د طالبانو مشر، مولوي هبةالله اخوندزاده

د طالب مشر د اختر انساني پیغام  

عادل مبارز

 سږ کال د افغانانو دوه اخترونه دي. یو د روژې اختر دی چې خدايي خوشالي دي او بله د سولې، نو د سولې اختر افغانانو ته خوشالي يو پر دوه کړې ده. په داسې وخت کې د طالب مشر شیخ هبة الله اخوندزاده صاحب اختریز پيغام کې هم داسې انساني لارښوونې لولو چې ښو پایلو ته یې د افغانانو هیلې زیاتوي.

د نورو کلونو پيغامونو په څېر دا ځل بیا هم شیخ هبة الله صاحب امریکايي چارواکي مخاطبوي چې که واقعا د افغانستان د قضیې په سوله ییز حل باور لري باید مستقیما د مذاکراتو مېز ته راشي تر څو د اشغال دغه غمیزه چې لوی زیان یې د افغانستان او امریکا ولسونو ته رسېږي، د خبرو له لارې حل شي. د یوه خواخوږي انسان په توګه، طالب مشر نه تنها دا چې پر افغان ولس زیان نه لوروي، امریکايي چارواکي متوجه کوي چې ستاسې ولس ته هم د زیان پر اوښتو نه یو خوشاله. امریکايي ولس په هېڅ صورت په افغانستان کې د جنګ په حق کې نه دی او نه غواړي چې منابع او بچیان یې په یوې بې هدفې جګړې کې قربانیان شي. نو په دې اساس امریکايي ولس هم د زړه سوي او خواخوږي وړ دی. دا د هغوی چارواکي دي چې په یوې ظالمانه جګړه کې خپل بچیان مرګ ته رالېږي.

طالب مشرتابه د مذاکراتو له مطالبې سره وايي چې د امریکايي چارواکو لویه اشتباه دا ده چې په هره موضوع کې له سرزورۍ نه کار اخلي خو زور هر ځای نتیجه نه ورکوي. بیا لیکي «موږ د یوه مسلمان ملت په حیث حق لرو چې په هره ممکنه لاره وي اشغالګر له خپل ملک څخه وباسو». دا حق د متمدنې نړۍ د هر ملت دی چې پر خپله خاوره پردي پوځیان پرېنږدي او پر ضد یې مبارزه وکړي. د طالبانو په دریځونو کې مهمه نکته دا ده چې سره له دې چې د جنګ په صف کې ولاړ دي او ډېرو مشکلاتو سره مخ دي خو بیا هم د خپلې مبارزې او مفکورې اعتدال ته یې پوره توجه شته. مونږ د تېر جهاد تجربه په مخ کې لرو چې بعضو جهادي رهبرانو د محدودو ګټو لپاره بې ځایه افراط وکړ چې تر اوسه یې زموږ ملت له مشکل سره مخ کړی. تر دې مخکې د مرحوم ملا صاحب له وخت او بیا د شهید منصور صاحب له وخت نه دا د طالب مشرانو خاص صفت پاتې شوی چې پر جنګ سربېره یې اجازه نه ده ورکړې چې مبارزه یې د بې ځایه احساساتو او افراط ښکار شي. دغه رویه باید یواځي د مشرتابه په پيغامونو کې خلاصه نه شي، بلکې هر هغه کس چې ځان د دې حرکت غړی بولي باید دغه افکار خپل کړي او د بې ځایه افراطي افکارو څخه ځان وساتي. همدا دلیل دی چې د نورو ډلو پرخلاف طالبان له ډېرو چیلنجونو سره سره هم توانېدلي چې خپل صف وساتي او خپله مبارزه دوامداره وساتي.

په دې پيغام کې د طالب مشر په ډېر خیرخواهانه انداز هغه کسان مخاطب کوي چې د ملي اردو او ملي پولیسو په صفونو کې د طالبانو په ضد جنګ کوي. په پيغام کې راځي مجاهدین ستاسې وروڼه او زامن دي، ستاسې د دین او خاورې مدافعین دي. نو که دښمن پلوه رسنۍ هر څه وايي تاسو ته خو حقیقت د لمر په شان واضح او هر څه د سر په سترګو وینئ. دا د یوه دردمن او منطقي افغان مشر غږ دی چې د خپل ملت پر هغو بچیانو یې کوي چې د پردیو د مالي او تبلیغاتي حربو ښکار شوي او هغه جنګ کوي چې فایده یې پردیو اشغالګرو ته رسېږي او زیان یې یواځي او یواځي افغانستان ته رسېږي.

د ملکي تلفاتو موضوع بل هغه ټکی دی چې په دې پیغام کې ورته اشاره کېږي. په دې وروستیو کې راپورونه د ملکي تلفاتو په ارتباط ټکان ورکوونکي ارقام خپروي. ځینې منابع وايي چې وروستیو کې کلونو کې هره هفته تر دوو سوو امنیتي ځواکونه وژل کېږي!!! دا په حقیقت کې هغه افغانان دي چې د دوی د کورنۍ او بچیانو بوج د افغان ټولنې پر اوږو بار دی. سبا که یو مسوول نظام راځي، دا به د هغه نظام پر اوږو بار وي. په دې اساس دغه تلفات تشویشناک دي. له نېکه مرغه چې د طالب مشر پیغام کې دې موضوع ته ښه اشاره شوې ده. د شیخ هبة الله اخوندزاده په پيغام کې راځي: «د اسلامي امارت په اند، د ملکي تلفاتو موضوع له ډېرو مهمو او اساسي موضوعاتو څخه ده. خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې د ملکی تلفاتو د مخنیوي لپاره موږ خپل ټول وس کړی او بیا یې هم کوو». په دې کې شک نه شته چې د تلفاتو عمده دلیل د بهرنیانو او د ملي وحشت د غیر مسوولې ادارې غیر انساني او اسلامي جنګي سیاستونه دي، خو طالبان د خپل ملت او خدای په وړاندې د یوه مسوول جهت په توګه مسوولیت لري چې د دغو وحشتناکو ملکي تلفاتو په ارتباط اقدام وکړي تر څو د دې غمیزې مخه ونیول شي یا حداقل لږ شي.

د دې پيغام تر ټولو خوږ او له عواطفو او نېکو احساساتو ډکه برخه لاندې پرګراف دی. دلته شیخ صاحب د حکومت پوځي منسوبینو ته په ډېر لوړ انساني انداز د زړه له کومې پيغام ورکوي:

د دښمن په لیکو کې ولاړو عسکرو، ملکي او پوځي منسوبینو او ټولو کارمندانو، تاسو د همدې خاورې او ولس بچیان یاست، پلرونه او نیکونه مو ټول مسلمان او د قرآن او اسلام پیروان تېر شوي، تاسو ته په هیڅ دلیل جایزه نه ده چې د خپل مجاهد ولس خلاف د هغو اشغالګرو تر قومنده لاندې وجنګیږئ چې زموږ د اسلام او قرآن سرسخته دښمنان دي، زموږ هیواد یې اشغال کړی او زموږ په ولس ظلمونه کوي.

له تاسو سره زموږ مخالفت یوازې په همدې ټکي دی. که تاسو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست، مجاهدین لکه څرنګه چې د هیواد په لراو بر کې هره ورځ له دښمنه را جلا کیدونکو عسکرو ته هر کلی وایي، د جنګي اسیرانو ساتنه او تداوي کوي تاسو ته هم د سر او مال امن درکوي. نو تاسو هم د خپل دنیوي او اخروي نجات لپاره اقدام وکړئ او مخکې له دې چې د امریکایانو په ملګرتیا کې ووژل شئ د اشغالګرو له صف څخه ځانونه رابېل کړئ.

افغانان د داسې یوه ملت په حیث چې هېچا پرې رحم نه دی کړی، دغه ډول انساني او اسلامي تعامل ورسره ډېر هیله بښونکي دي. د پيغام له نشر وروسته په هلمند کې طالبانو پنځلس تنه هغه اسیران خوشي کړل چې پخوا په امنیتي ځواکونو کې وو. خارجیان پر افغانانو هېڅکله رحم نه کوي، اوس په کار ده چې افغان مشران او هغوی چې ځانونه خدای، ولس او تاریخ ته مسوول بولي، باید داسې سلوک او رفتار وکړي چې د افغانانو او افغانستان په خیر وي. افغانان په مختلفو نومونو او پلمو ډېر کړېدلي او ځورېدلي دي. دغسي مظلوم ملت ته د طالبانو د مشرتابه انساني پیغام ټکور کېدای شي. له طالب مشرتابه توقع کېږي چې دغو ټکو ته د عمل جامه ورواغوندي، دې لړۍ ته ادامه ورکړي، د ملکي تلفاتو او بشري حقونو هغو ناقضینو ته چې د طالبانو په لیکو کې دي جزا ورکړي تر څو د هېڅ افغان وینه بې ځایه تویه نه شي او هېڅ افغان ونه ځورول شي. دا توقع ځکه یواځي له طالب مشرتابه څخه کېږي چې له نورو ټولو تش په نامه مشرانو څخه افغانان مایوسه دي، د ټولو هيلې او امیدونه د طالبانو مشرانو سیاستونو ته دي چې په څه ډول د افغانستان د خیر او نېکبختۍ لپاره فکر کوي.

د سولې اختر مبارک، الله تعالی دې باقي د سولې او ارامۍ اخترونه کړي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د