د سولې په هڅو کې فعال سياسي شخصيت محمد زمان مزمل

افغانان؛ او د سولې لومړی اختر

لیکوال: استاد زمان مزمل

څو ورځې مخکې د روژې په ښو ورځو کې او د اختر په مناسبت ډاکتر صیب اشرف غني له طالبانو سره یو طرفه اوربند اعلان کړ په کابل کی دیرو خلکو پدې اعلان ساه واخسته او د طالبانو ځواب ته په پوره تنده منتظر پاتې وو د لومړی ځل لپاره د طالبانو مشرانو د جنګ له جذباتي څپې له سره د ملت ددغه انتظار ډیر څه درک کړل او د څلویښت کلن جنګ وروسته دا اول ځل و چې په افغانانو کې جنګي طرفونه په یوه اوربند موافقه وکړه او دا به لمړی اختر وي چې افغانان به پکې د ډزو او انفجار له ترهې پرته خپل اختر ولمانځي .

سولې ته تږي پرګنې :

د طالبانو د اوربند د اعلان وروسته کوم احساسات چې په کابل کې میشتو خلکو او ځوانانو د اوربند او سولې په اړه ښکاره کړل دا هغه څه و چی زموږ سیاستوال دا څلویښت کاله او په دې اوږده جنګ کې د خلکو په سپری نامرادی پټې سترګې تیریدل او هغه مؤقت اور بندونه یې ان د اختر په ورځو کې هم نه د شوروي ضد جنګ او نه د امریکا ضد جنګ په دوران کې په دې ملت ولورول.

که سړی د پرګنو دوه ورځنیو احساساتو ته وګوري نو د ملتونو د مظلومیت او بې وسۍ په اړه تیر سطحي سیاستونه او جنګي پړاونه به د ملت پالنې له روحیي نه واقعا مفلس پړاونه تسلیم کړي جنګونه، او جهادونه ان د پیغمبر پر مهال او ان د خلفاو راشدینو په دوران کې هم په معاهدو دریدل او هم په اوربندونو او هم پر هغو تفاهمونو باندې چې پیغمبر پکې د صله رحمۍ سمبولیک مثالونه وړاندې کړل ښه شوه چې طالبان او کابل حکومت د خپلو خلکو غوښتنو ته را ټیټ شول.

افغانستان او تر ټولو اوږد جنګ:

هغه مهال چې افغان مهاجرین د خپلو کلیو په بمباریو مهاجر شول او په افغانستان کې د ازادۍ جګړه پیل شوه له هغه مهاله تر نني اختره زموږ د عمر څلویښت کاله په جنګ کې تیر شول او دا د افغانستان په تاریخ کی تر ټولو اوږد جنګ و.

طالبان او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ:

د شوروی ضد جنګ او کورني جنګ وروسته په افغانستان کې امریکایی لښکرو مداخله وکړه او له مداخلو سره جوخت هغوی جګړې ته ننوتل چې اوباما پکې د افغانانو او امریکا دغه جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه وبلله.

تاسې فکر وکړئ چې امریکایی مشران اولس کلن جنګ ته تر شا ورګوري دا د هغوی د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ګڼي او دا خپله یوه معنا لري ولې افغانان پخپل څلویښت کلن جنګ کې حتی ان پخپلو کې د یو ملي تفاهم او ملي اتحاد نه داسې په کبریا روان دي چې ته به وايي چې په تیر جنګ کې هغوی خوسکیان برتي کړي دي نه انسانان.

جنګ طبیعي شی دی مګر سوله، اوربند او معاهدې دا هغه انساني ارزښتونه دی چې د جګړو په منفي تل کې ملتونه جګړې د خپلو ګټو په جهت کی مهاروي.

لنډ اوربند او د اوښکو پاکولو اختر

امریکایان حتما پوهیږي چې په افغانستان کې د هغوی پاتې کیدل د جنګ د ادامې په معنا ده ولې امریکایانو ته د افغانستان نه پتمن وتل هغه څه غواړي چې افغانان پکې ټول دیخوا اخوا په یو متفاهم او ملي چوکاټ کې د هغوی د سوله ییز وتلو زمینه برابره کړي.

طالب ته دغه اولس کلن جنګ د یو سوله ییز وړاندیز لپاره هغه قوي سټیج دی چی نه باید د ګاونډیانو لپاره پکې موږ له خپل ملت او امریکا سره د امریکا د وتلو په ژمنه سوله وځنډوو.

د سخترین دښمن په اړه لوی خدای پیغمبر ته وایي:

و ان جنحوا للسلم فاجنح لها

که دښمن سولې ته میلان وکړ ته هم میلان وکړه.

د افغانستان روان او لنډ اوربند باید د هغه ګنګل تفاهم کیلي شي چې کله کله پکې طالب په سهوه او کله کله پکې د کابل حکومت د پردیو په لمسه خپل خلک د هغه جنګ قرباني کوي چې نن پکې له هر څه زیات هغوی یو سیاسي حل او سیاسي تفاهم ته ضرورت لري.

بیا هم که جنګ د تفاهم او سولې په ځای یو ضروري ارزښت وي نو ښه ده چې نور په پاتې پړاو کې د طالب او د کابل حکومت مشران د مخامخ جنګ پر یوه کرښه ودریږي چې ملت د هغوی د کوڼدو او د یتیمانو په اوښکو جذبه او مورال واخلي.

دا اختر له همدې تفاهم نه او له همدې اوربند نه د یتیمانو د اوښکو د پاکولو اختر جوړول پکار دي که افغانان په خپلو کی متحد شي پاتې کار هغوی په متحد دریځ او په یوه خوله خبره هم حل کوی شي.

دا چی پرون په کابل کی ځوانانو د اشرف غنی او ملا هبة الله اخوندزاده عکسونه پورته کړي و معنا یې همدا ده چې اوبه په ډانګ نه بلیږي ان که دا ډانګ د ټرمپ په لاس کې هم وي.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zadran
میلمه
zadran

محترم استاد زمان مزمل صاحب.الله ج روغ جوړ لره.ډیره ښکلی لیکنه د کړی ده.لیکل د ستاسو لوستل یی په موږ،الله ج اوږد عمر او نور د لیکنی تو فیق در کړی،والسلام