ینس سټولنټبرګ

ناټو هم له اوربنده د دایمي سولې هیله لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): نن د حکومت له لوري د اوربند لومړۍ ورځ ده چې د اختر تر پنځمې به دوام ولري، ناټو وايي هیله لري چې دا اوربند دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

د ناټو مشر ینس سټولنټبرګ پرون یوې خبرې ناستې ته وویل، دوی پر دې باور دي چې افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي.

ناټو چې په افغانستان کې د روانې جګړې پیلوونکې او تمویلونکې ده، وايي هیله لري چې دا اوربند وغځول شي.

هغه پر طالبانو هم غږ کړی چې خپل اوربند دې مراعت کړي، که څه هم د طالبانو له لوري د اختر په ورځو کې له کېدونکي اوربند څخه بهرنیان بشپړ مستثنی دي.

طالبانو د ولس په غوښتنه د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی او ویلي يې دي، هغه ورسره زنداني عسکر به هم خوشي کړي چې بیا د دوی پر ضد وسله نه اخلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه راډيويي مرکه کې دا هم وویل، چې د دولت نظامي او غیر نظامي مامورین کولی شي چې د دوی تر لاس لاندې ساحو کې هم تګ راتګ کولی شي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د