ارشیف؛ له طالبانو سره زنداني عسکر

فراه: د قومندانانو په ګډون لسګونو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د قومندانانو په ګډون ګڼو عسکرو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د پرچمن ولسوالۍ په فاسک سیمه کې فعال قومندان ملک له خپلو ۶۰ وسله والو سره له جګړې لاس اخیستی او د تېرې دوشنبې په ماښام طالبانو ته تسلیم شوی دی.

په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ یو بل جنګیالی قومندان ارباب ګل اغا له خپلو ۱۰ عسکرو سره طالبانو ته وسلې پر ځمکه ايښې.

طالبانو د دې کسانو د تسلیمۍ پخلی کړی او نن ټکی اسیا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې يې ویلي، چې دوی ورسره د هر ډول همکارۍ لپاره هم سینه ډبولې ده.

طالبانو څو ورځې وړاندې پخپلو څرګندونو کې پر افغان عسکرو غږ وکړ چې د دوی د عفوې له فرصته ګټه واخلي او د بهرنیانو لپاره روانه کړې جګړه ودروي.

طالب مشر د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې هم پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ، چې که د یرغلګرو ملاتړ پرېږدي دوی د وروري لاس ور غځوي.

تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ ولسوال، قومندان او نور ځايي لوړپوړي مسؤلین هم د طالبانو لیکو ته ورغلل او د سر په خوندیتوب تر خپلو دندو تېر شول.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د