مشرانو جرګه: که اوربند په سوله بدل شي؛ نورې جنګي ډلې په اسانۍ له منځه وړل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): مشرانو جرګه وايي که له طالبانو سره شوی اوربند په دایمي سوله بدل شي، نورې جنګي ډلې ډېر ژر له منځه وړل کېدای شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د اختر په مناسبت د اوربند هرکلی وکړ او ويې ویل چې باید وغځول شي.

هغه د کومې مشخصي ډلې نوم یاد نه کړ، خو ويې ویل چې له طالبانو پرته نورې ډلې «تکفیري» فکر لري او په افغانستان کې ځای نه شي موندلی.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد فیصل سیمع وویل، دې اوربند ته له «ناروغانو او څو جنګ غوښتونکو» پرته نور ټول افغانان خوښ دي.

هغه وویل داسې لاسونه شته چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ لپاره هڅه کوي او دلته يې ارامي نه لورېږي.

نن د حکومت له لوري د اعلان شوي اوربند لومړۍ ورځ ده، چې د اختر تر پنځمې به دوام کړي، طالبانو په اختر کې د اوربند اعلان کړی دی.

افغان ولس د دې اقداماتو هر کلی کړی او هیله يې ښکاره کړې چې د اوربند موده وغځول شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هو، یو مسلمان او خپلواک افغان به د سولی نه یواځی مخالفت بلکه د سولی د پاره به عملی او نه ستړی کیدونکی هلی ځلی تل چاری وساتی ، سوله د اسلام بل نوم دی. که سوله شتون ولری ساینس او تکنالوژی هم پرمختګ کوی ، کار اهلو ته سپارل کیږی او …. مګر زمونږ هیواد اشغال او حکومت مو غلام ، ناوړه او فاسد دی بلواکه دی هغه وایی او هغه کوی چه د ویلو او کولو ورته ویل شوی . ایا کرزی نه شو کولای چه د خپل حکومت په لمړی یا دوهمه دوره کی یی دغه ابتکار… نور لوستل »