په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې څوک باید انتخاب او له چا د ښه ځلېدو تمه کیږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او هند ترمنځ دوه ورځې وروسته تاریخي ټيسټ سیالۍ ترسره کیږي چې له ډېره وخته یې مینوال د انتظار شیبې باسي.

افغانستان لوبډلې ته تېر کال د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا بشپړ او د ټیسټ درجې غړیتوب ورکړل شو چې لومړۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ یې د هند لوبډلې پر وړاندې اټکل شوې ده.

دې سیالۍ لپاره افغانستان لوبډلې خپله شپاړس کسیزه لوبډله غوره کړې چې په لاندې ډول ده:

شهزاد محمدي، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)، ناصر جمال، حشمت الله شهیدي، افسر ځاځی، محمد نبي، راشد خان، ظاهر خان، حمزه هوتک، سید شهزاد، محمد یامین احمدزی، وفادار او مجیب ځدراڼ.

خو سوال دا کیږي چې له دغو شپاړس لوبغاړو څخه څوک باید انتخاب شي او د چا له ښه ځلیدو تمه کیږي؟

توپوهونکي: محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، اصغر ستانکزی، حشمت الله شهیدي، ناصر جمال، افسر ځاځی غوره شوي دي.

افسر ځاځی او محمد شهزاد ویکټ ساتونکي دي، ټیسټ لوبې او دواړو لوبغاړو ته په کتلو افسر ځاځی د ټیسټ لوبې لپاره غوره انتخاب دی، ځکه محمد شهزاد چټک توپوهونکی دی، که څه هم په اولې درجې سیالیو کې ښه اوسط لري خو دفاعي نه بلکې حمله کونکی لوبغاړی دی چې د سختو توپ اچونکو پر وړاندې ژر ویکټ له لاسه ورکوي، او ټيسټ لوبه کې ژر ویکټ له لاسه ورکول پر لوبډله فشار زیاتوي.

رحمت شاه، احسان جنت، حشت الله، جاوید احمدي او اصغر ستانکزی پنځه داسې لوبغاړي دي چې په ټاپ او میډل آرډر کې ښه لوبیږي، او ددوی لوبې ته په کتلو څلور واړه د ټیسټ لوبې لپاره غوره انتخاب دی، دوی د دفاعي لوبې کولو ترڅنګ ښه ویکټ هم ساتلی شي.

رحمت شاه، احسان جنت، اصغر ستانکزی او حشمت الله څلور واړه په اولې درجې سیالیو کې له ۴۰ پورته ښه اوسط لري، چې د هند پر وړاندې هم ښه ثابتیدلای شي، خو باید کوم لوبغاړی په کوم وخت راوویستل شي باید په پام کې ونېول شي.

همدا ډول محمد نبي په آلراونډرانو کې ښه انتخاب دی، نوموړی د شپږیزې وهلو وړتیا هم لري او د اړتیا پر وخت د لوبډلې لپاره چټکې منډې هم جوړولای شي، دده سره په توپوهنه کې راشد خان هم د ملګرتیا جوړولو وړتیا لري.

په توپ اچونکو کې وفادار او یامین احمدزی په چټک توپ اچونکو، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په سوکه توپ اچونکو کې ښه ثابتیدلای شي، محمد نبي په څلور ورځني سیالیو کې ښه تجربه لري، همدا ډول د راشد خان او مجیب الرحمن تاوونکي توپونه پر مخالف لوبډله فشار برقراره ساتي.

راشد خان که څه هم د یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو لپاره ښه انتخاب دی، خو اوسمهال د هغه وړتیا ثابتولای شي هندي لوبغاړي له فشار سره مخ کړي او وخت تروخته یې ویکټ وغورځوي، سربېره پر دې توپ اچونکو په لیست کې رحمت شاه هم مرسته کولای شي.

مجیب الرحمن تر اوسه د اولې درجې سیالۍ نه دي ترسره کړي، خو په محدودو یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې غوره ثابتېدل حتما د هند لوبډله له سخت فشار سره مخ کوي، همدا ډول وفادار هم کمې فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړي، خو په تمریناتي کیمپ کې له نورو ښه کتل شوی.

لاندې یوولس کسیزه لوبډله ټاکل کېدل به یوه غوره انتخاب وي.

جاوید احمدي، احسان جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، حشمت شهیدي، افسر ځاځی (کیپر)، محمد نبي، راشد خان، محمد یامین، وفادار او مجیب الرحمن.

که چیرې افغانستان دغه سیالۍ وګټي نو د نړۍ پرمخ به دویمه لوبډله شي چې په لومړۍ تاریخي سیالۍ کې بریا خپلوي، له دې وړاندې استرالیا واحد لوبډله ده چې په لومړۍ ټیسټ سیالۍ کې یې بریا خپله کړې ده.

ټاکل شوې چې دغه سیالۍ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په ۱۴مه نېټه د سهار په ۷:۳۰ بجې د هند په بنګلور ښار چیناسوامي لوبغالي کې ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د