د طالبانو پخوانی مشران: ملا محمد عمر مجاهد، ملا اختر محمد منصور

ځیني دسولي قرباني سوو… نورو بیا سوله دهوسونو قرباني‌ کړه / دوهمه برخه

بخت الرحمن شرافت

دغه وه دسولې ناوې دهیواد اصلي بچیانو یوځل بیا تر کابل پوري راورسوله،،‌ لاره کې یې ډیړي ستړیاوي، ستومانۍ او تکلیفونه وګالل،‌ دسولي له دښمنانو سره یې سختي مقابلې ورکړې.

ناوې لا تر اوسه میلمنه وه،‌ تر اوسه یې دکور چوپړ ته پایڅې نه وې راپورته کړې، چې دسولي او ثبات دښمنانو دهوسونو او دخواهشاتو مزدورانو یو ځل بیا دنړې دبد نام ظالم او غربي ښامار په مرسته دسولي دناوې کور ترسختو بریدونو لاندي راوست،،‌ محافظینو ا وساتونکو یې کلکه مقابله وکړه.

ځینو سا ورکړه ځیني‌ زخمیان سوو، بې شماره ورک او یو شمیر پاته کسانو یو ځل بیا له کابل څخه دسولي دناوي ډولۍ پر ماتو او ګوډو اوږو پورته کړه،،،‌ مخ پر غرونو او بیدیاوو روان سوو، دښمن قوي وه او لښکر زخمي وه ملګرو پریکړه وکړه چې د څه وخت لپاره به دسولي ناوې چیري‌ پټه کړو او مونږ به لږ دمه وکړو،،‌ دزخمیانو زخمونو به مرهم کړو او د ورکو ملګرو درک به ولګوو.

دښمن ددې لپاره چې دهیواد په خاصه توګه دکابل خلګ وغولوي کابل کې یې دسولي دناوې پر ‍ځای کومه بله بد شکله، ناولې بد رنګه او بد کرداره مینځه سره سالوکې کښینوله ترڅو خلګو ته وښیې، چې دسولې دناوې لښکر مو مات کړې دسولي‌ ناوې مو ځیني غنیمت کړې.

دښمن ددې لپاره چې دخلګو ښه یقین وسې خپل بهرني بادار ته یې وویل خلګ یې داسي مفت او اسانه، نه راسره منې پیسې راکړۍ ترڅو مونږ یې دبریا دشریني په ډول باندي خلګو کې تقسیم کړو او باور یې وسې چې دسولې ناوې مو رښتیا غنیمت کړې، هغه وه چې په مال شتمن او په غله من بادارهم پریمانه ورکړې.

څه ددوي‌ درواغجن تبلیغات وه او څه نور دشرینیو زور وه، خلګو هم دلږ وخت لپاره یقین وسو چې رښتیا لکه چې دسولې ناوې غنیمت سوې او هغه خلګ چې دسولې دناوې په سریې قسم خوړلی چې ټول به مرو خو دسولې دناوې دعزت او شرف پړونی به چاته ورنکړو،‌ لکه چې نور مات سوي او تښتیدلې دي.

شپې او ورځي تیریدلې دکور خلګ سترګې په لاروه چې اوس به ناوې راوزي‌ چوپړ وهل به شروع کوي، کله له یوې خواڅخه اواز راپورته سي‌،‌ پلانۍ،، ناوې چیري ده،،‌ منګي کې اوبه نسته،‌ کله له بله کونجه چیغه سې پلانۍ هغه ناوې څه سوه چراغ کې تیل نسته توره تاریکه ده،،، دوی چې هرڅومره ستونې چیري او نارې کړي، ناوي قسم کړی چې به راوزي.

داچې ناوې نه راوته،‌ چوپړ نه تر سترګو کیدای سوله ورځ تر بلې خرابیده،‌ من او سلوا هم دلږیدو په خوا روان وه،،‌ کوم شپانه چې به دغرو لخوا ښارو ته راتلل هغو به هم ورته څه نادرې کسیې کولې،‌ غرونو کې به یې ورته د ښارونو په پرتله د ډاډ او اطمئنان داستانونه بیانول، د غرونو دخلګو دخلوص او رښتنولۍ کیسې به یې ورته اورولې،، کله کله خو به لا کوم شپانه نورې نادرې وکړې، پلانیه خبر یې نن مي دسره غره لمن کې میږې کتلې،، که ګورم رمه د کوبلې لخوا څخه را وتیریده چې ورغلم څو تور څڼي خلګ مي ولیدو ټوپکې یې غوړولې دپخوا زمانې دغزاګانو او فتوحاتو کیسې یې سره کولې،‌ خدای سته ډیر وویریدم،‌ له منځه یې یوه راباندي غږ کړو شپانه اکا دلته راسه،،،، چې ورغلم یو تورسترګی او ګلابي رنګه ځوان ولاړسو له یو زوړ خورجین څخه یې دڅو ورځو پاته وچه ډوډۍ راته وړاندي کړه،،‌ډیر مې ورته وویل چې نه یی خورم خو ددوی ټینکار او اخلاص دې ته اړ ایستم چې یوه ګوله ځینې وخورم،‌ خو دغه ګوله ډوډۍ کې چې خوند پروت وه په یقین درته وایم چې هیڅ به مي هیر نه سي.

وروسته دوی هم ټول یو په بل پسې ورغلو له غورجین څخه یې د څور ورځو پاتې وچه ډوډۍ راپورته کړه،،،‌داسي په خوند او مزه یې خوړه لکه ښه وږي‌ کس ته چې غوړو کې سور کړی چرګ کیږدې‍.

خدای سته ښه په اخلاص مي ورته ست وکړ چې میږي به درته ولوسم په شیدو پوري به یې وخورۍ، خو ددوي له منځه یو سپین کالې کس چې توري څڼي یې اوږو باندي را خورې وې او نورانې مخ یی د جنت انځور وړاندي‌ کاوو، راباندي غږ کړ،،‌شپونکیه ګله رمه د‌ي خپله ده او که یې په شپینې پیایې؟؟؟؟ ورته مي وویل یا شپه یم،،،‌ ښه نو بیا یې مه ښوروه.

ښارونو کې ور‍خ تربلې سوله او امن خرابیدی، قتلونو،، تښتونې،‌ اختطاف او لوټونې ډیریدلې دسولې دناوې د پلو دبرکت په نوم چې کوم من او سلوا اوریدو هغه ورځ تربلې دنیست خواته روان وه،،‌هلته شپونکیانو له غرونو څخه د امن،‌ ډاډ او اطمئنان کیسې راوړې، دکوم بادار لپاره چې سره سالوکې دسولي دناوې په نوم کومه بدرنګې او بد کرداره منیځه کینولې وه هغه هم پوه سو چې دسولي ناوې نسته، خو داچې دوی ټول سره ملګري‌ وه خوله یې پټه کړه څه یې ونه ویل البته دومره یې وکړو چې د پړوني،‌ مخ پوټي او شریني په نوم پیسې یې ورباندي کمي کړې.

دا هغه وخت وه چې دسولې دناوې اصلي بچیانو یو ځل بیا دټوپکو زنګو نه پاک کړي‌ وه، دټپیانو زخمونه یې مرهم کړي‌ وه،،‌دې ته تیار وه چې دسولې پر دښمنانو باندي له سره بریدونو پیل کړي.

دغه وه چې دسولي او ازاداۍ دناوې دبیا سینګارولو لپاره تر ټولو وړاندي د کندهار په ستر او تاریخي ښار کې یو کس فدایې دسولي او ازادۍ دناوې وپښو ته خپل سر کيښود،،‌ ددغه تایخي ښار په زړه کې یې دسولې او خپلواکۍ دناوې ددښمنانو پر میر باندي دولایت مقام په انګړ کې مخامخ برید وکړ،‌ همدارنګه یو په بل پسې دسولي، امن او ازادۍ پتنګانو یو ځل بیا دهیواد له ګوټ‌ ګوټ څخه ددښمن په مقابل کې تورې ټوپکې را پورته کړې ترڅو دسولي او امن دناوي دحیا او عزت ټکری یو ځل بیا پر هیواد وغوړوي.

که د ارغستان او معروف له سر درو څخه چیري چې زمونږ دهیواد ستر با با د ژوند اخیرنۍ شپې صبا کړې حافظ عبدالرحیم دتکبیر ملکوتي چیغه پورته کړه د سره غره له لمنو څخه ستر ملا روزي خان او غښتلي مجاهد ملا محمد ګل نیازي خلګو کې دقیام او پاڅون روح پوه کړه.
که لا دایچوپان او میزانې څخه نافذ شهید دحق او عدالت د نفاذ لپاره خپله وینه تویه کړه شاهي کوټ کې بیا دغښتلي او خدای بښلي غازي ابن غازي ((سیف الرحمن)) ملګرو دحیا او عزت دناوې لپاره ککرۍ خاورې کړې.

خو داچې دسولې ناوې ترکومه ځایه رارسیدلې څومره ځوانانو یې تر اوسه خواکي سرونه ایښي او دسولې،‌ ازادۍ او خپلواکۍ دښمن چیري ورته کمین نیولی دابه وروسته درته بیان کړم.

د اوس لپاره تاسو دومره وکړۍ د افغانستان د تیرو څلویښتو کلونو تاریخ په غور ولولۍ تر څو درته مالومه سي چې دسولي لپاره قربانۍ چا ورکړې او سوله چا دخپل هوس قرباني کړې.

یوه بله خبره هم درته کوم چې دا پلا دسولې ځوانانو هوډ کړی چې دسولي دناوې ساتنه به خپله کوي،‌ پروا نه لري‌ که یې خدمت نور وکړي کوریې نور ورته جوړ کړي،‌ خو دسولي دناوې دکور له حریم سره به نور دغه ځوانان چارپیره وي کوم چې ملګرو یی له وړاندي ددې ناوې ددرناوې لپار سرورنه قرباني کړې.

نور بـیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د