د ښار جوړونې وزیر استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ښار جوړونې وزیر سید منصور نادري له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د دې وزارت ویانده نیلوفر لنګر وايي هغه نن استعفا کړې او ارګ کې ګلخانې ماڼۍ هم ورسره تایید کړې ده.

له نادري سره یو ځای د هغه څلورو مرستیالانو هم دندې پرېيښې دي، خو د مېرمن لنګر په خبره د هغوی له ډلې یو تقاعد شوی او د نورو د دندې مودې پورې شوې دي.

وړاندې تر دې داسې راپورونه هم ورکړل شوي و، چې سید منصور نادري د محمد اشرف غني له لوري استعفا ته اړ کېږي.

هغه چې د ګډ حکومت له پیله د ښار جوړونې وزیر ګومارل شوی، پخپلو چارو کې یو بریالی وزیر ګڼل کېده.

د ښار جوړونې وزارت د عبدالله عبدالله په برخه رسېدلی چې وزیر يې هم د هغه له کسانو څخه و.

سید منصور نادري په داسې حال کې له خپلې ندې استعفا کوي چې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني تر منځ د ابو او انرژۍ وزیر پر سر ناندرۍ لا پر ځای پاتې ده.

محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د ابو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ، خو عبدالله عبدالله بېرته د دندې د دوام امر ورته وکړ.

اجراییه رییس وړمه ورځ د وزیرانو شورا ناسته کې غیر مستقیم محمد اشرف غني په غوږ وواهه چې له وزیرانو سره سلیقوي چلند کوي.

د هغه په وینا دا مني چې د وزیر لرې کول د ولسمشر قانوني صلاحیت دی، خو د لرې کېدو لپاره يې باید معقول دلایل ولري نه دا چې شخصي کرکې د کابینې چوکۍ خالي کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د