په اړه په خپله خبرپاڼه کې د بندیانو خبره هم راپورته کړې او ویلي يې دي چې طالب مشرتابه امر کړی چې هغه بندیان په ګوته کړي چې په راتلونکي کې بیا د افغان حکومت امنیتي لیکو ته نه ورګرځي چې د خلاصون پرېکړه یې وکړي. ښه ده چې اوس افغان حکومت هم د حسن نیت د یوه ګام په توګه د بندیانو بحث مطرح کړي. د بندیانو موضوع د حسن نیت او باورجوړونې په برخه کې ډېر ګټور تمامېدای شي. د دواړو لوریو د اوربند په اعلانونو کې بیا بل مشترک ټکی د جګړې د بهرنیو لوریو په اړه دی. ډاکټر غني د اوربند په اعلان کې وویل چې له طالبانو پرته نورې وسله‌والې ډلې لکه القاعده او داعش په اوربند کې نه دي شاملې. طالبانو هم په ورته ډول په افغانستان کې مېشت بهرني پوځیان له درې ورځني اوربند څخه مستثنا کړي دي. دغه اوربند، که څه هم ډېر لنډمهاله او سمبولیک دی؛ خو دا یې ثابته کړه چې بهرنی فکتور د افغان غمیزې محوري موضوع ده.

د اوربند دغه ډول چې د جګړې ښکېلې غاړې یې له مخکیني تفاهم پرته په ناببره توګه اعلان کړي، د افغانستان په ناورين کې چې تېر غوايي میاشت کې يې څلوېښت کاله پوره شول، بې ساري ګام دی. د افغان ناورین په تېرو څلورو لسیزو کې ځای ځای ډزبندۍ او لنډمهاله تفاهمونه شوي؛ خو په دغه ډول په لوړه کچه اوربند نه دی لیدل شوی. جالبه دا ده څومره چې د افغانستان د سولې او جګړې بحث پېچلی ښکارېده، یا په لوی لاس پېچلی شوی دی، په همدې کچه د اوربند غږونه اسانه او ساده وو. په سر کې ولسمشر غني په یوې لنډې ویډیو کې په ناڅاپي ډول اوربند اعلان کړ. وروسته طالبانو وویل چې تېر کال یې هم اختر کې اوربند کړی و؛ خو اعلان یې نه و کړی. له نېکه مرغه طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ.

افغان ابتکار

هغه څه چې د افغان حکومت او طالبانو په دریځونو کې ډېر نوي او د پام وړ و، له مخکيني منځګړیتوب، خبرو او هڅونې پرته د اوربند ابتکار د افغانانو د پرېکړو زېږنده وه. دا چې عوامل څه وو، مجبوریتونه څه وو، په دې اړه اوس د بحث اړتیا نه لیدل کېږي؛ خو جالب ټکی د دې اوربند دا دی چې دواړه لوري د مقابل لوري له خوا اخلاقي وننګول شول. د بېلګې په توګه په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې بې کچې زیاتوالی شاید د دې یو باعث وي ولسمشر غني یې یو اړخیز اوربند اعلانولو ته اړ ویستی، په مقابل کې یې طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ او تر څنګ یې یو ګام وړاندې راغلل او د بندیانو د خلاصون خبره یې هم وکړه. د طالبانو له دې زرغون څراغ سره یو ځل بیا سترګې ولسمشر غني ته ورګرځي چې هغه هم د طالبانو په اوربند کې د دغې مثبتې زیاتونې د هڅونې په پار له حکومت سره د طالب بندیانو په تړاو نرمښت راولي او ان که ممکن وي ځینې بندیان ازاد کړي. ځکه دا تر ټولو ښه فرصت دی چې د سولې د خبرو لپاره ترې هر لوری ګټه پورته کړي او مقابل لوری لا زیات نرمښت ته وهڅوي.

د افغان ناورین عمده لامل او د دوام اساسي عامل بهرنی فکتور دی. د بهرني فکتور له اغېزې هېڅوک انکار نه شي کولای. خو د بهرني فکتور شتون دا ستونزه هم راپورته کړې چې افغان لوري يې د یو ډول بلاتکلیفۍ ښکار کړي دي. واک ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم، حکومت د سولې په برخه کې خپله ټوله سیاسي پانګونه په پاکستان وکړه. کابل پر همدې نریټیف خپله فرضیه ودروله چې د روانې جګړې تر شا په ټوله معنا پاکستان دی او د سولې او جګړې په تړاو د هرې پرېکړې واک له پاکستان سره دی. د حکومت د دغه نریټیف پایله ټولو ولیده چې وازمویل شوه؛ خو په نهیلۍ واوښته. په همدې ډول طالبان فکر کوي چې هر څه او هره پرېکړه د امریکا په ولکه کې ده. بې له شکه چې امریکا د افغان ناورين یو عمده لوری دی، که څه هم د ۲۰۱۴ په پای کې يې جګړه‌ییز ماموریت پای ته رسېدلی یادېږي؛ خو د ټرمپ له راتګ سره بمباردونه بې حده زیات شوي، چاپو او ان په ځینو نښتو کې امریکايي پوځیان فعال نقش لري. خو سربېره پر دې د امریکایانو پوځي او سیاسي حضور او د سولې او ثبات په اړه د هغوی منفي ارادې د دې باعث شوي دي چې طالبان هم د سولې په اړه د خپل کافي نه تحرک او نه ابتکار پړه د بهرنیانو پر نیت او اراده واچوي. دا چې امریکایان سوله نه غواړي او د افغانستان بې ثباتۍ کې يې ګټه ده؛ دا د هغوی دریځ دی او د هغوی له ستراتیژيکو ګټو سره همغږي لري؛ خو د افغان لوریو تکلیف څه دی؟ د دوی مسوولیت څه دی؟ دغه حالت چې هر څه پر بهرنیانو اچول او هر څه د بهرنیانو نیت او ارادې پورې تړل، له افغان لوریو ابتکار او نوښت تروړلی چې د سولې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.

په سیمه او نړۍ کې ګڼ زورور او کمزوري هېوادونه شته او ډېر لږ شمېر یې په افغان ناورین کې برخه هم لري. که د دغو ځینو ډېرو محدودو هېوادونو ګټې په افغانستان کې د جګړې په دوام کې نغښتې دي، دغه راز د نړۍ زیات شمېر هېوادونه بیا د افغانستان د سولې او ثبات پلوي هم دي. که افغان لوري په رښتینولۍ او اخلاص د سولې لپاره هڅه وکړي، ابتکار په لاس کې واخلي او پر یوه او بل بهرني فکتور د پړې اچولو له بې نتیجې مانوره راتېر شي، کولای شي د سولې لپاره داسې ګامونه پورته کړي چې په لنډ وخت کې به د سولې اوږد مزل لنډ کړي.

افغان لوري کولای شي له خپلو سولې پلوو دریځونو سره د بهرنیانو منفي عزائم بربنډ کړي او بهرنیان په سیاسي او قانوني لحاظ وننګوي. په افغانستان کې د سولې بحث کې د مېشتو بهرنیانو دریځ تر بل هر وخت کمزوری برېښي؛ ځکه تر بل هر وخت د دوی پوځي حضور د سیمې هېوادونو له سیاسي فشار سره مخ دي.

د اوربند د تخریب وېره

اعلان شوی اوربند له معمولو هغو سره تفاوت لري. دلته له هر ډول مخکینۍ موافقې او شرایطو پرته دواړو لوریو پتېيلې چې د سوله‌ییز اختر لپاره اوربند اعلان کړي. د دواړو لوریو له خوا د اوربند له اعلان سره دا وېره رامنځ ته شوې چې ښايي هغه جهتونه فعال شي چې د افغانستان سوله او ثبات نه غواړي. د افغان حکومت اوربند چې د روژې په اوویشتمه پيلېږي ترې یو ورځ مخکې د روژې شپږ ویشتمه په پلازمېنه کابل او جلال اباد ښار کې دوه داسې هدفونه په نښه شول چې د اوربند د تخریب وېره یې لا زیاته کړه.

لومړی سهار لس بجې د جلال اباد ښار زړه کې د طب پوهنځي ودانیو ته څېرمه دوې حملې وشوې. د وروستیو معلوماتو له مخې درې تنه بریدګر په کې وژل شوي او پنځلس تنه ملکیان یې ټپیان کړي. د ننګرهار د والي ویاند بریدګر د داعش غړي بللي. د جلال اباد له پېښې وروسته په کابل کې بیا یو بل ملکي هدف په نښه شو.

ځانمرګي بریدګر د کلیو او پراختیا وزارت کارمندان په نښه کړل او دوولس تنه یې ووژل. د دې پېښې پړه بیا د داعش په نامه ډلې منلې ده.

سربېره پر دې، د طالبانو ځینو سرچینو ادعا کړې چې تېره شپه د ننګرهار په خوږیاڼو کې بهرنیانو او حکومتي ځواکونو پر هغو طالبانو مسلسل بمبارد وکړ چې د داعش پر ضد جنګېدل. د دغو سرچینو په حواله، له حکومت سره له اوربند نه په استفادې طالبانو غوښتل چې د داعش پر ضد پراخ عملیات وکړي.

د اوربند له اعلان سره به هغه جهتونه خپل تخریبي رول لوبوي چې سوله او ثبات یې په ګټه نه دي او د اعلان شوي اوربند د کم اهمیته ښودلو هڅه به وکړي. د اوربند دواړه لوري ښايي دغو ګواښونو ته پام وکړي او خپلو اعلانونو ته ژمن پاتې شي؛ ځکه په دغه ډول اوربند کې د تخریبي هڅو احتمال له وړاندې مطرح دی.

افغان حکومت او سوله

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت وتوانېد چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هم د نظام برخه کړي، چې دا یې د سولې په برخه کې ستره لاسته‌راوړنه هم بلل کېږي؛ خو د جګړې دوام او پراختیا د ښاغلي غني دغه اقدام هم تر خپلې اغېزې لاندې راووست. پر دې سربېره، طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې هم یو ځل د ډاکتر غني حکومت وتوانېد چې د ۲۰۱۵ په جولای کې په مري کې له طالب استازو سره وګوري؛ خو هغه لړۍ هم وروسته د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له خپرېدو سره بې پایلې پای ته ورسېده.

د ولسمشر اشرف غني له خوا له افغان طالبانو سره د اوربند ناببره اعلان د سولې په برخه کې له شک پرته د ولسمشر ابتکار ګڼل کېږي. په حقیقت کې ولسمشر غني وتوانېد چې د سولې ابتکار په لاس کې ونیسي او طالبان تر اخلاقي فشار لاندې راولي، چې له نېکه مرغه طالبانو هم د سکوت پر ځای پر متقابل سوله‌ییز مانور لاس پورې کړ چې د ولس له هرکلي سره مخ شو. اوس چې طالبانو هم د ډاکټر غني د وړاندیز مقابل کې نېک ځواب ورکړ، ولسمشر غني باید د دولتمشر په توګه داسې نور بحثونه مطرح کړي چې د سولې مزل لنډولو کې مرستندوی ثابت شي او د سولې د واقعي خبرو پیل یقیني کړي.

• د اوربند غځېدا

د حکومت او طالبانو د اوربند غږونو ته پراخ هرکلی ښيي چې په ولسي او ملي کچه د اوربند پرېکړې ته کافي زمینه موجوده ده. د اوربند د اعلان مثبت اعلان پسې اوس دواړو لوریو ته سترګې دي چې د اوربند د غځېدا په اړه فکر وکړي. د اوربند لنډمهاله اعلان او ورسره جوخت د ولس هرکلي دا فرصت مساعد کړی چې دواړه لوري د بلې پرېکړې په اړه غور وکړي او دا لړۍ د ودرولو پر ځای وغځوي. د سولې بهیر له پیل سره بل مرستندوی ګام د اوسني سمبولیک اوربند غځېدا ده. اوسنی اوربند ښه پیل دی، د ښو نیتونو ښکارندویي کوي؛ خو دا لنډمهاله اوربند باید په اوږدمهاله اوربند واوړي، داسې اوربند چې د سولې د پروسې د پیل لامل شي.

• بهرنی پوځي حضور

په افغان ناورین کې د بهرنیانو پوځي حضور تر ټولو ګرم او متنازع بحث دی. لکه څنګه چې حکومت د اوربند له اعلان سره وتوانېد چې طالبان هم د اوربند په اړه فکر کولو ته اړباسي، په همدې ډول له اوربند وروسته بحث باید د بهرنیانو د حضور په اړه وي؛ ځکه د دې بحث صرف مطرح کېدل هم د سولې بهیر سره مرستندوی ثابتېدای شي. د سولې په اړه له رامنځته شوي فرصت څخه افغان حکومت ښه استفاده کولای شي چې د بهرنیانو د حضور په اړه غږ پورته کړي او طالبانو ته زرغون څراغ ورکړي. بهرنی پوځي حضور او جګړه کې يې ښکېلتیا د طالبانو د روان مقاومت تر ټولو مهم فلسفي وجود ګڼل کېدای شي. له بلې خوا بهرنی پوځي حضور په تېرو اوولسو کلونو کې ونه توانېد چې د امنیت او ثبات باعث شي. اوس خو د بهرنیانو د حضور په اړه د سیمې د هېوادونو اجماع هم نوره د پخوا په څېر نه ده؛ نو د بهرنیانو په اړه باید افغان حکومت هم په جرئت سره بحث وکړي او په دې اړه کامپرومایز ته چمتو واوسي. که افغان حکومت په همدې فرصت کې د بهرني پوځي حضور په تړاو هم طالبانو ته زرغون څراغ ورکړي، بې له شکه چې طالبان به د سولې په تړاو یوې بلې پرېکړې ته اړباسي.

د پورته دوو ټکو تر څنګ افغان حکومت کولای شي د طالبانو بندیانو سره د نرمښت یا د ځینو د بند د بښلو په اعلان سره او همداراز د طالبانو د قطر دفتر د فعالولو او رسمي کولو بحث له راپورته کولو سره د سولې بحث سړېدو ته پرېنږدي. د دغو ټولو ټکو له مطرح کولو سره افغان حکومت کولای شي د سولې بحث ژوندی وساتي او طالبان هم نورو مفیدو پرېکړو ته اړباسي.

طالبان او سوله

د افغان جګړې څېړنو او مطالعو په کافي اندازه ثابته کړې چې د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د روانې جګړې عمده اړخ طالبان دي. دا چې کله افغان حکومت یوویشت نړیوالې ترهګرې ډلې د عمده ګواښ په توګه یادوي، کله د داعش شتون ته دومره هوا ورکول کېږي چې له ځمکنیو حقایقو سره ډېره فاصله لري او یا کله د پاشلې او تقریباً محوه شوې القاعدې نوم د ژوندي کولو هڅې کېږي، دا ټول د جګړې تبلیغات دي چې هڅه کېږي مقابل لوری وېشلی، پاشلی او کمزوری وښيي او یا د سولې لار له پېچلتیاوو او ابهامونو ډکه وښيي. که له دې ټولو راتېر شو او په روانه جګړه کې د طالبانو پر رول تم شو، بې له شکه چې د طالبانو شتون، رول او مسوولیت د بلې هر ډلې سره اصلاً د پرتلنې وړ نه دی. طالبانو له ډېر پخوا د القاعدې په نوم جنګېدونکې ډلې په خپلو تشکیلاتو کې مدغم کړې. بله ډله چې فعاله ده، داعش ده چې تر ډېره د ننګرهار په ځینو برخو کې فعالیت لري. د داعش په اړه لا هم ډېر ابهامونه شته چې واضح شوي نه دي. په ټوله کې د افغان حکومت او بهرنیانو پر وړاندې عمده جنګېدونکې ډله طالبان دي چې د جګړې او سولې د بحثونو سرټکی ګڼل کېږي.

د سولې او یا نورو مسائلو په اړه، لکه له ټاپي پروژې ملاتړ او داسې نور… د طالبانو د دریځ اعلان په ولسي کچه له پراخ هرکلی سره مخ شوی دی. د اوربند اعلان او په ولس کې يې هرکلي وښوده چې د عامو افغانانو باور دا دی چې د طالب پرېکړه د افغانستان د سولې او جګړې پر معادلې پاموړ اغېز ښندلی شي. د سولې او خبرو اترو په تړاو د افغان حکومت او امریکایانو اعلانونه او دریځونه د ولس له خوا په هغه کچه جدي نه نیول کېږي، چې د طالبانو دریځ ته اهمیت ورکول کېږي. د دې یو لامل ښايي دا وي چې افغان حکومت او په تېره امریکایانو په تېرو کلونو کې د سولې له ملي مسئلې هم د سیاسي او نظامي حربي په توګه ګټه پورته کړې؛ ځکه افغان ولس ته د سولې په اړه د بهرنیانو دریځونو خپل ارزښت بایللی. یا کله چې ځیني افغان ځوانان د سولې غوښتنې هڅې کوي یا هم دیني علما ټولېږي او د سولې په اړه بحث کوي، ورسره جوخت جنرال جان نکلسن دغه اقدامات پر طالبانو ټولنیز او ان «مذهبي فشار» یادوي. دا چې دغه خوځښتونه څومره ولسي او طبیعي وو که نه پر خپل ځای؛ خو له دغو ناستو د نکلسن ملاتړ په لوی لاس د دغو ناستو پر ماهیت او اصالت شکونه پارولي دي. د شکونو او بدګومانیو په دې وضعیت کې د طالبانو ان کوچنی دریځ هم د سولې په اړه له پراخ ولسي هرکلي سره مخ کېږي.

طالبانو ته څه په کار دي

د اوربند په اړه د طالبانو وروستي دریځ وښوده چې د سولې په اړه د دوی دریځ کې انعطاف تر بل هر لوري پراخ اغېز او پراخ ولسي هرکلي سره مخ کېږي. د اوربند په اړه ولسي هرکلی ښايي طالبانو هم پخوا دقیقه نه وه محاسبه کړې؛ خو اوس چې معلومه شوه له دې سره د سولې او ثبات په اړه له طالبانو توقعات زیاتېږي او ورسره د دوی مسوولیتونه هم زیاتېږي. د طالبانو معمولي اقدام چې د افغانستان سوله او ثبات تضمینولای شي، کولای شي لوی بدلون رامنځته کړي. تېر کال ګلبدین حکمتیار هم سوله وکړه، ډېرې هیلې ورته وې؛ خو د جګړې پر لیکو او امنیتي وضعیت یې کوم اغېز ښکاره نه شو. ښايي د ښاغلي حکمتیار ناموثره سوله هم لامل شوې وي چې اوس ولسي توقع یوازې طالبانو ته زیاته شوې ده.

کله چې لیدل کېږي، د طالبانو له لوري د اوربند ان درې ورځني اعلان –چې لا پلی شوی هم نه دی- په دومره کچه هرکلي سره مخ شو، اوس طالبانو ته په کار دي، چې له دې پرته چې د امریکایانو سولې ضد ارادو پورې تړلي پاتې شي، باید د سولې په اړه پېش‌قدمه شي او د سولې او ټیکاو ابتکار په لاس کې واخلي. د خواله رسنیو له پراختیا سره، اوس په افغان سیاست کې یوې پاموړ د فشار ډلې هم سر راپورته کړی دی چې افغان حکومت او هم د طالبانو په انعطافونو کې د دغې ډلې اغېز هم له پامه نه شي غورځول کېدای. طالبان اوس کولای شي د سولې له ابتکارونو او نوښتونو سره د فشار ډلې له ګوتنیونو ځان خلاص کړي او د فشار ډلې مخه امریکایانو یا هم افغان حکومت ته کړي. دا هم ښه ده چې کرار کرار د طالبانو او افغان حکومت یا امریکایانو ترمنځ سیالي یوازې پوځي ډګر پورې محدوده پاتې نه شي، بلکې په دیپلوماتیک لحاظ هم کولای شي د سولې له نوو وړاندیزونو سره یو بل وننګوي او تر فشار لاندې يې راولي. دغه سیاسي ننګونې کولای شي درېواړه لوري خصوصاً دوه افغان لوري لا معتدلو سوله ییزو دریځونو خپلولو ته وهڅوي. وروستي اوربند وښوده چې افغانان هم کولای شي چې د سولې په اړه پرېکړې وکړي؛ که چېرې راتلونکي کې د سولې په اړه داسې جدي پرېکړې کېږي چې د سولې مخالف بهرنیان یې پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي، په هغه صورت کې به حتما د سیمې هېوادونه رامخته شي او په افغانستان کې به له مېشتو بهرنیانو په تېره له متحده ایالاتو وغواړي چې د خبرو مېز ته راشي او خپل رول ولوبوي.

د اوربند اعلان دا فرصت رامنځ ته کړی چې دواړه افغان لوري په خپلو دریځونو کې تعدیل راولي. که طالبان د افغان حکومت او امریکایانو په ګډون درې اړخیزو خبرو ته چمتو شي، په همدې ډول افغان حکومت هم د مذاکراتو بحث کې امریکایان له پامه ونه غورځوي او حضور یې ومني؛ د دغو درېوو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو دوام د سولې او جګړې په تړاو مهم بدلون راوستلای شي. یو ځل چې په دغه ترکیب درې اړخیزې خبرې پیل شي، په هغه صورت کې به امریکایان هم ونه شي کړای چې له مسوولیت اوږې خالي کړي. د سیمې هېوادونه به بیا په هېڅ صورت بې تفاوته نه پاتې کېږي. ان د اوربند له اعلانونو وړاندې، تقریباً له تېر یوه کال راهیسې روسانو په وار وار له امریکایانو غوښتي چې طالبانو سره نېغ په نېغه خبرو ته کښېني؛ خو کله چې په افغان لوري کې خبرو ته لېوالتیا نه لیدل کېږي، د روسانو په څېر د جهتونو فشار هم خپل اغېز بایلي. که چېرته افغان لوریو کې د سولې په اړه اراده او تحرک راپيدا شي، په هغه صورت کې به د سیمې د هېوادونو رول هم بارز شي.

پر نورو خنډونو سربېره، هغه څه چې تر دې دمه د سولې بهیر د عملي پیل خنډ ګڼل کېږي او د یوه ابتکار باعث نه دی شوی، د سولې په برخه کې د طالبانو د رهبري شورا، یا هم قطر دفتر پڅ حرکت یا د سیاسي جمود او غیر ابتکاري حالت دوام دی. اوس چې د طالبانو د اوربند اعلان هم په ملي کچه او د طالبانو د جنګیالیو په لیکو کې له هرکلي سره مخ شوی، د جمود او نه تحرک پخواني حالت ته د ورګرځېدو بله پلمه نه ده پاتې. په کار ده چې د سولې په باب دغه تحرک او خوځښت دوام پیدا کړي، پراخ شي، د افغان ټولنې له مختلفو قشرونو سره پرې بحث وشي او دا خواره واره بحثونه د سولې د یوه ټولمنلي داسې پراخ بحث لامل شي، چې په پایله کې يې بهرنی فکتور هم نور د ځان ګوښه کولو فرصت ونه لري، د افغان ولس د سولې داعیې ته غاړه کښېږدي او د سولې خنډونه پورته کړي.

د یوه خپلواک، سوله‌ییز او بسیا افغانستان په هیله!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د