هندي لوبغاړی: اصغر ستانکزی دې پخپلو سوکه توپ اچونکو نه مغروره کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند کرېکټ لوبډلې توپوهونکي «کرن نایر» د افغانستان لوبډلې مشر اصغر ستانکزي خبرو ته غبرګون ښودلی دی.

کرن نایر ویلي دي چې اصغر ستانکزي د خپلو سوکه توپ اچونکو په اړه خبرې کړي دي،  دا یوه لویه خبره ده، په داسې حال کې چې افغان لوبغاړو تر اوسه په ټیسټ لوبو کې لا برخه نه ده اخیستې.

اصغر ستانکزي څو ورځې وړاندې د خپلو سوکه توپ اچونکو په اړه خپل نظر څرګند کړی و او ویلي وو چې ددوی سوکه توپ اچونکي له هندي سوکه توپ اچونکو څخه غوره دي.

هندي لوبغاړي کرن نایر د اصغر ستانکزي دغو خبرو ته په ځواب کې ویلي چې که څه هم افغانستان غوره سوکه توپ اچونکي لري خو دوی لا تر دې دمه ټیسټ لوبه نه ده ترسره کړې، او د ټیسټ او شل اوریزو لوبو ترمنځ ستر توپير موجود دی.

کرن نایر زیاته کړه، ټولو ته معلومه ده چې هندي سوکه توپ اچونکي په ټيسټ لوبو کې څنګه وړتیا ښودلې ده، په دې اړه نور وضاحت ته اړتیا نشته.

نوموړي راشد خان ستایلی او ویلي یې دي چې هغه په شل اوریزو سیالیو کې غوره توپ اچونکی دی، خو باید په پام کې ونېول شي چې د ټيسټ او شل اوریزو سیالیو ترمنځ توپير شته.

کرن نایر وایي چې د راشد خان پر وړاندې به حتما احتیاط کوي، او کوښښ به یې همدا وي چې د هغه پر وړاندې له دفاعي تکتیکه کار واخلي.

یاده دې وي چې کرن نایر هندي لوبغاړی دی او په آی پي ایل سیالیو کې د مجیب الرحمن هم لوبډله و، نوموړی دوه کاله وروسته د افغانستان پر وړاندې د خپلې لوبډلې په شپاړس کسیزه لوبډله کې اخیستل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د