طالب مشر نوي څه وویل؟

وفی الله روفي

د اختر په مناسبت د طالب مشرانو پیغامونه تقریباً تکراري موضوع ګرځېدلې، دوی خپلو سرتېرو ته مبارکي وايي، زندانیانو سره خواخوږي ښيي د شهیدانو د شهادت د قبلېدو هیله څرګندوي او د خپلې مبارزې پر حقانیت، شفافیت او دوام ټینګار کوي، خو دا ځل د طالب مشر پیغام له ځان سره نور څه هم لرل.

هغه وخت چې ناټو پر افغانستان یرغل وکړ، د اسلامي امارت نظام يې ونړاوه او افغان ولس يې د فزيکي او روحي ویر په ټغر کېناوه، اړخونه واضح و، یو طرف ته کفار د ناټو تر چتر لاندې د امریکا په مشرۍ او بل اړخ ته مسلمان ولس؛ جګړې دوام وکړ او په دې دوام کې د کابل اداره د یو بل اړخ په څېر را څرګنده شوه، دغه اداره چې د تبلیغاتو په زور يې نږدې دوه لسیزې همدا نارې ووهلې چې دوی د وطن لپاره کار کوي خو هیچا ترې ونه پوښتل چې دې وطن کې تاسې څنګه د کفر غېږه کې را شنه شوئ؟

اصولاً دا جګړه د افغان ولس او بهرنیانو تر منځ باید شوې وای، خو کابل اداره هم ځان درېیمګړی معرفي کوي هم وايي چې بهرنیان يې دوستان، تمویلوونکي او روزونکي دي، په دغسې منافقانه دریځ سره طالبانو لا هم د دوی د عسکرو پر وړاندې ګوزاره کوله، خو کله چې جنګیالیو طالبانو ته درک ولګید چې تر بهرنیانو يې کورني مزدوران د جګړې په کرښو، شپنیو چاپو او د ولس په ځپلو کې اخلاصمن دي، دوی هم د ټوپک شپېلۍ او د ايښي بم تکمې د دوی موټرو ته برابرې کړې.

همدې افغان عسکرو په بېلابېلو نومونو او د ښکنځلو په بدرګه د افغان ولس پر وړاندې جګړه پر مخ یووړه، د کفارو تر ټانګونو مخکې يې خپل ځانونه د ماینونو خوراک کړل، پر خپل ولس يې چاپې ووهلې او لاس تړلي يې زندانونو ته کش کړل، خو بیا هم د طالب مشر په نوي پیغام کې د دوی پر وړاندې جالب دریځ غوره شوی دی، شیخ صاحب خبره رالنډه کړې او له هر شرط، قید او د کړیو جنایاتو له محاکمې پرته يې عسکرو ته ويلي چې که د یرغلګرو له ملاتړه لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست!

یو څه چې د طالب دښمن هم پرې اعتراف کوي د طالب امر او دریځ دی، دوی چې څه ووایي کوي يې ولو که د سره په بیه وي هم؛ دا د ورورۍ غږ وړاندې تر دې هم د طالبانو په اعلامیو کې شوی، چې له اورېدو سره يې شمال کې لویوقومندانانو له خپلو پرسونلو سره وسلې پر ځمکه کېښودې او د خپل ولس پر ضد جګړه يې ختمه کړه، خو دا لومړی ځل دی چې طالب مشر افغان عسکرو ته د خواخوږۍ دا ډول او په دې الفاظو پیغام وړاندې کوي.

د دې مانا دا ده چې طالب غچ پالونکی نه دی، جوړ جاړي ته د کابل ادارې په پرتله څو چند مایل دی، خو دلته د فاصلې جوړونکی او د جګړې اوږدوونکی یوازینی علت پاتې دی، چې د بهرنیانو پوځي موجودیت دی، هغوی پوهېدلي چې له دې څرېښو له ډنډه باید پښې سپکې کړي، خو که جنګي فشار هم پرې ور اضافه شي ښايي لا ژر پښې سپکې کړي او روغې جوړې ته ګونډې ماتې کړي او جنګي فشار هغه وخت پرې اضافه کېدلی شي چې افغان عسکر د بهرنیانو پرضد د ولسي مقاومت مخه ونه نیسي او پرېږدي چې طالب سرتېري مخامخ تر بهرنیانو ورسېږي.

د ځوانمردۍ غوښتنه خو دا ده چې افغان عسکر خپلې شپېلۍ پر بهرنیانو ور واړوي او خپلې دوه لسیزې ګناوې جبیره کړي، خو که يې دا هم له وسه نه کېږي باید د طالب مشر د ورورۍ غږ ته په وروري ځواب ورکړي او ثابته کړي چې د کفر په مزدورۍ کې د زري ټانګ تر ديوالونو د خپل ورور د موټر سایکل لغړ زین ډېر خوندي دی!

avatar
2 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
zadran
میلمه
zadran

روفی صاحب.تا لیکلی چه عسکر د افغان ولس سره جګړه کوی.له دا خبری سره د زه موفق نه یم.افغان ولس طالیبان نه غواړی،ثبوت یی دا دی چه.کوم ځای چه طالیبان ونیسی له هغه ځای څخه افغان ولس(ځایی اوسیدونکی)کډی بار او د حکومت تر تسلط لاندی ځایونه ته لاړ شی.دوهم ثبوت،په دا اوولس کلنه جګړی کی کله تا د طالیبانو په طرفداری د افغان ولس څخه کومه مظاهره لیدلی؟افغان ولس نه طالیب،او نه دا دولت غواړی،په افغان ولس طالیب او دا دولت وچ په زور تپلی شوې دی.اصلی افغانان له دواړی خواوی کرکه کوی،

pattang
میلمه
pattang

علت یې دادی که هلته پاتې شي نو اشغالګر یې بمباروي او طالبان خو هوایې ځواک نلري او له بلې خوا cia ورته دالري شو که ورکوي ! د طالبانو په منطقه عدالت او قانون دی نه بچه بازي ، زنکه بازي ، غلا زور او ظلم !! نو هغه به څوک وي خلق او پرچم ؟؟‌ تف لانت په دواړو!!

zadran
میلمه
zadran

پتنګ صاحب.تازه په فراه ولایت کی طالیبانو ولسوالی ونیولی،خلک له هغه ځای څخه وتښتیدل د حکومت کنترول لاندی سیمو ته.اوس هلته د هرات په کمپونو کی اوسیږی،هر څه هلته ور څخه پاتی شول.دا باید طالیبان معلومه کړی چه ولی ولس له موږ څخه تیښته کوی؟کندز ښار یی ونیو،ټول ولس له کندز څخه کډی کابل ته بار کړی.که طالیبان د خلکو خوښ وی، ولی خلک د طالیبانو نیولی شوی ځایونو ته کډه نه باروی؟په کنځلو په لعنت وییلو مسله نه حل کیږی،په زوره حکومت هم نه کیږی،

ستانکزی
میلمه
ستانکزی

هو، لمړی عسکر د غریبی او ناپوهی د حاکمیت له امله عسکر شوی او د اشغالګرو له خوا استخدام شوی ، روزل ،تمویل او تجهیز شوی څوک مفته چاته یونیفورم او معاشونه نه ورکوی او نه ورته وسله او مرمی ورکوی هغوی هغه عسکر د هغوی د استعماری ګټو او غلامی اداری د ساتنی د پاره کاروی یعنی که دغه عسکر غریب نه وی د اشغلګرو د پاره یی خبل ورونه او خویندی نه وژلی او د غریبی سره به یی هم دا دنده نه وی خوښه کړی که دوی پوهه او سواد درلودلی اشغلګرو د همدی لاسته راړنی د… نور لوستل »

zadran
میلمه
zadran

محترم مولوی صاحب همت ،سلامونه او نیکی هیلی،ډیره ښه لیکنه ،او ښه نظر،،الله ج د هری لیکنی اجرونه ،او الله ج د دی روژی او د اختر ښه شپی ورځی په برکت سره اوږد عمر او خوشحالی در کړی.والسلام