د ټاکنو قانون: ملي شورا ته د جنګي جنایاتو محکومین نه شي نوماندېدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون د قانون له مخې هغه څوک چې د جنګي جنایاتو له امله محکوم شوي وي، ملي شورا ته ځان نه شي نوماند کولی.

د دې قانون په نهه دېرشمه ماده کې راغلي: «هغه شخص د ملي شورا غړیتوب ته نوماند یا ټاکل کېدای شي چې د محکمې له خوا په بشري ضد، جنايي جرمونو یا له مدني حقوقو څخه په سرغړاوي محکوم شوی نه وي.»

د ټاکنو کمیسیون هم د دې قانون د تطبیق ژمنه کړې او دعوه کوي چې د دوی له لوري به د داسې چا مخه ونیول شي چې د جنایاتو له امله محکوم شوی وي.

سره له دې چې په خواله رسنیو کې د مشهورو جنایت کارانو په اړه توند غبرګونونه ښوودل کېږي، خو د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون له وضاحته تېښته کوي.

ولسي جرګې ته یو نوماند هم د حزب اسلامي حکمتیار؛ قومندان زرداد فریادي دی، چې د کورنیو جګړو په وخت کې يې ګڼ بشر ضد فعالیتونه ترسره کړي دي.

zardad hikmatyar

قومندان زرداد د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره – ارشیف

د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ویاند علي رضا روحاني هم مني چې دوی به هغه څوک نوماندېدو ته پرې نه ږدي، چې محاکمه شوی وي.

امریکا غږ له نوموړي نه د زرداد فریادي په اړه پوښتنه کوي، خو د ځواب پر ځای وايي: «نه غواړو د یوه شخص په اړه نظر وکړو.»

زرداد فریادي د کورنۍ جګړې پر مهال د کړیو جنایاتو له امله په لندن کې محاکمه شو، پورته سرچينه د حقوقپوه عین الدین بهادري له خولې وايي چې جنګي جنایات جغرافيوي محدودیتونه نه لري، هر څوک که هر ځه محاکمه شوی وي د قانون له مخې د نوماندېدو اجازه نه لري.

د حزب اسلامي دغه قومندان چې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره يې د پاټک جنایات خورا بوږنوونکي و، کابل کې له کوچیانو څخه ولسي جرګې ته نوماند دی.

2
تبصره وکړئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام سخی
میلمه
غلام سخی

دزرداد صاحب ظلمونه دجلال آباد په لاره ما هم په خپله لیدلی دی د دی مستحق ندی چه کاندید شی

راشد
میلمه
راشد

غلام سخی صاحب ، ستاسی د احساساتو درناوی لرم او منم چه زرداد لوی ظالم قوماندان وو، مګر دا راته ووایه چه ددغه غلامی اداری لوړپوړی او منځپوړی څومره ظالم ، غلام، غاصبین او وحشیان نه دی ؟ وایی هغه دیګ او هغه یی ټیپر ، د غلامی اداری او په ځانګړی دول دغه تش په نامه د خیټو وکیلان هر یو زرداد یا زردادان دی که هغه زردادان په پارلمان ، هغه زردادان په دفاع ، داخله ، امنیت ، معارف ، او نورو وزارتو او ریاستو کی وی نو دغه فریادی زرداد څه ګناه کړی که د ع… نور لوستل »