ډهوني، راینا او براوو کریم صادق ته څه ډالۍ کړل؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د هند په تجارتي سیالیو کې کریم صادق ته د دهوني لوبډله د خوښې لوبډله وه، چې اوس د همدغې لوبډلې درې لوبغاړو کریم صادق ته خپل کمیسونه او بیټونه ډالۍ کړل.

د هند کرېکټ لوبډلې تکړه او غښتلي توپوهونکي ایم ایس دهوني او سریش راینا، او د ویسټ انډيز کرېکټ لوبډلې ډي جی براوو پخپلو کمیسونو او بیټونو باندې لاسلیکونه وکړل او د افغانستان توپوهونکي کریم صادق ته یې واستول.

کریم صادق یوې رسنۍ ته وویل چې له دغو لوبغاړو د زړه له تله مننه کوي، دوی دغه کار د ښه نیت په اساس کړی دی.

ویل کیږي چې دغو لوبغاړو کریم صادق ته د کمیسونو او بیټونو ډالۍ دده د خیریه ټولنې د ننګې او د ننګرهار لوبغالي چې کریم صادق په کې د ټپیانو مرسته کړې وه، په پار ده ته استولي دي.

کریم صادق په خپل ټویټر پاڼه یو عکس خپور کړی، او له دریواړو لوبغاړو څخه یې مننه کړې چې هغو په «ښکلیو» ډالیو نازولی دی.

https://twitter.com/karimkhansadiq/status/1006228928703422469

د یادونې وړ ده چې کریم صادق د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړی دی او ترڅنګ یې په جلال اباد ښار کې یوه خیریه ټولنه هم لري، چې د بیوزلو کسانو مرسته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د