fbpx

د بندیانو خلاصول د اوربند د تنفیذ یوه عملي هڅه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د ګډ حکومت لخوا د اوربند د پلي کیدو په لومړۍ ورځ طالبانو له خپل لوري د هلمند په ولایت کې ۱۳ تنه پوځي بندیان خوشي کړل.

دغه کار د طالبانو لخوا د اعلان شوي اوربند د تنفیذ او په هغه کې د دوي د کړیو ژمنو د پوره کولو هغه هڅه ده چې ښايي اوربند ته د طالبانو د ژمنتیا په برخه کې نور هم د ولس باور زیات کړي.

که څه هم چې په عین ورځ په فاریاب او د هیواد په ځینو نورو برخو کې د طالبانو لخوا پر دولتي مراکزو د بریدونو او د هغو د نیولو خبرونه هم ورکړل شوي خو په خواله رسنیو کې طالب وسله والو ته د اوربند په شپو ورځو کې د اوربند د رعایت په اړه د هغوي د ولایتي مشرانو ( والیانو) ځانګړې سپارښتنې د دې ښکارندویه دي چې طالبان په خورا جدیت سره د اوربند پلي کیدو ته ژمن دي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ لنډ مهاله اوربند د افغان جګړه ځپلي ولس په زړونو کې ډیرې هیلې او امیدونه را پیدا کړی.

یاد اوربند د ولس له ذهنه د هغه ظن او حدس لیري کولو ته زمینه سازي کړې چې د افغان لانجې داخلي اړخونه د قضیي د هواري او یا د هواري د تصمیم په اړه خپلواکي او صلاحیت نه لري.

خو د دې لپاره چې د قضیې د هواري په اړه پر داخلي اړخونو نور هم ولسي باور زیات شي باید د تر سره شوي اوربند د پوره رعایت لپاره دواړه لوري خپله ژمنتیا ولس ته په عمل کې ثابته کړي.

په هلمند کې د طالبانو لخوا د ۱۳ جنګي بندیانو خوشي کول یقینا چې یو هیله بښونکی عمل او د اوربند د تنفیذ په اړه د طالبانو د جدیت او ژمنتیا ښکارندوی دی ، خو په فراه او د هیواد په نورو برخو کې بیا په عین ورځ د هغوی لخوا پر دولتي ځواکونو بریدونه د هغې هیله مندي تأثُر کموي کوم چې د دوی لخوا په هلمند کې د بندیانو د خلاصولو له امله له خلګو سره پیدا شوی و.

همدا راز د روژې مبارکې د ۲۷ په رارسیدو د دولت لخوا د خالي اوربند تنفیذ هم ولس هیله مند کوي ، خو تر هغه یوه ورځ وړاندې په ننګرهار کې د داعش په حمایت کې پر طالبانو او ولسي خلګو بمباري د اوربند په اړه د دولت ژمنتیا کاملا تر سیوري لاندې راولي.

اوس چې د حکومت اوربند مرعي الاجراء او د طالبانو هغه ته لا دوې یا دری ورځې پاتې دي باید طرفین داسي عملي هڅې وکړي چې افغان جګړه ځپلی ولس په واقعي ډول د اختر په خوښیو کې د نه جګړې له خوښیو هم خوند واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د