ورزش

مجیب الرحمن: غواړم په ټیسټ سیالۍ کې «کی ایل راهول» وسوځوم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن غواړي د هند پر وړاندې په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې خپل ملګری کی ایل راهول وسوځوي.

کی ایل راهول د هند په تجارتي سیالیو کې مجیب الرحمن سره یوځای د پنجاب لوبډلې برخه وو، مجیب وایي غواړي خپل تر ټولو نږدې ملګری په دغه تاریخي سیالۍ کې وسوځوي.

نوموړي یوې هندي سپورتي رسني کریک انفو سره په مرکه کې وویل: «که چیرې د هند پر وړاندې سیالۍ کې ځای راکړل شي، لومړی ښکار به مې کی ایل راهول او بیا نور لوبغاړي وي».

مجیب الرحمن وایي چې د آی پي ایل په جریان کې به کله چې ما کی ایل راهول ته په تمریناتو توپ اچونه کوله نو زما توپ به یې ښه لوباوه، زه غواړم هغه ته خپله وړتیا وښایم او هغه وسوځوم.

نوموړي په بنګلور ښار کې د هند پر وړاندې سیالۍ لپاره د خپلې تجربې په اړه وویل چې په آی پي ایل کې له ښې تجربې وروسته د هغې ځای او په ځانګړي ډول د بنګلور چیناسوامي لوبغالي سره بلد دی او وبه کولای شي خپله وړتیا مثبته ثابتیږي.

مجیب سره د آی پي ایل په جریان کې تکړه توپ اچونکي اشوین ښې تجربې شریکې کړي، او همدا ډول پخپلو کې د تمریناتو پر وخت د محمد نبي او راشد خان تجربو څخه هم ډاډمن دی.

مجیب الرحمن د نړۍ له واحدو توپوهونکو څخه دی چې په یو وخت پنځه ډوله توپ اچونه کوي، او توپوهونکی نشي کولای د نوموړي توپ معلوم کړي کوم خوا تاوویږي، دغه ځانګړتیا په اوس وخت کې ډېر کم توپ اچونکي لري.

اوولس کلن افغان توپ اچونکی په آی پي ایل کې د پنجاب لوبډلې لخوا لوبېده، چې په لسو سیالیو کې یې د ویرات کوهلي په شمول ۱۴ ویکټې واخیستې، خو د نوموړي لوبډله دویم پړاو ته له تلو وړاندې بهر شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x