د فوټبال نړیوال جام افتتاح او لومړۍ سیالۍ سبا پېل کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال جام سیالیو افتتاح سبا ماښام په روس هیواد کې د یوه رنګین پروګرام وروسته په ماسکو ښار لوزنیکي لوبغالي کې پېل کیږي.

په لومړۍ ورځ له شاندار رنګین پروګرام نه وروسته به ددغه نړیوال جام سیالیو کوربه لوبډله روس د سعودي عرب پر وړاندې سبا ماښام په ۷:۳۰ بجې افتتاحي سیالۍ ترسره کوي.

د فوټبال نړیوال جام سیالیو لپاره ټولې دوه دیرش لوبډلې چې په دغو سیالیو کې به ګډون کوي د روس هیواد ته رسیدلي او هلته په تمریناتو بوختې دي.

فوټبال د نړۍ له ټولو لوبو څخه پورته او په زړه پورې سیالۍ ګڼل کیږي، چې دا وار یې په روس هېواد کې محفل سینګار کړی، او له یو شمېر هېوادونو څخه دغه هېواد ته مینوال ځي.

په فوټبال نړیوال جام کې ټولې ۳۲ لوبډلې ګډون کوي، چې دغه لوبډلې په اته ګروپونو ویشل شوي او هر ګروپ ۴ لوبډلې لري، چې ددوی څخه به د هر ګروپ دوه لومړۍ لوبډلې دویم پړاو ته لار موندي، چې له هغې ځایه به نیمه پایلوبې او بیا پایلوبې ته لار مومي.

اوس سوال دا رامنځته کیږي چې کومه لوبډله به وکولای شي نړیوال جام وګټي؟

تېره ورځ د نړۍ مشهور تکړه ستوري لیونل میسي خپل نظر څرګند کړی و او ویلي یې وو چې په ۲۰۱۸م نړیوال جام کې دده د خوښې لوبډلې چې د نړیوال جام ګټلو وړتیا لري، اسپانیا، جرمني، فرانس او برازیل لوبډلې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې که رښتیا ووایم زمونږ لوبډله هم تکړه لوبډله ده خو په دې کې اوسمهال د نړیوال جام ګټلو وړتیا نه وینم.

همدا راز یو شمېر نورو رسنیو هم راپورونه ورکړي وو چې په سږکالني نړیوال جام کې لومړی برازیل بیا اسپانیا بیا جرمني (۲۰۱۴م نړیوال جام ګټونکې لوبډله) او بیا فرانس د نړیوال جام ګټلو وړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې نړیوال جام به سبا د روژې په ۲۹مه د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه د ماښام په ۷:۳۰ بجې د روس او سعودي عرب ترمنځ له لومړۍ سیالۍ پېل شي، افتتاحي پروګرام به په ۷ بجې ماښام پېل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د