کابل: ډاکټرغني د پاکستاني پوځ له مشر سره ولیدل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د پاکستاني پوځ مشر جاوید قمر باجوه د یو پلاي په مشرۍ نن کابل ته راورسيد.

په ارګ کې د ویاند یو مرستیال وايي داکټر غني له دې پاکستاني پلاوي سره پر امنیتي موضوعاتو خبرې کړې.

شاه حسین مرتضوي وايي دواړو لوریو په سیمه کې پر شته ستونزو خبرې وکړې او هم يې د عمل پلان په نوم د مخکې تیار کړي سند پر تطبیق هم څرګندونې وکړې.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ ځينو رسنیو دا خبر هم ورکړ، چې دواړه هېوادونه د ګډو استخباراتي مرکزونو د جوړولو هوډ لري.

د ځينو سرچینو په حواله، د نظامي عملیاتو د افغان او پاکستاني پلاوو تر منځ په راولپنډۍ ښار کې پر دې هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه د معلوماتو د شریکولو لپاره ګډ استخباراتي مرکزونه جوړ کړي.

دواړو هېوادونو په مرکزونو او پر ډېورنډ کرښه د دې مرکزونو له جوړوېدو بله موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د جنګیالیو د تګ راتګ مخه ونیول شي.

ډېورند کرښې ته څېرمه استخباراتي مرکزونه په تورخم او چمن کې جوړېږي، چې د شکمنو فعالیتونو په اړه به له یو بل سره معلومات شريکوي.

د پاکستاني پوځ مشر د محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راغی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د