د مسافرۍ اختر‎

ابراهیم صیاد

مورې اختر خو زمونږ داسې ده چې څه ووایم
په تا به غم شي که حالونه درته زه ووایم

داسې اختر دې اوس په زوی باندې تیریږي مورې
خشحالي نه وي بس په سرو سترګو ژړیږي مورې

د اختر شپه هم تر سهاره پورې کار کوومه
په قسم دروغ نه دي رښتیا رښتیا ګفتار کوومه

د اختر لمونځ وکړمه بیا د کار په لوري ځمه
ساه راکې نه وي خو بیا هم د ښار په لوري ځمه

خلکو ته ګورمه په لاره چې روان یمه زه
اختر ددغو ده له ځان سره ګویان یمه زه

نه خو څوک غاړه راکي نه مبارکي راکوي
نه مې څوک حال و پوښتي نه څوک تسلي راکوي

د اختر ورځ نه وي په ما باندې یو کال شي مورې
پکې زنګیږمه غمونه راته ټال شي مورې

کور ته زنګ ووهم اختر مبارکي وکړمه
د زړه به زور باندې د دروغو خشحالي وکړمه

تاسو ته وایمه خشحاله یمه ښه یمه زه
تاسو ته وایمه روغ جوړ یمه په څه یمه زه

کار کې اخته شمه خو فکر مې په کار کې نه وي
ځان ته ډاډ ورکړمه خو ځان مې په اختیار کې نه وي

نوو جامو کې چې د خلکو ماشومان وګورم
یوه یوه اوښکه په خپله په ګریوان وګورم

ټول نعمتونه شته دي هر قسمه میوې ډیرې دي
څوک ماشومان یې رانه نه غواړي پیسې ډیرې دي

له خپل نصیبه به صیاد ته خود ګیله دریږي
د اختر ورځ وي له دیوال سره خپه ودریږي

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د