د اوربند مشروعيت، احکام او مسايل

عبدالمالک همت

تر هر څه دمخه به د لوی څښتن د سپېڅلي کلام دغه آيتونه تلاوت کړو او بيا به يې ژباړي ته پام وکړو: ﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ (172) وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ (173) ﴾[۱۷۱ ـ ۱۷]

ژباړه: او په يقيني توګه زموږ د ژمني په باب زموږ پرېکړه او خبره (چي هيڅ خنډ نه پکښي راځي او هيڅ نه رديږي) له وړاندي څخه لا (د پيغمبرانو په توګه)زموږ د استولو سوو بنده ګانو په اړه (ثبت او مسلمه) سوې ده چي دوی (پر خپلو دښمنانو باندي په هغو دلايلو او ځواک سره چي پر دوی مو پېرزو کړي دي) بری موندونکي دي اوحقيقت دادی چي زموږ د (هغه) پوځ مجاهدين به (چي د الله په لار کي جګړه کوي) خامخا (پر خپلو دښمنانو باندي په ټولو ډګرونو کي) برلاسي وي (، څو د الله وينا، يعني: د اسلام دين او د الله توحيد ته د بلني وینا  لوړه او برلاسې وي).

هغه ورځ ان شاء الله ډېره را نژدې سوې ده چې زموږ د ګران هيواد په ګوټ ګوټ کې دا ملکوتی آواز هره خواخپور وي:

(جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81))[الاسراء: ۸۱]

ژباړه:حق (اسلام چي يوازي د الله د عبادت او پالني او د عدل او انصاف دين دي) راغی (او الله چي د کوم نصرت ژمنه کړې وه تحقق يې وموند) او باطل (کفر او شرک چي د ډول ډول معبودانو د عبادت، مادي پالني او ظلم دين  دی) له منځه ولاړ، په يقين سره باطل داسي شی دی چي له بنسټ او له اصله له منځه تلونکی دی (د حق په وړاندي نه سی ټينګېدلای او بالاخره بری د حق او حقيقت وو او دی).

لږ هم د اسلامي سياست په هکله:

زموږ سپېڅلی دين څنګه چې وروستی حق دين دی له نورو دينونو څخه دا بېلوالی او امتياز لري چې په روحانياتو او عباداتو باندې د بوختېدو ترڅنګ په سياست، معاملاتو، اقتصاد او د انساني ژوندانه په ټولو اړخونو هم بوخت وي، څو هغه نظام چې لوی څښتن وضع کړی دی په ښه توګه کامل او متکامل سي.

سياسي چارې په اسلام کې په عقيده پورې ټينګ تړاو لري. مسلمان د اسلام په حکم اړ دی چې د اسلامي امت د ژوندانه د ټولو چارو په غم او فکر کې سي، لکه چې ويل سوي دي : « څوک چې د مسلمانانو چارو ته پام نه اړوي او غم يې نه خوري له هغو څخه نه دی ».

د لاندې آيت مضمون هم بې له سياسته بل څه نه دی:

(فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (65) )[النساء : ۶۵]

ژباړه: اما، نه (اى پيغمبره!) ستا په پالونکي قسم ! چي دغه خلک تر هغو (حيقتاً ) مومنان کېداى نه سي ، څو چي دوى په خپل منځي جګړو (او اختلافاتو)کي تا(ستا په ژوند کي) منځګړى ونه ټاکي ، (او ستا تر وفات وروسته ستا په سنتو پرېکړه ونه کړي). بيا چي ته څه پرېکړه وکړې د هغې په هکله په خپلو زړونو کي کومه خوابدتيا (تنګي) احساس نه کړي،  او د هغې په وړاندي په بشپړه توګه د منښتي(منلو او انقياد)سر ټيټ نه کړي.

په دې اړه آيتونه خورا زيات دي. په مدينه منوره کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ټولې کړنې او تړونونه، د حديبيې تړون، د مکې مکرمې د فتحي پر مهال د هغه ټول اجراآت، بيا واکمنو ته ليکونه او نورټول سياسي کارونه ول. پر دې بنسټ سياست د اسلام له بېلېدونکې برخه ده.

ښه ، رابه سو زموږ اصلي موضوع ته :

دلته زه غواړم چې زموږ وروڼه د اور بند يا ډزبندۍ په مفاهيمو، مشروعيت، احکامو او مسايلو څه ناڅه آشنا کړم. دا له دې امله چې دې خبري ته اړتياده. ځکه زموږ خلکو ته دا خبره بېخي نوې ده. زموږ مشرانو او کشرانو په دې تېرو سوو څلوېښتو کالو کې هر څه وکړل او هر څه يې وليدل، خو اوربند نه چا کړی وو او نه چا ليدلی. نو که د دې خوږې کلمې سره بشپړه آشنايي ونه لري ګرم نه دي.

ښه، اوربند يا ډزبندۍ ته په فارسي ”آتش بس“، يا ”متارکه” په عربي ”هُدنة“ او په انګرېزي ” armistice“ وايي. همداراز اوربند په عربي مُوَادَعَةً، وَمُسَالَمَةً، وَمُعَاهَدَةً، وَمُهَادَنَةً هم بولي.

د اوربند مشروعيت:

د اوربند په مشروعيت کې فقها هيڅ اختلاف نه لري او د مشروعيت دليل يې قرآن، نبوي سنت او د امت اجماع ده.

د احنافو په اند اوربند د دوو جګړه کوونکو ډلو تر منځ تر يوې مودې پورې د مرګ ژوبلي پرېښوده باله سي، په عوض وي که بې عوضه وي، البته کله چې امام په اوربند کې مصلحت وويني.( الْفَتَاوَى الْهِنْدِيَّة 2 / 196مخ، الاختيار 4 / 120مخ، اوتحفة الفقهاء 3 / 404مخ).

او اصل يې د توبې د سورې لومړي آيتونه او د حديبيې په کال د قريشو سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم لس کلن اوربند دی چې موخه ځنې د وينو تويېدو بندېده او سولي ته رغبت وو او بالاخره يې له امله د مسلمانانو سره د مکې د خلکو ليده کاته او د اندونو تبادله او د قرآن کريم په احکامو پوهېده شونې سوه، پای ډېر خلک مسلمانان سول او په دې سبب د مکې د فتحي شرايط رامنځ ته سوه.

اوربند شرعاً جايز دی، خو واجب نه بلل کېږي.، اما د اړتيا پر مهال واجبېږي، که د اوربند نه کولو له امله  مسلمانانو ته نه جبيره کېدونکی تاوان رسېدی، بيا نو واجبېږي.( الْبَحْر الرَّائِق 5 / 85 مخ، البدائع الصنائع7 / 108مخ اوحاشية الدُّسُوقِيّ 2 / 200مخ ).   

سيد سابق د فقه السنه په ۳ / ۱۵۹مخ کې وايي:

” د اوربند تړون د جګړې پر درېدو باندې د يوه ټاکلي مهال لپاره چې په سوله پای ته ورسېږي د دوو ډلو ترمنځ موافقه ده…. کله چې دښمن اوربند وغواړي، په دې صورت کې بايد د دښمن دا غوښتنه په پام، هوښياري او چمتوالي سره ومنل سي، که څه هم دښمن د غولولو او چلول اراده لري. لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ﴾ [الأنفال:62،61].

ژباړه: او (اى نبي ! صلی الله عليه وسلم) که دوى (دښمنان) سولي (او د جګړې پرېښوولو، مسالمت او روغي جوړي) ته هڅه (ميلان) وښيي، نو ته هم دې سولي ته تمايل وښيه (او دا خبره يې ومنه. ځکه ستا خو جګړه غرض او موخه نه ده، بلکي په جګړه سره ستا موخه د دوى د خطر او تېري دفع ده او ته تر دوى د سولي ډېر پلوى يې، خو هله چي په دې مسئله کي مصلحت وي). او پر الله باندي توکل (اعتماد) وکړه (خپله چاره لوى څښتن ته وسپاره او د دوى له چل وله مه وېرېږه). يقين دى چي هغه (د دوى) هره خبره اوري او په هر څه (د هغو په نيتونو او هر ډول چلونويې) پوه دى. او که هغوى (هغه کسان چي ستا سره د سولي تړون لاسليکوي په سوله سره) ستا د تېر ايستلو  نيت او اراده ولري ، نو ستا لپاره الله بسنه کوي (لوى څښتن به د دوى د مکر او غولوني په وړاندي ستا بسنه وکړي). الله هغه ذات دى چي په خپله مرسته او مومنانو (مهاجرو او انصارو) سره يې ستا ملاتړ وکړ“.

د دغه آيت ظاهر پر دې دلالت کوي چې مسلمانان په دې مامور سوي دي چې کله دښمن سولي ته تمايل وښيي دوی به يې هم ورته ښيي او د دې معنا داده چې کله دښمن له مسلمانانو څخه د جګړې د درېدو غوښتنه وکړي مسلمانان به  د سولې کولو لپاره د دوی او د دوی د دښمن تر منځ روانه جګړه دروي.(وګورئ په انټرنيټ کې د ”حكم عقد الهدنة مع العدو للحاجة“ تر سرليک لاندې په دغه پته : احصل على نسخة من الموضوع على ملف وورد د دکتور عبدالله قادري الاهدل ليکنه.

د اوربند په اړه احناف او مالکيان او په يوه روايت امام احمد وايي: د جګړه مار دښمن سره اوربند تر لسو کالو روا دی، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د خلکو سره کړی وو. او دا هم جواز لري چې دا موده کمه يا زياته وي او يا د اوربند موده هيڅ ونه ټاکل سي. البته تر څو چې په دې کې د مسلمانانو مصلحت وي. خو که د مسلمانانو مصلحت پکښي نه وي بيا دا اوربند روا نه دی، د لوی څښتن په دې قول:  

(فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَنْ يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ (35))[محمد: ۳۵]

ژباړه: (ای مومنانو ! ستاسي د دښمن په وړاندې) سست او ضعيف کېږئ مه او (د مخه تر دې چې دښمن تاسې سولي ته وبولي) تاسې هغوی سولي ته مه رابولئ، ځکه چې تاسي پر دوی برلاسي ياست او الله (په خپل نصرت او ملاتړ) ستاسي سره دی او ستاسي د کړنو له ثواب څخه هيڅ شی نه کموي(، بلکې ستاسې د کړنو ثوابونه په خپل احسان او فضل زياتوي).(د کويت د اوقافو او اسلامي شئونو د وزارت الموسوعة الفقهية الكويتية).

د اوربند د ماتولو حکم:

کله چې مسلمانان د غير مسلمانانو سره د جګړې پر درېدو (اوربند) ژمنه وکړي، نو پرمسلمانانو باندې پر هغې وفا او درېده لازم دي. او ماتول  او ابطال يې جواز نه لري، لوی څښتن فرمايي:

(وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً (34))[الاسراء: ۳۴]

ژباړه: او (ستاسي او  لوی څښتن او ستاسي او د لوی څښتن د بنده ګانو ترمنځ) پر کړې ژمنه (بې له څه کمۍ او ماتولو) وفا وکړئ، باور وکړئ چي ستاسي څخه (د لوی څښتن له خوا د قيامت په ورځ) د ژمني په اړه پوښتنه کېدونکې ده. (چي آيا پر ژمنه مو وفا کړې ده، نو که چا خپله ژمنه ترسره کړې وي اجر به يې ورکړه سي او که يې نه وي تر سره کړې سزا به يې وويني).

البته د اوربند تړون په دې حالاتو کې ماتېدای سي:

–  د احنافو په نزد که د اوربند په ماتېدو کې د مسلمانانو لپاره مصلحت وي. نو امام کولای سي چې په څرګنده توګه  دښمن ته د تړون د پاى ته رسولو اعلان وکړي. په الموسوعة الفقهية الكويتية کې وايي : که امام وليدل چې په اوربند کې د مسلمانانو خير دی، نو کولای سي چې اوربند ورسره وکړي، خو که بيا پوه سو چې په اوربند کې مسلمانانو ته شر دی، نو دښمن ته دې د تړون د پاى ته رسولو اعلان وکړي، ځکه ده ته په وروسته کې هغه څه څرګند سوه چې که واردواره موجود وای اوربند يې نه لاسليکاوه. دا له دې امله چي که د مسلمانانو مصلحت په را وروسته وختونو کې بدلون ومومي، او مصلحت يې پکښې نه وي، نو په دې صورت کې د تړون پای ته رسول جهاد دی او د تړون پر دغه حال پرېښوول د جهاد پرېښوول دی او دا غير جايز کار دی.       

– که اوربند کوونکي کفار کوم خيانت وکړي، لکه چې کوم مسلمان ووژني، يا د مسلمانانو سره بې له کومې شبهې جګړه له سره پيل کړي، يا يې شته واخلي يا څرګنده سي چې د جګړه مارو کفارو جاسوسان هغو ته د مسلمانانو او د هغو د ضعف د ځايونو احوال ورلېږي.

– چې په څرګنده په قول يا دلالت اوربند مات کړي. (الموسوعة الفقهية الكويتية).

له دښمن څخه د دغسي حالاتو په ليدلو د هغو سره اوربند نه مراعاتول او جګړه ورسره کول جواز لري، لوی څښتن فرمايي:

(وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ (12))[التوبه: ۱۲]

ژباړه: او که دغه مشرکان په لوړو کولو سره خپل (هغه) موثق تړونونه (چي ستاسي سره يې د اوربند په اړه تر ټاکلي مودې پوري لاسليک کړي دي) مات کړي او ستاسي پر دين (اسلام) نيوکي وکړي(او تورونه او عيبونه پر ولګوي)، نو (دوى د کفر او فجور سرغندويان دي او )د کفر د داسي سرغندويانو (مخکښانو او مشرانو) سره (په دې نيت )جګړه وکړئ (چي هغوى له خپل کفر او ظلم او د اسلام سره له دښمنۍ ، ژمني ماتولو او د اسلام له تخريبولو څخه  راوګرځي) (۱۹) ، ځکه دا داسي خلک دي چي ژمني او قسمونه يې کوم حقيقت نه لري(او خپلو ژمنو او قسمونو ته ژمن نه دي). ګوندي له ژمني ماتولو څخه ډډه وکړي.

يادونه: که څه هم دغه آيت د عربو د ځينو مشرکانو په اړه نازل سوى دى، اما دا آيت يوه عامه قاعده بيانوي او په ټاکلي مهال پوري اړه نه لري. همدا راز آيت د کفارو د لويانو په باب هم د کفارو د هر مشر په باب بې د ټاکلي مهال او ډلي له تقيده عام دى. لکه چي پوهيږو د ژمني ماتېده او پر اسلام طعن ويل د هغه مهال خبره نه ده، بلکي دا کار په پلاوو پلاوو د معاهدو کفارو له خوا تر سره سوى دى، چي د تاريخ په اوږدو کي چي مسلمانان قوي او پياوړي وه دغسي د ژمنو ماتوونکو کافرانو ته غاښ ماتوونکي جوابونه ورکړه سوي دي.

– که مسلمانان د کومي داسي نخښي په ليدو سره ووېرېدل چې دښمن اوربند ماتوي، نو دوی ته روادي چي د اوربند تړون فسخ کړي، لوی څښتن فرمايي:

(وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِنْ قَوْمٍ خِيَانَةً فَانْبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ (58))[الانفال: ۵۸]

ژباړه: او (اى پيغمبره!)که تاته د کوم قوم د تړون ماتولو(درغلۍ او پر ژمنه نه درېدلو بېره او)اندېښنه وي(او ناوړي پايلي يې درته څرګندي سي)، نو تړون يې په زغرده ور وغورځوه (د هغو سره د تړون فسخ کېده ټولو ته اعلام کړه، چي دواړه لوري په مساوي او برابره توګه په دې پوه سي چي تر دې ورځي وروسته د دواړو خواوو تر منځ کوم تړون نسته). رشتيا چي الله (ژمنه ماتوونکي) خاينان نه خوښوي.  

څرګندونه : په دې آيت کي د هغه صورت حکم بيانيږي چي د دغو وګړو له خوا ژمنه په څرګنده توګه نه وي ماته سوې، خو اندېښنه وي چي کوم وخت به ژمنه ماته کړي او مسلمانانو ته به تاوان ورسوي. په دغسي حالاتو کي مسلمانانو ته حکم ور کړه سوى دى چي په څرګنده توګه د تړون د پاى ته رسولو اعلان وکړي او ورته ووايي چي اوس له موږ څخه څوک د تړون پابند نه دى او هر لورى د بل پر ضد د کړنو د تر سره کولو په اړه آزاد دى. دا خبره د تړون په زغرده ور غورځولو سره تعبير سوې ده، کومه چي په عربي خبرو اترو (محاوره) کي د دغي معنا لپاره استعماليږي. البته ټينګار پر دې خبره سوى دى چي يوازي د دې اندېښنې پر بنسټ چي دښمن به پرژمنه ونه دريږي مسلمانانو ته روانه ده چي د تړون د پاى ته رسېدو له اعلانېدو پرته د تړون مخالفت وکړي، ځکه چي دا کار د لوى څښتن نه دى خوښ.

د اوربند لپاره د امام اجازه شرط نه ده:

د احنافو په نزد د اوربند لپاره د امام (د دولت د مشر) اجازه شرط نه ده، نو لکه څنګه چې امام او د هغه نايب ته د اوربند د تړون لاسليکېده جايز دي ، همدغسي د مسلمانانو يوې ډلي ته هم د اوربند د تړون لاسليکېده روا دي، که څه هم د امام له اجازې پرته وي. (بَدَائِع الصَّنَائِع 7 / 108مخ  اوالبحر الرَّائِق 5 / 85 مخ).

زموږ په هيواد کې د اشغالګرو کفارو سره د اوربند حکم:

زموږ په هيواد کې د امريکايانو د شوم نيواک په باب بايد وويل سي چې په دغسي حالت کې د محمدي غرا شريعت احکامو ته په کتو سره زموږ د هيواد پر هر قادر نارينه، ښځه، ځوان او زاړه باندې جهاد في سبيل الله فرض عين دی او بايد له خپله هيواده د دښمن تېری دفع کړي او که دا کار ونه کړي ګنهکار دی. د حکومت مشر بايد د دښمن سره جهاد ته د ټولو خلکو د وروتلو امر وکړي. که څوک د دې امر له مخي جهاد ته ور ونه دانګي ګنهکار دی او که د دولت مشر دا امر ونه کړي هغه ګنهکار دی.

خو که د اشغال سوي هیواد خلک پر دښمن باندې له برياليتوب څخه پاته راسي، بيا د دغسي هيواد پر نژدې وګړو واجبېږي چي د دغه هيواد د خلکو ملاتړ ته ورودانګي او که دغه نژدې وګړي د قدرت سره سره د هغو ملاتړ ته په ځانونو يا شتو يا په دواړو ور ونه دانګي ګنهکار باله سي.

او کله چې د اشغال سوي هيواد خلک د دښمن سره په مقاومت کې پاته راسي او نور مسلمانان يې ملاتړ ته ور ونه دانګي، نو د اشغال سوي هيواد خلک کولای سي چې د دښمن سره خپلي اړتيا ته په کتو سره موقتي اوربند وکړي. خو زموږ په هيواد کې خبره داسي نه ده، بلکې زموږ د اتلو مجاهدينو د سرښندونکي جهاد له برکته دښمن اوس خپله چاړه په اوبو کې ليدلې ده او د مجاهدينو په وړاندي د يولوريز اوربند په اعلانولو سره غواړي د سولې د خبرو ورپرانېږي او داسي يو حالت رامنځ ته کړي چې يوه د اوړو پزه ورته جوړه سي او زموږ له ګران هيواده پښې سپکې کړي. اوس نو موږ ته په کار ده چې د حديبيې په سوله کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په پيروي چې له دغي سولي څخه يې موخه د وينو د تويېدو مخنيوی او په سوله کې د اسلام لازيات خپرېده او بريالي کېده وه، له زياتې هوښيارۍ او درايت څخه کار واخلو او په حکمت عملي سره داسي يو حالت رامنځ ته کړو چې هم د دښمن پوځونه زموږ له هيواده ووزي او هم په هيواد کې د تېر جهاد د پای تريخ حالت بيا تکرار نه سي.

لنډه داچې اوربند د اسلام او مسلمانانو د مصلحت لپاره مشروع دی او دا له داسې مسايلو څخه دی چې حکم يې د اړتيا او ضرورت تابع دی او کله چې په دې چاره کې مصلحت نه وي او اړتيا يې نه وي، نو د دښمن سره يې تړون جواز نه لري. همداراز يې موده هم د دغه مصلحت او اړتيا تابع ده، چې کېدای سي موده يې لږ يا ډېره وي يا هيڅ ونه ټاکله سي. او دې ته به مو هم پام وي چې د ډول ډول کورنيو او باندنيو دښمنانو په وړاندې موږ افغانان يو موټی اوسو او تل يې د بدخواهيو د خنثی کولو په وړاندې چمتو اوسو والسلام.   

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د