
د قرآن کريم پښتو غږيزه ژباړه پر ليکه شوه / دلته یې کښته او واورئ
مولوي محمد بشار
افغان بنسټ چې له کلونو راهيسې د هېواد په کچه په علمي، ښوونيز او روزنيز ډګر کې رغنده او اغېزناک خدمت کوي، دا ځل د دې ادارې د دعوت او نشراتو د څانګي مسؤل ښاغلي مولوي عبدالحق حماد هېوادوالو ته يوه کم سارې ډالۍ وړاندې کړه.
نوموړي له دوو کلونو مسلسل زيار وروسته د قرآن کريم داسې غږيزه ژباړه چمتو کړې چې د ډېرو ځانګړتياوو په درلودلو سره ښايي د پښتو ترجمو په سر کې ځای ونيسي.
که څه هم له دې وړاندې په پښتو ژبه د قرآن کريم يو شمېر غږيزي ترجمې ثبت شوي دي؛ خو د ترجمې د علمي محتوا ترڅنګ د ژبې کره والی او روانوالی، د ثبت لوړ کيفيت، د ژباړن او قاريانو د غږونو ښه تناسب، اسانه فهم او د هېواد د مختلفو لهجو مراعت هغه ځانګړتياوي دي چې ښايي د دې ترجمې د ښه منل کېدو لامل شي.
له ديني علومو څخه فارغ ځوان او هڅاند مولوي عبدالحق حماد د قرآن کريم تکړه حافظ او قاري هم دی او د حياة الصحابة درې ضخيمو ټوکونو د ژباړي ترڅنګ يې ګڼ شمېر نور کتابونه ليکلي او ژباړلي دي او د افغان بنسټ د ښوونيز نصاب په چمتو کولو کې يې مهمه ونډه لرلې ده.
نوموړی د خپلې ترجمې په هکله وايي:
له څو کلونو راهيسي مي تلوسه وه چې د قرآن کريم د زده کړې په ډګر کې هېوادوالو ته يو داسې خدمت وړاندې کړم چې که الله يې قبول کړي له مرګ وروسته هم راته جاريه صدقه وي، کله چې د افغان بنسټ د ښوونيز نصاب چاري بشپړي شوې او زه د دعوت او نشراتو څانګي ته راغلم او افغان غږ راډيو مو پيل کړه؛ نو الله تعالی دا زمينه راته برابره کړه چې د په خپل غږ کې د قرآن کريم ترجمه ثبت کړم.
په پيل کې مې د مولوي فاروق غلجي صاحب ترجمه چې د اوس وخت له ترټولو غوره ترجمو څخه يوه ده، ثبتول پيل کړل او چې څنګه وه هغسي به مې ثبتوله؛ خو له څو سپارو ثبتولو وروسته راته څرګنده شوه چې بايد دا ترجمه تغير وکړي، غلجي صاحب ته دې الله د دې ستر خدمت ستر اجر ورکړي، نوموړي په اوسني وخت کې په روانه او کره پښتو ژبه مثالي ترجمه ليکلې ده؛ خو دا چې نوموړي هڅه کړې ده ترجمه يې ډېره مختصره او په کرښه کې د قرآن کريم له متن څخه ونه وځي؛ نو ځکه په ځينو برخو کې يې مفهوم واضح نه و، له دې سره سره ځيني نور اړخونه هم و چې بايد کار پرې شوی وای.
له همدې امله مې د غلجي صاحب له ترجمې څخه په استفاده او د نورو معتبرو تفسيرونو په استناد نوې ترجمه چمتو کړله، ما په خپله ترجمه کې له دغو نورو تفسيرونو څخه استفاده کړې ده: د غوره تفسير لپاره ابن کثير، د ښه قيد او تعليق لپاره طبري، او له عربي تفاسيرو پرته د ښه مفهوم لپاره د مفتي محمد تقي عثماني صاحب آسان ترجمه قرآن.
که د الله خوښه وه او اسباب برابر شول په راتلونکي کې به دا ترجمه په داسې ويډيو شکل هم چمتو کړو چې له هر آيت سره مناسبې منظرې به ورسره را اخيستل کېږي او چاپ هم شي.
د يادونې وړ ده چې دا ترجمه د افغان بنسټ اړوند افغان غږ راډيو له لارې هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه تر اتو بجو پوري او د جمعې په ورځ د سهار له اتو بجو څخه د غرمې تر دوولسو بجو پورې په کابل ښار او اړوندو سيمو کې په 106.1 ايف ايم څپه خپرېږي.
تاسو کولای شئ دا ترجمه له لاندې لينکونو څخه هم ښکته کړئ.
ويب پاڼه: https://archive.org/details/quranpashtotranslation_201806
ټيليګرام پيج : hammadafghan
د نظر شريکولو لپاره په لاندې وټس اپ شمېره اړيکه نيولای شئ:
0093777636892
ماشاءالله ډیر ستر خدمت یي کړی الله تعالی دې قبول کړي.
البته ما چې دا ترجمه د مولوي فاروق غلجي صاحب له ترجمې سره وارزوله، نو رامعلومه شوه چې ٪۹۰ فیصده هماغه ترجمه ده یوازې لږ اصطلاحات په کې بدل رابدل شوي دي. د دې لپاره چې د وتلي ژباړن مولوي فاروق صاحب حق نه وای ضائع شوی باید اقلا د ترجمې نسبت دواړو ته شوای وای. په هر حال له افغان بنسټ نه زښته ډیره مننه چې دغه ستره ډالۍ یې پښتون اولس ته وړاندې کړه
هلال صاحب
بايد هم يو شانته وى كه له هغت يي حتي استفاده هم نه وي کړې
ذلک الکتاب…. دغه کتاب چې دی
دا که اوس بل څوک ژباړي نو فکر کوی چې بل ډور به وي؟؟
هلال احمد صاحب ستاسو نظر مې خوښ دی.
دې کې شک نشته چې غلجی صاحب په دې ډګر کې زموږ سرلاری دی.
خو که تاسو وګورئ همدا کم تغيرات او ځينو برخو کې تر دې ډېره سلنه، عادي تغيرات نه دي، ډېر فکر او کار پرې شوی.
دا چې قرآن کريم يو داسي کتاب دی چې ډېره معمولي تېروتنه هم پکې د زغملو نه ده نو همدغو کمو تغيراتو هم نژدې دوه کاله وخت ونيو.
په چاپي بڼه کې به د غلجي صاحب په مشوره همداسي وکړو.
الله مو ونازوه
زه اګر چه عالم څه چه شاګردانو کی به یی هم وشمیرل شم که نه ، مګر بیا هم دقران عظیم الشان سره می مینه وه او ده ، د قران کریم ترجمی او تفاسیر می په استاذ سربیره ډیر لوستلی او لولم ( وخت ناوخت ) . په دی اړه زما ارزونه داده : د قران ترجمه یو له بله ډیر توپیر نه لری اما تفاسیر یو له بله سره په ډیرو مواردو کی چه هغه عبادات نه وی ډیر توپیر لری . که دغه عالم صاحب ترجمه کړی وی ترجمه به یی له نورو مترجمو سره که په… نور لوستل »
اسلام علیکم!محترم ورور قرآن کریم په پشتو ترجمه می واوریده یقیناً سی ډیر په فصاحت او آسانه لفظو ترجمه سوی ده
الله جل شانه مو دغه ذیار په خپل دربار قبول ومقبول وګرځوه.
خو متأصفانه په ډاونلوډیلو یی ونه توانیدم ډیرو نورو وروڼو هم راڅخه غوشتی دی
دزِپ فائل تر څنګ هره پاره ځانته لنک ولری ځکه په موبائل کی ډاونلوډیدل به آسانه سی.
وسلام
جزاک الله
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاتهه
البته له ډیر زیار وروسته په دی وتوانیدم چه قرآن کریم دموبائل د لاری ډاونلوډ کړم له کمپیوټر هم نه ډاونلوډیده څه حصه به ډاونلوډ سوه بیرته به قطع سو بلآخر می په موبائل کشی د پلے سټور نه ADMډاونلوډر ډاونلوډ که پس له هغه ډاونلوډ مکمل سو الحمدلله