ارشیف؛ له طالبانو سره زنداني عسکر

هلمند: طالبانو ۱۳ زنداني عسکر خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبانو په هلمند کې د ورسره زنداني عسکرو له ډلې ۱۳ تنه خوشي کړي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دغه زندانیان يې د اختر د رارسېدو په مناسبت خوشي کړي دي.

هغه رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د خوشي کړل شویو زندانیانو لنډ شهرت هم لېږلی دی.

د خبرپاڼې له مخې دې عسکرو ژمنه کړې چې بیا به د طالبانو پر ضد جګړه نه کوي او خپلو پخوانیو دندو ته به نه ور ګرځي.

«یادو بندویانو ژمنه وکړه چې نور به د دښمن لیکوته نه ورځي، اوس په حقائقو پوه شوي دي، دوی غولیدلي وو او نور غواړي خپلو کورونیوته لاړ شي او نور د هغوی د غم او خفګان سبب ونه ګرځي.»

askar-hilmand

طالب ویاند قاري یوسف احمدي، د خوشي شویو عسکرو دا لیست نن ټکی اسیا ته رالېږلی

طالب مشر خپلو سرتېرو ته د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په تړاو هم امر کړی، چې هغه ورسره زندانیان دې خوشي کړي چې بیا د خپل ولس پر ضد د وسلې اخیستو نیت نه لري.

په خپاره شوي حکم کې داهم ویل شوي و، چې د نورو زندانیانو لپاره اسانتیاوې او له کورنیو سره دې يې د ملاقات زمینه مساعده کړي.

د طالبانو له لوري د دې اقدام پراخ هرکلی شوی او افغان ولس پر حکومت هم غږ کړی، چې ورته ګامونه دې پورته کړي او اختر کې د اوربند په مناسبت دې ځینې طالب زندانیان خوشي کړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د