دمنځنی ختیځ داولسي سیلاب څپې بغداد ته هم راورسیدې

boghdad
 نن ټکی اسیا: څرنګه چی په ټوله عربی نړی کی ولسونو دحکومتونو په خلاف په سختو مظاهرو لاس پوری کړی دی تیره ورځ په زرهاوو عراقی وګړی هم دبغداد لارو اوکوڅوته راوتلی وه دحکومت په ضد یی شعارونه ورکول، حکومتی موټرو اوپولوسو باندی یی دډبرو، بوتلو اوبوټونه وارونه کول، مظاهره چیانو هڅه کوله چی دبغداد ډیری حساسی سیمی چی په ګرین زون یعنی شنه سیمه سره یادیږی ځانونه ورسوی.


ویل کیږی چی په ګرین زون نومی سیمه کی دامریکی قونصلګری اوعراقی پارلمان ودانی موجوددی لاریون کونکی غوښتل چی خپله قهراوغصه مستقیما دعراق پارلمان اوامریکایی چارواکو ترغوږونو پوری  ور ورسوی. خو دپولیسو لخوایی مخنیوی وشو اولاریون کونکی یی پری نه ښودل ترڅو ګرین زون ته نژدی شی، پولیسو هوایی ډزی وکړی پرمظاهره کونکو یی اوبه وپاشلی او له اوښکو بهونکی ګازڅخه کارواخیست خو له سیمی څخه ځینی خبری سرچینی وایی چی دلاریون کونکو اوپولیسو ترمنځ اخ اوډب رامنځ ته شو
چی په ترڅ کی یی ۱۵ کسه لاریون کونکی وژل شوی اوپه لسګونو نورټپیان شوی دی چی وروسته مظاهره کونکو ددولتی ودانیو په تخریبولو لاس پوری کړ، حکومتی دفترونو ته اورواچاوه چی تراوسه پوری څلور دولتی ودانی په مکمله توګه سوځول شویدی.
تیر ماښام له هغه څخه وروسته چی دعراق لومړی وزیر نوری المالکی دټولولاریونونو اومظاهرو پړه دالقاعدی اودعراق دپخوانی ولسمشر صدام حسین پرپلویانو وراوچوله، دبغداد چارواکو ته یی امروکړ چی په ښارکی دموټرو پرتګ اوراتګ باندی بندیز ولګوی.
روانی مظاهری په عراق کی په داسی وخت کی رامنځ ته کیږی چی روان کال دنړیوالی شفافیت ټولنی لخوا دعراق اوسنی اداره په دنیا کی څلورم نمبر له درغلیوڅخه ډکه اداره بلل شویده.
خبرزیاتوی چی مظاهره چیانو دنوی اصلاحاتو، دځوانانو لپاره دکاراوپه حکومتی ادارو کی دشفافیت غوښتنی کولی.
یولاریون کونکی چی په زوره چیغی یی وهلی، بریښنا نشته، اوبه نشتی عراقی ولس له لوږی مری خو وزیران اودولتی چارواکی په میلینونو دینارونه اوپه زرهاوو ډالره معاشونه اخلی.
داسی هم ویل کیږی چی ځینی شیعه مذهبه عالمانو په عراق کی دروانو مظاهرو مخالفت ښودلیدی اوله خپلو پلویانو څخه یی غوښتی دی چی په روانو مظاهرو کی باید ګډون ونکړی.
دبیلګی په توګه مقدای صدر چی په عراق کی دشیعه مذهبه علماؤ یوه وتلی څیره ګڼل کیږی خبری رسنیو ته وویل چی مونږعراقی حکومت ته وخت وکړیدی ترڅو په شپږومیاشتو کی زمونږغوښتنو ته ځواب ووایی، اواوس وخت نده چی دحکومت پر خلاف مظاهری وکړو، اوحکومت ته باید وخت ورکول شی ترڅوپه کراره دولس غوښتنوته ځواب ووایی.
خو له سیمی څخه خبری رسنی وایی چی مظاهری ډیری شدیدی وی، تیره ورځ په موصول فلوجه اودعراق په شمال او مرکزی سیمو کی هم خلګو په لاریونونو لاس پوری کړی وو، چی دمرګ اوژوبلی خبرهم ورکول شویدی، مظاهره چیانو په موصول، فلوجه اوهویجا ښارونه کی دولتی ودانیو ته اورونه وراچلوی، عینی شاهدان وایی چی دشپی ترډیرناوخته پوری دموصول اوفلوجی دښاروالی له ودانیو څخه داورلمبی پورته کیدی اوخال خال ډزی هم ترغوږو کیدی.
په بصره اوناصریه ښارونه کی هم مظاهری روانی وی تیره ورځ له ۳۰۰۰زره څخه زیات لاریونکونکی دبصری دوالی دودانی مخکی راټول شوی ول دحکومت په خلاف یی ناری وهلی، شعارونه یی ورکول چی نورالمالکی درواغجن دی.
اخیر کی دبصری والی دلاریون کونکو ومخی ته راووت اوددوی په وړاندی یی دخپلی دندی دپریښودو اعلان وکړ.

 

 بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.